لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبریالانو نړېوال فېډرېشن: طالبان دې د خبریالانو ځورول او ډارول بند کړي


واشنګټن - د خبریالانو نړېوال فېډرېشن، په افغانستان کې د خبریالانو ځورول کېدل او ېرول کېدل غندلي دي او د طالبانو یې غوښتي چې د آزادي رای خیال دې وساتي.

د خبریالانو نړېوال فېډرېشن یا آی اېف جې، یو تازه بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې بهرنۍ خبریالې سټېفاني ګلېنسکي ته طالبانو د افغانستان د سفر اجازت ندی ورکړی.

آی اېف جې زیاته کړې چې مخکې تر دې، طالبان په سټېفاني باندې په دې غوسه شوي و چې ګني تنقیدي رپوټونه یې جوړول. د خبریالانو نړېوال فېډرېشن د مېرمن ګلېنسکي ځورونه او ېرونه غندلې ده، او په طالبانو یې غږ کړی دی چې د بیان آزادۍ ته دې ژمن پاته شي او د افغان خبریالانو ځورول دې هم ختم کړي.

سټېفاني ګلېنسکي څلور کاله په افغانستان کې صحافت او فوټوګرافي کړې او په مختلفو موضوعاتو یې رپوټونه برابر کړي دي. هغې د ګارډین اخبار، فارېن پالیسي مجلې، او نورو نړېوالو مطبوعاتو ته کار کړې دی.

سټېفاني شاوخوا لس ورځې مخکې ویلي و چې طالبانو ورنه پوښتنې ګروېږنې کړي، هغه یې د دوی د حکومت خلاف په پروپګېنډه تورنه کړې، او ورباندې یې فشار اچولی و چې د هغو خلکو نومونه او پتې ورته ښکاره کړي کوم چې ورسره یې په رپوټونو کې مرکې کړي وې.

سټېفاني ویلي چې هغې طالبانو ته د خپلو ذرائعو د ښکاره کولو نه انکار کړی، ځکه دې کار، د هغو کسانو ژوند په خطر کې اچولو کوم چې د سټېفاني سره یې افغانستان کې مرکې کړې وې.

د طالبانو له خوا د ځورونې او ېرونې وروسته، سټېفاني په جولائي میاشت کې د افغانستان نه ووتله. د هغې یو رپوټ چې طالبان یې په غوسه کړي و، دا و چې طالبان په شمال کې د کوېله درنګونو په سر خپل منځ کې شخړې کړي دي، او دا هغه کوېله ده چې د افغانستان نه پاکستان ته برامد کیږي.

سټېفاني ګلېنسکي وایي، هغې پخوا په افغانستان کې د امریکا د موجودیت او د جمهوري نظام او همدا راز د طالبانو په اړه تنقیدي رپوټونه جوړ کړي دي، مګر دا اول ځل دی چې طالبان په عمل کې کوشش کوي افغانستان کې د هغې د رپوټ جوړولو مخه ونیسي.

د آی اېف جې په بیان کې ویل شوي چې په وروستیو میاشتو کې، طالبانو هم افغان او هم بهرني خبریالان د هغو د طریقه کار په خاطر په نښه کړي دي. په اګسټ میاشت کې د وایون نیوز خبریال انس مالک د طالبانو له خوا اغوا کړی شو او ورسره تشدد وشو. په جولائی میاشت کې اسټرالیایۍ خبریاله لېن اوډونېل هم وېرول شوه او مجبوره کړی شوه چې د طالبانو په اړه خپل تنقیدي رپوټونه واپس واخلي.

د بشري حقونو د څار ډلې، هیومن رایټس واچ یوې چارواکې هېدر بار پخپل ټوېټر لیکلي چې ورځ تر بلې په واضحه توګه معلومیږي چې طالبانو د افغان خبریالانو دپاره د مېډیا د آزادۍ محدوده کولو پس، اوس د بهرنیو خبریالانو په چوپ کولو هم شروع کړې ده.

یاده دې وي چې ګڼ شمېر افغان خبریالان د طالبانو نه بهر ته تښتېدلي او په دې وروستیو کې د طلوع نیوز د خبري څانګې مشر خپلواک صافی هم افغانستان پرېښود او ویې ویل چې نور هلته ورته د کار کولو شرایط ندي برابر.

طالبانو تر اوسه د خبریالانو د نړېوال فېډرېشن بیان ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG