لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرائیل وزیراعظم د سعودي عرب سره د خپلو سفارتکاري تعلقاتو د جوړېدو امید څرګند کړ


واشنګټن - د اسرائیل وزیراعظم د اتوار/یکشنبې په ورځ امید څرګند کړ چې ملک به یې د سعودي عرب سره رسمي سفارتکاري تعلقات جوړ کړي. هغه دا خوشبیني په داسې وخت کې وښوده چې په آینده ورځو کې به د امریکا صدر جو بایډن خطې ته د خپل سفر په ترڅ کې، سعودي عرب او اسرائیل ته هم ولاړ شي.

اسرائیل او سعودي عرب اوس مهال رسمي سفارتکاري تعلقات نلري، مګر د خپل مشترک سیمه ییز رقیب ایران په وړاندې یې پټ امنیتي تعلقاتي ساتلي دي. اوس داسې ګومان کیږي چې سعودي عرب به هم د یو شمېر نورو عربي ملکونو په شان، اسرائیل سره د خپلو تعلقاتو جوړولو ته آماده وي.

د اسرائیل وزیراعظم یایر لاپېډ د خپلې کابینې په غونډه کې وویل: "اسرائیل د خطې ټولو ملکونو ته خپل لاس غځوي او په هغو غږ کوي چې زمونږ سره تعلقات جوړ کړي، رابطې مضبوطې کړي، او زمونږ د ماشومانو دپاره آینده تاریخ بدل کړي."

د اسرائیل وزیراعظم زیاته کړه چې د امریکا صد جو بایډن به سعودي عرب ته په تللو سره، "زمونږ له خوا د امن او امید پیغام" هلته یوسي.

پس د هغه چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړېتوب د ابراهام تړون د لاندې د اسرائیل او څلورو عربي ملکونو ترمنځ تعلقات معمول شول، د نورو عربي ملکونو سره هم د اسرائیل تعلقات په ښه کېدو روان دي.

ټاکل شوې ده چې صدر بایډن د شورو/چهارشنبې په ورځ اسرائیل ته ولاړ شي او هلته کې د خپل درې ورځېني سفر په دوران کې، په مقبوضه مغربي کنارې کې د فلسطیني چارواکو سره هم ملاقات وکړي. بیا به صدر بایډن د اسرائیل نه نېغ سعودي عرب ته ځي.

صدر بایډن په یو مضمون کې چې د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار ته یې لیکلی، ویلي دي د هغه مقصد دا دی چې دوه ملکونه – سعودي عرب او اسرائیل – سره نږدې کړي.

بایډن پخپل مضمون کې لیکلي چې: "زه به اولنی صدر یم چې د اسرائیل نه نېغ په نېغه د سعودي عرب جده ته پرواز کوم. هغه سفر به هم د اسرائیل او عربي نړۍ ترمنځ د تعلقاتو د غوړېدو او معمولي ګرځېدو یوه وړه نښه وي، کوم چې زما انتظامیه کوشش کوي هغه لا مضبوطه او پراخه کړي."

سعودي عرب تر اوسه د اسرائیل سره د خپلې همکارۍ په اړه غلی پاته دی. د سعودي عرب پاچا ملک سلمان د ډېرې مودې راهیسي د فلسطینیانو او د آزاد ملک د جوړولو دپاره د هغوی د ارمان ملاتړی پاته شوی دی. فلسطینیان په دې ارمان دي چې په مغربي کناره، غزه تړانګه، او مشرقي بیت المقدس کې ځان ته آزاد ملک جوړ کړي. اسرائیل ټولې دغه علاقې په ۱۹۶۷ کال کې ونیولې، خو په ۲۰۰۵ کې یې د غزې نه خپل عسکر وایستل.

سعودي عرب د ډېرې مودې راهیسي ویلي چې د اسرائیل سره د مکمله سفارتکاري تعلقاتو شرط یې، د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د شخړې حل دی چې دواړه ځان ته دوه بېل ریاستونه ولري. اسرائیل او فلسطینیان په تېرو څه باندې لسو کلونو کې کوم بنیادي مذاکرات ندي ترسره کړي.

خو په دې وروستیو کلونو کې د سعودي عرب په رویه کې د تبدیلۍ نښې ښکاره شوي دي. سعودي عرب اجازت ورکړی چې د فضا نه یې د اسرائیل او نورو عربي ملکونو ترمنځ جهازونه راشي ولاړ شي. د ځینو رپوټونو ترمخه، په ۲۰۲۰ کال کې، د اسرائیل د هغه وخت وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سعودي عرب ته تللی و چې د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي. تېره هفته د اسرائیل د دفاعي چارو څو خبریالان هم سعودي عرب ته ولاړل او هلته کې د خپل هرکلي په اړه یې خبري رپوټونه هم جوړ کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG