واشنګټن - د برطانيي د دفاع وزارت د اتوار/یکشنبي په ورځ [د نوامبر ۶مه] ويلی دي چې د اوکراېن په اړه د استخباراتي رپورټونو ترمخه په فرورۍ کې د یرغل راهسې پرله پسې د روس یو شمېر پوځي کمانډران د خپلو چوکو نه لرې کړل شوی دي.
د برطانيي د استخباراتو د رپورټ ترمخه د روس د پوځی کمانډرانو د خپلو چوکو نه د لرې کولو لړۍ ښاېي چې دوی باندې په مېدان جنګ کې د ناکامۍ تورونه لګول شوی دي. دا په ممکنه توګه یوه هڅه ده چې د روس مشران د تورونو نه لرې وساتي.
د اوکراېن په جنوبي خېرسون کې چارواکو د خالي په ورځ په سيمه کې د چاودنو او ډزو خبرونه ورکړی دي.
په څليريشتو ساعتو کې د اوکراېن ځواکونو د روس د پوځ نه نېولی شوي وسلو سره په خېرسون سيمه کې د ګوله بارود د ډېپو په ګډون په نهه ځایونو بريدونه کړی دي.
د ماسکو د خوا په خېرسون سيمه کې د ټاکلي شوي ناېب ګورنر کېرېل سټريموسوف په ټيلي ګرام وېلی دي چې اوکراېني ځواکونه په خېرسون سيمه کې د بل پړاو د عملياتو د پاره تیارۍ کوي.
د رپورټونو ترمخه د اوکراېن د انرجۍ او د اوبو په نظام د روس بريدونه دوام لري. چې له امله يې د هېواد بجلي ګهرې د محفوظ ساتلو د پاره لوډشېډنګ یا بجلي بنده ساتلی کيږي.
د اېټومي انرجۍ نړیوالۍ ادارې یا اېي ای ايي ای د خالي په ورځ وېلی دي چې د روس د بمبارۍ په وجه هاېي وولټېج لاېنونو ته د نقصان رسېدلو په وجه بجلي ګهر ته بجلي بنده کړل شوی وه خو وس د بهر نه د اوکراېن په زېپوريژیا کې جوهري بجلي ګهر ته بجلي بحال کړل شوی ده.
د اېي ای ايي ای مشر رفېل ماریانو ګروسي یو وارې بیا د جوهری پېښې د مخنیوي د پاره د بجلي ګهر ګېرچاپېره د محفوظ ځایې او د جوهري تحفظ غوښتنه کړی ده. او زیاته کړی يې ده چې دوي سره وخت کم دی او د دې مخکې چې ناوخته شي، دوي ته فوري ګامونه پورته کول پکار دي.
روس په خېرسون کې د امنیت د خرابې وضعې په وجه د جنګ د مېدان نه لږ تر لږه اوویا زره عام خلک ويستلی دي. دا یواځنې سيمه ایزه اهم ښار دی چې روس د فرورۍ راهسې شورو شوي جنګ کې نېولی دی.
د نیویارک ټاېمز ترمخه مقامي خلکو او د اوکراېن چارواکو د روس پلوه مطبوعاتو په حواله وېلی دي چې روسي ځواکونو خپل مرکز اتیا کلوميټره لرې وړلی دی او د سيمې پرښودلو په وخت يې ښار کې لوټ مار کړی او اډانې ته زیان رسولی دی.
د امریکې د ورجینیا ریاست په ارلېنګټن کې په سياېن ای کې د روس د زدکړو د مرکز مشر ماېکل کوفمېن په ټاېمز کې چاپ شوی یو څېړنیزه رپورټ کې وېلی دي چې روسي ځواکونو د ځنیو سيمو نه وتلی دي یا يې د پوځیانو شمېره راکمه کړی ده خو ورسره نور تازه ځواکونه هم ځای پرځای کړی دی.
مقامي خلکو وېلی دي چې په سیمه کې د روس چېک پوسټونه خالي دي، نه د روس ځواکونه ليدل کيږي خو د اوکراېن چارواکي د احتیاط نه کار اخلی او ګڼي چې چرته دا خو د روس چال نه دی.
د خالي په ورځ د ایران خارجه وزیر حسېن امير عبدالله هاېي په وړومبي ځل منلی وه چې ایران روس ته ډرونز ورکړی دي خو زیاته کړې يې وه چې دا ډرونز د روس د خوا په اوکراېن د یرغل وړاندې وکړل شوی وو او شمار يی هم کم وو.
خو په خپله وېنا کې د اوکراېن صدر ولودوماېر د جنګ نه وړاندې روس ته کمه شمېره کې د ډرونز ورکولو د ایران پخلې رد کړی دی. او زیاته کړې یې ده چې دوي هره ورځ لږ تر لږه لسس ډرونز راګزار کړی دي.
امریکې او د امرېکې اېتلافیانو اوکراېن ته د نورو پوځي مرستو اعلان کړی دی.