لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي وزیراعظم د انتخاب کېدو په درشل کې، تحریک انصاف ویلي چې د قامي اسمبلې نه به استعفاګانې ورکوي


د تحریک انصاف ګوند یو مشر، فواد چوهدري
د تحریک انصاف ګوند یو مشر، فواد چوهدري

په داسې حال کې چې د پاکستان په قامي اسمبلې کې به د نوي وزیراعظم د ټاکلو عمل پیل شي، پخوانی واکمن تحریک انصاف ګوند د قامې اسمبلې څخه د استعفې ورکولو پریکړه کړې ده او ویلي یې دي چې د ټاکنو بغیر، د اوسنې سیاسي بحران څه حل نشته.

د نوي وزیراعظم د چوکۍ دپاره د مخالفو ګوندونو ائتلاف – پي ډي اېم – له اړخه د مسلم لیګ ن ډلې صدر شهباز شریف او د تحریک انصاف پاکستان له اړخه د ګوند مرستیال صدر شاه محمود قریشي کاغذونه جمع کړي دي چې ورباندې به د ګل/دوشنبې په ورځ قامي اسمبلې کې ټاکنې کیږي.

د نوې وزیراعظم د ټاکنې د پاره به مخالفو ګونده ۱۷۲ ووټونو ته اړتیا لري.

بل اړخ ته د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کميټې غونډې وروسته، مطبوعاتو سره خبرو کې د ګوند یو مشر فواد چوهدري ویلي، پرېکړه شوې چې د تحریک انصاف غړي به د وزیراعظم ټاکنې وروسته د قامي اسمبلې نه استعفا ورکړي. دوی هیله څرګنده کړې چې څو میاشتو یا هفتو کې به هېواد کې نوې ټاکنې وکړی شي، ولې چې د دوی ترمخه د ټاکنو بغیر د اوسني سیاسي بحران څه حل نشته.

د تحریک انصاف د ائتلافي ډلې عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید هم مطبوعاتو سره خبرو کې وویل، پرېکړه شوې چې د مخالفو ګوندونو سره به نه کښیني.

البته د استعفا په دې معامله په ګوند کې دننه اختلاف مخې ته راغلی. د تحریک انصاف یو غړي، علي محمد خان د شخصي ټلوېژن جیو نیوز سره خبرو کې ویلي چې د استعفا په حق کې ندی، په پارلمان کې د حکومت مقابله به کوي او دوی ته به میدان خالي نه پرېږدي.

مخالفو ګوندونو د تحریک انصاف له اړخه د استعفاګانو اعلان، د دوی سیاسي بیان ګرځولی او د پیپلز ګوند مشر قمر زمان کائره ویلي که چېرې د تحریک انصاف ګوند غړو د قامي اسمبلې نه استعفا ورکړه، نو په خالي چوکیو ضمني ټاکنې کېدی شي. د هغه په وینا، "اوس په کار ده چې حالات د استحکام په طرف ولاړ شي. دواړه اړخونه وړاندې د اقتصادي چلېنجونو د هوارۍ او انتخاباتو کې د اصلاحاتو دپاره باید یوځای کښیني."

د اپرېل په لسمه (۱۰) نېټه، د وزیراعظم په ضد د هېواد په تاریخ کې په لومړي ځل د بې باورۍ تحریک کامیابه شوی و چې په کې د مخالفو ګوندونو له اړخه، د بې باورۍ تحریک په حق کې ۱۷۴ ووټونه اچول شوي و.

د بې باورۍ تحریک د کامیابېدو وروسته، د مسلم لیګ ن ډلې مشر شهباز شریف وویل چې "د چا نه به انتقام نه اخلي او نه به څوک بې ځایه زندانونو ته لېږل کیږي، البته قانون به خپله لاره جوړوي."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مخالفو ګوندونو له اړخه وړاندې شوی د بې باورۍ دغه تحریک د وزیراعظم عمران خان په ضد، بهرنی سازش بللی دی.

البته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د جمعې په ورځ یو ځل بیا د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي چې د وزیراعظم عمران خان په هغو دعوو کې هېڅ حقیقت نشته چې ګني واشنګټن د هغه د حکومت د نسکورولو دپاره د یو سازش تر شا لاس لري.

د بې باورۍ تحریک د کامیابېدو وروسته، د پخواني وزیراعظم عمران خان سره د یووالي په توګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له اړخه احتجاجي مظاهرې هم شوي دي.

بل پلو د اسلام آباد هائیکورټ مشر قاضي اطهرمن الله به د دوشنبې/ګل په ورځ د مبینه سازشي خط د پلټنو او پخواني وزیراعظم عمران خان په شمول، د نورو وزیرانو نومونه اېکزټ کنټرول لېسټ (اې سي اېل) کې د اچولو درخواست اورېدنه هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG