لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ: د ګاډو په ټکر کې ۱۲ کسان مړه شوي


پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټریفکي پېښې رامنځته کيږي .
پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټریفکي پېښې رامنځته کيږي .

د پاکستان سندهـ صوبې په جامشورو سیمه کې د مسافرو یو بس او ټرک په ټکر شوي چې له امله یې په بس کې ناستو مسافرو کې ۱۲ مړه او د ۲۰ پورې نور ژوبل شوي دي .

د ځايي چارواکو په وینا پېښه کې په ژوبل شوؤ کې ماشومان او زنانه هم شامل دي چې د ځینو روغتیایي حالت مرګونی دی او د مړو د شمېرې زیاتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده .

ژوبل کسان نزدې روغتونونو ته وړل شوي دي .

دغه بس د خېبرپښتونخوا صوبې د جنوبي سیمې نه کراچۍ ته په لار ؤ چې نن سحر په جامشورو کې د ټرک سره په ټکر شوی دی .

پاکستان کې وخت په وخت دغه ډول ټریفکي پېښې رامنځته کيږي .

په خپله چارواکي او ګاډي چلونکي وايي، د دغو پېښو رامنځته کېدو په علتونو کې د سړکونو خرابوالی، په ګاډو د حساب نه زیات وزن وراچول او د ډرائيورانو لاپراهي شامله ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG