لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د وایس آف امریکه په نشریاتو باندې د طالبانو محدودیتونه او په وړاندې یې د وایس آف امریکه غبرګون


وي او اې آشنا ټلوېژن د واشنګټن ډي سي نه پروګرامونه خپروي
وي او اې آشنا ټلوېژن د واشنګټن ډي سي نه پروګرامونه خپروي

واشنګټن - طالبانو ځایي رسنیو ته امر کړی دی چې د وي او اې (وایس آف امریکه) په شمول، د بهرنیو رسنیو پروګرامونه دې نور دننه په افغانستان کې نه خپروي.

تر دې دمه طالبانو د خپلې دغې پرېکړې وضاحت ندی کړی، مګر د افغانستان دپاره د وي او اې ټي وي خپرونې د اتوار/یکشنبې په ورځ د ځایي رسنیو له لارې خپرې نشوې. د وي او اې افغانستان څانګې تر دې وړاندې خپل پروګرامونه د ځایي ټلوېژنونو – طلوع، طلوع نیوز، لمر، شمشاد – له لارې خپرول.

د وایس آف امریکه (وي او اې) نگران مشرې په افغانستان کې د وایس آف امریکه شریکو/همکارو ځایي ټلوېژنونو ته د طالبانو په دې امر باندې د "مایوسۍ او خفګان" اظهار کړی دی.

د وي او اې نګرانې مشرې یولېنډا لوپز د طالبانو نه غوښتي دي چې په دې "پریشان کوونکي او د خفګان وړ" فیصلې باندې خپل، نظرثاني وکړي.

و وایس آف امریکه نګرانه مشره، یولېنډا لوپز
و وایس آف امریکه نګرانه مشره، یولېنډا لوپز

مېرمن لوپز په یو بیان کې ویلي چې، "په نشراتو باندې محدودیتونه چې طالبان کوشش کوي ویې لګوي، د اظهار رأی آزادي سره چې د افغانستان خلک یې مستحق دي، په تضاد کې راځي."

یولېنډا لوپز مګر په دې ژمنې ټینګار کړی دی چې وایس آف امریکه به د افغانستان خلکو ته د "حقیقي معلوماتو" خپرول، د ټلوېژن، رېډیو، او همدا راز په وېبسایټونو او سوشل مېډیا باندې جاري وساتي.

بل اړخ ته د وي او اې افغانستان څانګې مشر حسیب دانش الکوزي ویلي چې پس د دې به وي او اې په افغانستان کې د ځایي ټلوېژنونو د لارې نشریات ونلري، او دلیل یې هم "ځیني داخلي محدودیتونه" وبلل چي په مطبوعاتو باندې افغانستان کې لګول شوي دي.

ښاغلي الکوزي ژمنه وکړه چې د محدودیتونو سره سره به دوی د افغانستان خلکو ته خپل نشریات د مختلفو لارو نه جاري ساتي. هغه وویل: "مونږ به په دوامدار توګه د دوی (افغانانو) په خدمت کې یو، که د ښځو د حقوقو مسئله ده، که ښوونځیو ته بېرته د جینکو د ستنېدو مسئله ده، د اقلیتونو د حقوقو مسئله ده، د پراخ بنسټه حکومتدارۍ مسئله ده، د مطبوعاتو د آزادۍ مسئله ده، دغه مسایل به مونږ په دوامداره توګه تر پوښښ لاندې راولو."

د الکوزي په وینا، دوی په تېرو څلورو میاشتو کې کوششونه کړي چې په مختلفو برخو کې افغانستان دپاره د وي او اې آشنا سروس خپرونې زیاتې کړي. ښاغلي الکوزي اشنا ټلوېژن سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان دپاره د وي او اې دري او پاړسي رېډیویي خپرونې چې پخوا د ورځې اته (۸) ساعته و، هغه اوس دوولس ساعته (۱۲) شوي دي.

د هغه وینا وه چي څلور میاشتې مخکې وي او اې افغان سروس خپل سټلایټ چېنل پرانېست او همدا راز د افغانستان دپاره یې پخپلو ټي وي پروګرامونو کې هم اضافه راوستلې ده.

افغانستان کې د وي او اې افغان څانګې ټي وي خپرونې په سټلایت لیدل کېدلی شي چې دا یې معلومات دي
افغانستان کې د وي او اې افغان څانګې ټي وي خپرونې په سټلایت لیدل کېدلی شي چې دا یې معلومات دي

د بي بي سي په خپرونو بندیز

د برطانیې سترې مطبوعاتي ادارې – بي بي سي – هم خبر ورکړی چې د د دوی په ټي وي پروګرامونو باندې د طالبانو له خوا په افغانستان کې بندیز لګول شوی دی.

بي بي سي ویلي چې په افغانستان کې یې په مختلفو ژبو – پښتو، پاړسي، او ازبکي – د درېیو ځایي ټلویژنونو د لارې نشریات درلودل، مګر د اتوار/یکشنبې په ماښام یې د ځایي ټلوېژنونو د لارې پروګرامونه ندي خپاره شوي.

د بي بي سي پښتو څانګې په ویب سایټ باندې یو رپوټ کې، د دې رسنۍ د یو چارواکي طارق کفاله له قوله لیکل شوي: "موږ پر طالبانو غږ کوو چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او زموږ ټلويزيوني شريکانو ته اجازه ورکړي چې د بي بي سي خبري خپرونې سملاسمي خپرې کړي".

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG