لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا، جاپان او جنوبي کوریا، د شمالي کوریا د ګواښونو په مقابله کې یو لاس دي - بایډن


واشنګټن - د امریکې صدر جو بایډن او د جاپان او جنوبي کوریا مشرانو، د کمبوډیا په سرښار پنوم پن کې سره ملاقات وکړ او ژمنه یې وکړه چې د شمالي کوریا د بالسټیک میزاییلو او جوهري پروګرامونو د خطرو په وړاندې به یو موټی دریځ ولري.

دغو درېیو مشرانو د جنوب ختیځې ایشیا د ملکونو د ناستې ترڅنګ، جدا ملاقات کړی دی. د کورونا نړېوالې وبا د پیل راهیسي، دا اول ځل دی چې د جنوب ختیځې ایشیا د ملکونو مشران مخامخ جلسه جوړوي.

د امریکا صدر جو بایډن د جاپان او جنوبي کوریا د مشرانو سره د ملاقات وروسته وویل: "دا څو کاله، زمونږ ملکونه د یوې مشترکې فکرمندۍ په وجه چې زمونږ خلکو ته د شمالي کوریا د اېټمي میزایلو نه ورپېښه ده، خپل منځ کې درې اړخیزه همکاري لرو. او شمالي کوریا، اشتعال انګیزې رویې ته دوام ورکوي. دا مشارکت تر پخوا هرکله، اوس ډېر اهم دی."

شمالي کوریا سږکال په دومره شمېره کې میزائیلونه آزمایش کړي چې بل هېڅ کال یې دومره نه و ویشتلي، او سږ کال یې ځیني میزائیلونه د جاپان د سر نه هم واوړېدل.

د جاپان وزیراعظم فومیو کېشیدا د بایډن او جنوبي کوریا د مشر سره ملاقات نه پس وویل: "د شمالي کوریا له اړخه اشتعال انګیزه رویه داسې دوام لري چې تر دې مخکې دومره نه وه. دا چې ممکن په آینده کې داسې نور اشتعال انګیزي هم وشي، نو دې وخت کې د امریکا او جنوبي کوریا سره د جاپان ناسته په ډېره ښه موقع کې کیږي. زه غواړم چې د شمالي کوریا سره د پرېکنده مقابلې دپاره، امریکا او جنوبي کوریا سره همکاري لا زیاته مضبوطه کړم."

د جنوب ختیځې ایشیا ناسته، د جنوب ختیځې ایشیا د ملکونو (آسین) او د هغو د ډائیلاګ شریکانو، اسټرېلیا، چین، هندوستان، جاپان، نیوزي لېنډ، جنوبي کوریا، روس، او امریکا ترمنځ د بحثونو ناسته ده.

د خالي/شنبې په ورځ صدر بایډن امریکا-آسین ناستې ته تقریر وکړ او بیا یې ټینګار وکړ چې امریکا د آسین مرکزیت ته ژمنه ده. د دې تګلارې ترمخه، اصول دا دي چې د لویو طاقتونو د رقابتونو یا سیالیو پرځای، د سیمې لس ملکونه د جنوب ختیځې ایشیا په مسایلو فیصلې وکړي.

د یو بل خبر ترمخه، صدر بایډن پخپل سفر کې د کمبوډیا د آمر مشر، هون سېن سره دوه اړخیز ملاقات هم وکړ. هغه د ۱۹۸۵ کال راهیسي د کمبوډیا واک اختیار په لاس کې لري. بایډن چې کله د آسین مشرانو ته تقریر وکړ، نو د کمبوډیا د مشر هون سېن په اړه یې خبرو کې اشتباه وشوه او ویې ویل "د کولمبیا د وزیراعظم نه مننه کوم..".

بایډن او د کمبودیا آمر وزیراعظم، هون سېن په سرښار پنوم پن کې
بایډن او د کمبودیا آمر وزیراعظم، هون سېن په سرښار پنوم پن کې

فعالانو د صدر بایډن نه غوښتنه کړې ده چې په کمبوډیا کې د آزادیو د کمېدو په وجه دې هون سېن ذمه وار وګرځوي.

وایټ هاوس په یوې خبرپاڼه کې ویلي، بایډن د هون سېن نه وغوښتل چې د ۲۰۲۳ کال د انتخاباتو نه وړاندې، په کمبودیا کې دې مدني او سیاسي ماحول پراخه کړي او هغه فعالان دې هم د قید نه خوشې کړي چې د سیاسي وجوهاتو له امله جېلونو کې اچول شوي دي. په هغو کې تیري سینګ هم شامل دی چې د امریکا او کمبوديا شهریتونه لري. مګر کمبوډیا د چین سره ډېر نږدې تعلقات ساتي او داسې نه ښکاري چې صدر بایډن به په دې اړه څه وکولی شي.

د چین وزیراعظم لی کیچیانګ هم د دې هفتې په سر کې د هون سېن سره وکتل او ورسره ژمنه وکړه چې چین به کمبوډیا ته اووه ویشت ۲۷ میلینه ډالره د ترقیاتي مرستو په مد کې ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG