لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کې 566 کسان مار چيچلي، 122 تنه سپيو داړلي- حکومتي رپورټ


Pakistan Floods
Pakistan Floods

د بلوچستان د صحت محکمې رپورټ دی چې د بلوچستان په سېلاب ځپلو سيمو کې د مار چيچلو په پېښو کې زيات والی راغلی دی.

د صحت محکمې د دايريکټرېت جنرل، ډپټي دايريکټر ډاکټر محمد رفيق ډيوه ته ويلي، له 23 مې جولائي څخه د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې 566 کسان مارانو چيچلي دي، چې پکې زياتره پېښې په ضلع جهل مګسي، ضلع صحبت پور، ضلع جعفر اباد، ضلع لسبېله، ضلع سبي، او ضلع نصيراباد کې رپورټ شوي دي.

ډاکټر رفیق زیاته کړه: “دا ټول هغه کېسونه دي چې هلته موجود زموږ په مېډيکل کېمپونو کې رپورټ شوي دي، د دې شمېر نور هم زياتېدای شي، پدې کېسونو کې 60 فيصده نارينه ، 30 فيصده ښځينه، او پينځه فيصده ماشومان مار چيچلي دي.

د چارواکو په خبره زياتره پېښې په هغو سيمو کې شوې دې په کومو کې چې لا هم سېلابي اوبه ولارې دي، وايي ماران او نور خزنده ګان هم د خپل ځان ژغورلو او خوراک موندلو لپاره د سېلاب ځپلو کېمپونو، خيمو او نړېدلو ودانيو ته مخه کړې چې له امله يې دا پېښې شوي دي.

د بي اين پي مېنګل ګوند غړې او مدني فعاله شمايله اسماعيل د مرستو لپاره سېلاب ځپلو سيمو ته تللي، وايي: "په نصير اباد ډيويژن په ټولو ضلعو کې اوبه ولاړې دي، خلک پر سړک ژوند تېروي، له دواړو لورو اوبه دي، هلته د مار چېچلو د پېښو له کبله په خلکو کې زياته وېره خوره شوې، د حکومت لخوا خلکو ته ضروري اسانتياوې ندي برابرې شوې ځکه هلته په ملريا، هيضه، او نورو ناروغيو کې زياتوالی راروان دی".

خو د ډاکټر محمد رفيق په خبره چې د مار چيچلو په 566 پېښو کې د يو تن د مرګ خبر ندی ورکول شوی. نوموړی دا دعوه کوي چې د حکومت او محکمه صحت د چارواکو په اغېزمنو سيمو کې موجودګی او پر وخت د علاج له وجهې د ځاني زيان مخه نيول شوې ده.

ډاکټر رفیق زياتوي د دې خبرې معنا دا نده چې بېخي به څوک نه وي مړه شوي، خو وايي حکومت ته د داسې پېښې رپورټ ندی ورکول شوی.

ډاکټر محمد رفيق زياتوي د مار چيچلو تر څنګ په بېلا بېلو اغېزمنو سيمو کې 122 تنه سپيو داړلي دي.

ډاکټر وايي په پېښو کې د زيات والي له کبله په راروانو ورځو کې د دوایانو بلخصوص د مار د چيچلو د علاج ځانګړې دوايي (اېنټي سنېک وينم) له کمي سره مخ کېدای شي ځکه نوموړي له مرکزي حکومت څخه و غوښته چې مرسته دې ورسره وشي.

د هغه وینا وه چې، "موږ به له مرکزي حکومت او له نورو زمه وارنو څخه دا خواست کوو چې پر وخت دې دا دواوې راکړي، اوس د مار د چيچلو د علاج دوا (اې ايس وي ضرورت زېاتېږي، ولې چې له موږ سره دا دوا کمېږي او له سېلاب ځپلو سيمو څخه د دې دوا غوښتل زيات شوي دي".

په بلوچستان کې د وسې يا پشکال بارانونه د روان کال د جون مېاشتې له دويمې اونۍ پېل شوي و چې د اګست تر اخېرنۍ اونۍ پورې و اورېدل.

حکومتي رپورټ دی چې د بارانونو او زياتو سېلابونو له کبله د بلوچستان 34 سره ضلعو کې تر 62 لکه پورې خلک اغېزمن شوي چې پکې د سېلابونو او کورنو د چهتونو او دېوالونو د نړيدو او اوبو د وړلو له کبله 300 ته نېږدې تنه مړه شوې او دوه سوه ته نېږدې ټپيان شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG