لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استنبول کې په نايټ کلب بريد،د١٦و غيرملکيانو په ګډون ٣٩ مړه


 داستنبول ګورنر وسيب ساهن دمړو شوو کسانو دشميرې پخلى کړى او ويلي يې دي لږ ترلږه ٤٠ کسان ژوبل شوي هم دي.
داستنبول ګورنر وسيب ساهن دمړو شوو کسانو دشميرې پخلى کړى او ويلي يې دي لږ ترلږه ٤٠ کسان ژوبل شوي هم دي.

دترکي استنبول ښار کې په يو نايټ کلب شوي بريد کې دشپاړسو غيرملکيانو په ګډون ٣٩ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

دترکي دداخله وزير سليمان صويلو ترمخه داستنبول نايټ کلب کې دنوي کال دخوشحالۍ په موقع شوي بريد کې د١٦و غيرملکيانو په ګډون ٣٩ کسان وژل شوي او ٦٩ نور ژوبل شوي چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

هغه ويلي دي دبريد څخه وروستو پوليسو سيمه کې علميات پيل کړي او دبريدکوونکي لټون يې پيل کړى خو تر دې مهاله يې کومه کاميابي نه ده ترلاسه کړې.

داستنبول ګورنر وسيب ساهن دا يو ترهه ګريز بريد ګرځولى او ويلي يې دي وژل شوو کې يو پوليس عسکر هم شامل و.

داطلاعاتو ترمخه ژوبل شوو کې هم ګڼ غيرملکيان شامل دي.

دګورنر ترمخه ترهه ګر دلرې څخه په نخښه کيدونکې وسله کارولې ده.

ګورنر ويلي دي دلرې څخه دپه نخښه کوونکې وسلې له لارې يو ترهه ګر ظالمانه او بې رحمه ډزې کړي او هاغه معصوم خلک يې په نخښه کړي چې يواځې دنوي کال دخوشحالۍ نمانځلو لپاره راغلي وو.

دعيني شاهدانو ترمخه دبريد په مهال کلب کې تر شپږو سوو پورې خلک موجود وؤ.

دسيمه ييزې ميډيا داطلاع ترمخه بريدکوونکي دغلته دننوتو څخه دمخه يو پوليس عسکر او يو ولسي وګړى وژلي، خو ددغه بريد په اړه نور جزيات لا مخې ته نه دي راغلي.

ترکي کې اوسنو مياشتو کې ترهه ګريزو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ١٩م دسمبر ترکي کې دروس سفير انقره کې ديوې دستورې په مهال دډزو يوه پيښه کې وژل شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG