لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:دالوتکې راغورځېدو پېښه کې نهه کسان وژل شوي


چارواکي وایي د امریکا په جنوبي ریاست ډکوټا کې دامریکایي الوتکې غورځېدو له امله نهه کسان مړه شوي اؤ درې نور سخت ژوبل شوي دي.

دنړیوالې خبري شبکې ای ایف پي د راپور له مخې د ډکوټا ریاست د شیمبرلین ښار څخه یوه امریکایي الوتکه ایډاهو ریاست ته دتګ په موخه د زمکې نه هوا ته پورته شوه اؤ دپورته کیدو کیدو څخه لږه شېبه وروسته بیا په ځمکه وغورځېده.

په دغه الوتکه کې ۱۲کسان ناست وؤ چې د پائیلوټ اؤ دوؤ ماشومانو په ګډون پکې نهه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دالوتکې د راغورځېدو علت دموسم خرابوالی ښودل شوی خو دامریکا دمخابراتي حفاظت دملي کونسل یا بورډ د وینا له مخې دپېښې دعلت معلومولو دپاره پلټڼې پیل شوي خو دخراب موسم له امله دې پلټنو کې خنډان رامخې ته کیږي.

دامریکا دموسمیاتو محکمه وایي په جنوبي ډکوټا ریاست کې د وارو د ورښت له امله د ژوند تولې چارې په ټپه ولاړې دي اؤ په ځېنو سیمو کې دا مهال سخت طوفان هم راالوتلی دی چې د ژوند ټولې چارې یې اغېزمنې کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG