لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن د پولیو د له منځه وړلو دپاره 1200 میلینه ډالره مرسته کوي


(رائټرز) - د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې د پولیو مرض د ختمولو په مقصد ژمنه کوي چې یو اعشاریه دوه بلینه (۱۲۰۰ میلینه) ډالره به مرسته وکړي.

بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن په اصل کې د مایکروسافټ کمپنۍ د بنسټګر، بل ګېټس او د هغه د پخوانۍ مېرمنې ملېنډا ګېټس مشترک خیراتي تنظیم دی. د دې تنظیم سي اي او/مشر مارک سوزمن ویلي: «د [پولیو مرض] پوره له منځه وړلو ګامونه، تر ډېره اندازه سخت دي. خو زمونږ فاونډېشن د پولیو نه پاک مستقبل ته ژمن دی، او مونږ خوشبینه یو چې داسې آینده به ډېر ژر وګورو.»

ټاکل شوې ده چې د اکټوبر په اتلسمه نېټه د جرمني او د پولیو د له منځه وړلو عالمي پروګرام (GPEI) په مشترک کوربه توب، د پولیو سره د مقابلې دپاره د نړېوالو ژمنو یو کنفرانس هم جوړ شي. د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن په نوموړي پروګرام (GPEI) کې شامل دی او دا د حکومتونو او عالمي تنظیمونو ترمنځ یوه ستره مشترکه منصوبه ده.

د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر بل ګېټس او پخوانۍ مېرمن یې ملېنډا، چې د بل او ملېنډا ګېټس خیراتي فاونډیشن د دوی دی
د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر بل ګېټس او پخوانۍ مېرمن یې ملېنډا، چې د بل او ملېنډا ګېټس خیراتي فاونډیشن د دوی دی

د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن تر اوسه شاوخوا پنځه (۵) بلینه ډالره د GPEI پروګرام سره مرسته کړې ده.

پولیو یو ډېر وبائي مرض دی چې زیاتره د ماشومانو په منځ کې خوریږي او هر کال ګڼ شمېر ماشومان په دې مرض باندې یا مړه او یا هم فلج کیږي. که څه هم د دې مرض دوا تر اوسه نده موندل شوې، مګر که ماشوم ته درې ځله پوره وېکسین یې ورکړی شي، نو سل فیصده د پولیو مرض په وړاندې تحفظ ورته حاصلیږي.

د نړۍ په نورو ملکونو کې د انسانانو ترمنځ د پولیو مرض انتقال ختم شوی، مګر په پاکستان او افغانستان کې اوس هم لا دا مرض ماشومانو ته لګيږي او حکومتونه او ادارې کوشش کوي چې په دې دوو هېوادونو کې هم پولیو مرض ختم کړي.

تېره میاشت د پان امېریکن صحت تنظیم (PAHO) وویل چې برازیل، ډومېنیکن رېپبلک، هېټي، او پېرو د ډېرې غټې خطرې سره مخ دي چې پولیو مرض یو ځل بیا هغو ځایونو کې خپور شي. په دې وروستیو کې چې د امریکا د نیویارک ریاست د ځینو نالیو په سمپلونو کې د پولیو وایرس وموندل شو، نو هغه ریاست د خپلو وګړو د وېکسین کولو عمل تېز کړ. په لندن او یورشلیم کې هم ځیني کېسونه وموندل شول.

په ملاوي هېواد کې د پولیو د تازه کېسونو د پیدا کېدو سره، په مارچ میاشت کې د صحت عالمي ادارې یو جګپوړي چارواکي وویل چې د پولیو په شان مرضونو په مقابله کې، دا د نړۍ یوه "خطرناکه لحظه" ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG