واشنګټن - پاکستان او ملګري ملتونه د ګل/دوشنبې په ورځ په جینیوا کې یو کنفرنس جوړوي او مقصد یې پاکستان ته نړېوال امداد راغوڼدول دي چې د موسمي بدلون د وجې د تېر کال تباه کنه سېلابونو نقصان ورباندې پوره کړي.
د دې کنفرنس منتظمین وایي چې د څلوېښتو (۴۰) ملکونو پلاوي، په شمول د ځینو ریاستونو مشران، او همدا راز د نړېوالو مالیاتي ادارو او ترقیاتي تنظیمونو استازي به په دې کې ګډون وکړي.
د کنفرنس کوربانه به د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش وي او دوی طمعه لري چې شاوخوا شپاړس اعشاریه درې (۱۶.۳) بلینه ډالره امداد د پاکستان دپاره راټول کړي چې ورباندې د موسمي بدلون د وجې زیانمن شوي بنیادي اډانې بیا جوړې کړی شي.
وزیراعظم شهباز شریف جینیوا ته د تګ نه وړاندې، د اتوار/یکشنبې په ورځ یو بیان کې وویل: "میلینونه پاکستانیان چې د بې مثالې تباهۍ له امله زیانمن شوي دي، د بهتره بیا ودانولو دپاره همدردۍ او یکجهتۍ ته ضرورت لري."
د پاکستان وزیراعظم زیاته کړې ده چې: "مونږ به خپلو ترقیاتي شریکانو او دوست ملکونو ته د مصیبت وروسته بیا بحالۍ، بیا جوړولو او بیا ودانولو د طریقه کار یو وسیع پلان وړاندې کړو. د اهمې بنیادي اډانې بحاله کولو، د خلکو د معیشت او روزګار بیا بحاله کولو، او د اقتصاد بیا په پښو درولو دپاره د پیسو د ضرورت پوره کول ډېر اهم دي."
ملگري ملتونه وایي د ۲۰۲۲ کال سیلابونه، کوم چې د بې مثاله پشکال بارانونو له امله وبهېدل، په لسګونو کلونو کې د پاکستان تر ټولو بدتره مصیبت و چې په نتیجه کې یې د ملک یو په درېیمه برخه ځمکه د اوبو لاندې شوه، دري دېرش میلینه خلک اغېزمن شول، لږ ترلږه ۱۷۰۰ کسان مړه، او اته میلینه کسان د خپلو کورونو نه بېځایه شول.
د دغو سېلابونو د وجې څه باندې دوه میلینه خلک بې کوره شول، فصلونه تباه شول، او اهمې بنیادي اډانې، په شمول د زرګونو کلومټره سړکونه او رېلوې ګانې یا تباه شوي، یا هم په عرضي توګه زیانمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوتېرش په تېر ستمبر میاشت کې د پاکستان دوره وکړه او هغه ملک کې پېښه شوې ویجاړي یې، "موسمي قتل" عام وباله.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د ترقیاتي پروګرام مېشت نماینده کنوټ اوستبي د ګل/دوشنبې ورځې د کنفرنس نه وړاندې ویلي دي چې پاکستان کې دغه راغلې قدرتي المیه، په نړۍ کې د موسم د تېز بدلون د وجې پېښه شوې ده.
د هغو سېلابونو ډېری اوبه اوس بېرته کمې شوي یا ورکې شوي، مګر د دې مصیب نه پس د حالاتو د جاج اخېستو څېړنه چې د نړېوالو په مرسته ترسره شوې ده، اټکل کوي چې په اوږدې مودې کې به د پاکستان د بیاودانولو او بیا جوړولو په چاره کې هغه ملک ته د (۱۶.۳) بلینه ډالرو امداد ضرورت وي.
د پاکستان او د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې څو میلینه ماشومان لا هم د سېلابونو ککړو او اودرېدلو اوبو ته څېرمه ژوند کوي چې له امله یې د دوی ژوند او صحت ته خطره پېښه ده.
د وزیراعظم شهباز شریف حکومت وايي دغه تباه کنه سیلابونه، د وړاندې نه پاکستان ته ورپېښ اقتصادي چلینجونه نور هم سېوا کړي دي. د پاکستان خارجي زرمبادله په تېزۍ سره په کمېدو ده او ورسره، اسلام آباد ته د قرضونو ادائیګي مشکله شوې ده.