لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو پنځه برطانویان آزاد کړل - برطانیې یې هرکلی کړی دی


واشنګټن (اې پي) - په افغانستان کې واکمنو طالبانو څو تنه برطانویان چې د دوی سره قید و، له بنده خوشې کړل. دا خبره طالبانو او د برطانیې چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ [جون ۲۰مه] وکړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کې ویلي چې دغه کسان د برطانوي او افغان چارواکو ترمنځ د یو لړ ملاقاتونو وروستو آزاد کړی شوي دي. ذبیح الله مجاهد پخپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې یاد برطانویان د "نافذه قوانینو او د افغانستان د خلکو د عنعناتو (رواجونو)" خلاف کړنو په تور نیول شوي و.

د طالبانو ویاند د دې برطانوي شهریانو د شمېر په اړه وضاحت ندی ورکړی او نه یي هم دا څرګنده کړې چې دغو برطانویانو په افغانستان کې څه جرم ترسره کړی و او د افغانانو د کلتور څه رواج یا قوانین یې مات کړي و.

بل اړخ ته برطانیې د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د پنځو (۵) برطانوي شهریانو د آزادولو په برخه کې د طالبانو د فیصلې هرکلی کوي.

د برطانیې د خارجه دفتر په یو بیان کې راغلي چې، "دغه برطانوي شهریانو په افغانستان کې د برطانیې حکومت په کار کې هېڅ ډول کردار نه درلود او د سفر په برخه کې د برطانیې حکومت د مشورې نظراندازه کولو سره یې افغانستان ته سفر کړی و."

د برطانیې حکومت د دې نه وړاندې په فرورۍ میاشت کې ویلي و چې یو شمېر برطانویان د طالبانو په قید کې دي. که څه هم د دې کسانو پېژندګلوي نده شوې، مګر هغه وخت د بي بي سي د یو پخواني کېمره مېن پېټر جووېنال مېرمن حسینه سعید اې پي خبري ادارې ته ویلي و چې خاوند یې د ډسمبر په ۱۳مه افغانستان کې ګرفتاره کړی شوی و.

ویل کیږي چې جووېنال ځان له شخصي کاروبار درلود. تر اوسه نده څرګنده چې په آزاده شوو کسانو کې هغه هم شامل دی او که نه.

بل اړخ ته ویل کیږي چې یو امریکایي شهري هم د طالبانو سره بنديوان دی، مګر د هغه د برخلیک په اړه څه معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG