لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین په دوو سترو ښارونو - کيېف او خارکیف - باندې د میزائیلو حملې کړي دي


کیېف ښار کې د میزائیلو چاودنې
کیېف ښار کې د میزائیلو چاودنې

واشنګټن - روس د اتوار/یکشنبي په ورځ [جون ۲۶مه] د اوکراین په دوو سترو ښارونو – سرښار کيېف او خارکیف – باندې د میزائیلو نوي بریدونه وکړل. دا حملې په داسې حال کې وشوې چې د نړې د اوو سترو طاقتوره اقتصادونو (جي-۷ ډلې) مشرانو د ماسکو د لا زیات څنډې ته کولو دپاره د لارو چارو په موندلو خبرې پیل کړي دي.

د سرښار کيېف ښاروال (مېئر) ویټالي کلېچکو ویلي چې د روس په تازه بریدونو کې د کیېف د رهایشي فلېټونو دوه ودانۍ په مزائیلو لګېدلي چې لږ ترلږه یو تن په کې مړ شوی او څلور نور زخمیان دي.

روسي پوځیانو په اوکراین کې خپل د کروز میزائیلو استعمال زیات کړی او ورباندې د اوکراین په شمال لویدیځو سیمو کې اهداف په نښه کوي. د اوکراین په څو ښارونو کې د هوایي بمباریو د خبرداري سائرنونه هم غږول شوي دي.

د امریکا صدر جو بایډن چې د جرمني د چانسلر اولاف شولټز سره یوځای د جي-۷ ډلې د هرکلي په دستوره کې راښکاره شو، په سرښار کيېف باندې یې د روس د تازه حملو په باب وویل: "دا تر ډېره د هغوی بربریت ښکاره کوي."

په اوکراین باندې د روس پوځي یرغل، د جي-۷ ډلې د مشرانو د جاري ناستې یوه اهمه موضوع ګڼل کیږي. د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې هغه به هم د ګل/دوشنبې په ورځ په دې ناسته کې ګډون وکړي.

بایډن وویل چې امریکا او د جي-۷ ډلې نور ستر اقتصادي طاقتونه به د روس نه د طلا په درامداتو باندې پابندي ولګوي. په اوکراین باندې د روس د یرغل وروسته چې دا دی نهمه میاشت یې ده، په ماسکو باندې دا تر ټولو تازه پابندي ده.

د جي-۷ ډلې د هېوادونو – کېنېډا، فرانس، جرمني، اېټلي، جاپان، برطانیه او امریکا – مشران کوشش کوي چې د روس په مقابله کې خپل اتحاد وساتي. که څه هم د اوکراین جګړې اثرات په نړېوال اقتصاد ورځ تر بلې سېوا کیږي او امریکا کې هم داسې قیمتي راغلې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه وه راغلې.

د برطانیې وزیراعظم بوریس جانسن د امریکا سي اېن اېن ټلوېژن سره په یوه مرکه کې ویلي چې مغربي ملکونه د روس په وړاندې مقابله کې د بې وسه کېدو ښکار نه ګرځي او "په کار ده چې د آزادۍ او جمهوریت دپاره ګامونه اوچت کړي."

جانسن دا هم وویل چې د اوکراین د آزادۍ په لاره کې امریکا داسې ده لکه "د غونډۍ پر سر یو ځلانده ښار" او همداسي به پاته وي. د برطانیې وزیراعظم زیاته کړه چې که د روس صدر ولاډیمیر پوټین د اوکراین په قبضه کولو کې کامیابه شي، نو دا به "تباه کنه" وي.

روس که څه هم د زېلنسکي د حکومت په نسکوره کولو او یا د کیېف په قبضه کولو کې ناکامه شوی، مګر د اوکراین په ختیځو سیمو کې یې پرمختګونه کړي دي.

په کیېف باندې دا نوې حمله یوه ورځ پس له هغه وشوه چې اوکرایني عسکر په ختیځ کې د سیویروډونېټسک ښار نه ووتل، او په دې توګه د څو هفتو سختو جګړو نه پس، روس هلته غټه پوځي کامیابي ترلاسه کړه.

روس اوس مهال د اوکراین ټول لوهانسک صوبه پخپله قبضه کې لري. لوهانسک د ډونباس سیمې یوه برخه ده او روس غواړي چې ټول ډونباس باندې قبضه ولګوي. اوکراین دا هم ویلِ چي روسي ځواکونو سیویروډونېټسک ته څېرمه د لیسي چانسک ښار هم پوره قبضه کړی دی. ماسکو دعوه کړې چې په هغه سیمه کې یې شاوخوا دوه زره (۲۰۰۰) اوکرایني عسکر کلابند کړي دي.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ پخپل ورځېني تقریر کې وویل چې "اوکراین لا زیاتو پوځي مرستو او د فضايي دفاع سیسټمونو ته ضرورت لري – هغه نوي سیسټمونه چې زمونږ شریکان یې لري – او دا سیسټمونه باید د مشق په علاقو او یا ذخیرو کې نه وي، بلکې په اوکراین کې وي، چېرته چې اوس ورته ضرورت شته."

د یادونې وړ ده چې پوټین د روس په سنټ پېټرزبورګ ښار کې د بېلاروس صدر الېکسنډر لوکاشینکو سره ملاقات وکړ او ددې لیدنې نه صرف څو ساعته پس، د اوکراین په شمال لویديځو سیمو او کییف باندې د میزائیلو حملې وشوې چې دا مېزائیلونه د بېلاروس د فضا نه تېر شول او په اوکراین ولګېدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG