واشنګټن (سارا زمان - وي او اې) - د کابل په یوه ډېره غریبه سیمه کې، هر سهار جینکۍ راټولیږي چې پټ سبق ووایي، داسې سبق چې د نړۍ په نورو ملکونو کې یې میلینونه جینکۍ په آزاده توګه په سکولونو کې لولي.
نړېواله ورورولي د نهې/سې شنبې په ورځ د تعلیم عالمي ورځ لمانځي مګر افغانستان یواځېنی ملک دی چې هغه کې جينکۍ د سکولونو او پوهنتونونو نه منعه کړی شوي دي. د ملګرو ملتونو د تعلیم او ثقافت ادارې – یونېسکو – د طالبانو له اړخه په تعلیم او سبق ورکولو باندې دغه پابندي، په بشري وقار باندې یوه حمله بللې او سږ کال د تعلیم عالمي ورځ یې د افغان جېنکو او ښځو په نامه ځانګړې کړې ده.
طالبان چې په اګسټ ۲۰۲۱ کې واک اختیار ته ورسېدل، نو لږ موده پس یې د جېنکو ثانوي سکولونه بند کړل او دې سره په میلینونه جینکۍ د شپږم جماعت نه پورته تعلیم کولو نه محرومه پاته شوې. قریب ۵۰۰ ورځې پس، د نړېوالو مطالبو او ټينګار سره سره، هغه پابندۍ پرخپل ځای پاته دي.
افغانستان کې اوس مهال اکثره د جینکو سرکاري او خصوصي سکولونه اوس تش ولاړ دي، مګر ورځ تر بلې په ځینو ځایونو کې د جینکو خفیه سبق ویل روان دي.
د رڼا "څرک"
د افغانستان په پنځو ښارونو کې د جینکو د پټ یا خفیه سبق ویلو اته (۸) نېټورکونه سته چې کابل کې د جېنکو خفیه سکول هم د همدې نېټ ورکونو برخه ده. یو افغاني تنظیم چې "څرک" نومیږي، د دې خفیه سکول ملاتړ کوي.
د تنظیم یوه باني، پرستو چې د امنیتي ملحوظاتو له امله یې ونه غوښتل تخلص یې هم یاد کړی شي، وي او اې سره خبرو کې وویل چې په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې نه وروسته، استاذانو هغې سره ټلیفوني رابطې نیول پیل کړل او د خفیه سکولونو د جوړېدو دپاره یې ورنه مدد وغوښت.
پرستو چې د پخواني صدر اشرف غني په حکومت کې یې د تعلیم په برخه کې کار کړی و او تجربه یې درلوده، سمدستي یې فعالیت شروع کړ. هغه وایي چې د خفیه سکولونو انتظام دومره سخته خبره نده، ځکه "پخپله ښځې او ماشومان مونږ ته راځي او د مرستې خواست کوي."
پرستو د خپلو رابطو نه په ګټې اخېستو، د هغو استاذانو او جېنکو دپاره چې د تعلیم دپاره یې هر ډول خطره منلې وه، په کورونو، تهخانو، او د خوب کېمرو کې یې د سبق ټولګي جوړ کړل.
د ریاضي یوه پخوانۍ استاذه راحله چې هغې هم د امنیتي دلایلو له کبله وغوښتل تخلص یې یاد نشي، په دې خفیه سکول کې یوه رضاکاره استاذه ده.
هغه وایي کله چې طالبانو د جېنکو سکولونه بند کړل، نو هغې ته د ژورخفګان ذهني بیماري پیدا شوه، مګر وروسته ګاونډیو جېنکو د هغې نه د ریاضي په سبقونو کې مدد وغوښت. راحله وایي: "زه په دې پوهه شوم چې زه او طالب العلمانې یو بل ته ضرورت لرو. مونږ دواړو یو بل ته امیدواري ورکوله."
د طالب العلمانو شمېر په زیاتېدو شو او دې سره د راحلې په کور کې د سبق ویلو دپاره ځای تنګ شو.
دې وخت کې هغې پرستو وپېژندله، چې پرستو بیا د کابل په یو کور کې راحلې ته د سبق ورکولو دپاره یوه لویه کېمره په کرایه ونیوله. دلته د راحلې نه علاوه، دوه نورې استاذانې هم په ریاضي، انګریزي، او ساینس مضامینو کې قریب سل (۱۰۰) جېنکو ته د ورځې درې ساعته سبق ورکوي.
اتلس (۱۸) کلنه کامله، د راحلې یوه شاګرده ده. د هغې کیمیا او انګریزي خوښیږي، او دا یې ارمان دی چې یو وخت قانون پوهه وکیله شي. که چېرته طالبانو په سکولونو پابندي نه وه لګولې، نو هغې به هائي سکول ختم کړی و. مګر کامله اوس خپل د مخکیني جماعت سبقونه بیا تکراروي چې د تعلیم په سلسله کې یې ځنډ رانشي.
هغه وایي: "زه د دې دپاره سبق وایم چې زما آینده روښانه او منظمه شي. زه به د خپلې مور په شان بېسواده پاته نشم."
په دې خفیه سکولونو کې قریب دوه نیم سوه (۲۵۰) هغه ښځې هم درس او سبق وايي کوم چې د طالبانو په اول حکومت (د ۱۹۹۰ کلونو) کې د تعلیم نه محرومه پاته شوې وې.
په دې خفیه سکولونو کې تعلیم مفت دی، ځکه اکثره کورنۍ د فیس ورکولو وس یا صلاحیت نلري. د څرک تنظیم غړي او ملاتړ کوونکي هم د دې سکولونو کرایې ورکوي، او هم د طالب العلمانو دپاره د سبق ویلو سپلائي لکه کتابچې او قلمونه هم ورته اخلي.
د طالبانو دريځ
په افغانستان باندې واکمن طالبان دا دعوه کوي چې تعلیمي مواد او ماحول د ملک د ثقافتي اقدارو او اسلامي قوانینو سره اړخ نه لګوي. طالبانو باندې عالمي ادارو او ملکونو په څو څو ځله غږ کړی چې د جېنکو تعلیم ته دې بېرته اجازت ورکړي، مګر طالبانو دې مطالبو ته غوږ ندی نیولی.
د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې، طالبانو د جینکو په تعلیم باندې پابندي، پوهنتونونو ته هم وغځوله او په یونیورسټیو کې یې د جېنکو تعلیم بند کړ.
د طالبانو په حکومت کې د لوړو زده کړو (هائیرایجوکېشن) وزیر ندا محمد ندیم یوې ډلې خلکو ته په وینا کې ویلي چې که نړۍ ورباندې هرڅومره پابندۍ ولګوي او آن که اېټمي بم هم ورباندې استعمال کړي، خو طالبان به مذهبي قوانین تطبیق کوي.
په تېرو اوولسو (۱۷) میاشتو کې چې طالبانو واک اختیار ترلاسه کړی، د نړۍ هېڅ ریاست د هغو حکومت ندی تسلیم کړی، او لوی دلیل یې په ښځو او جېنکو باندې د طالبانو سخت محدودیتونه دي.
مایوسي او مبارزه
راحله وایي چې ښځې او جېنکۍ، د ګرفتارۍ او حتی د مرګ د خطرو په قبلولو سره خفیه سکولونه پر مخ وړي، ځکه د هغې په وینا، "زمونږ تر ټولو ستر خوف دا و چې زمونږ روح او جذبات مړه شي."
هغو کورونو کې چې خفیه سکولونه پکې چلیږي، کله کله طالبان یې په اړه چې شکمن شي او د کورونو د مالکانو نه پوښتنې کوي، هغوی ورته بهانې جوړوي او طالبان له هغه ځایه لېرې کوي.
د دې دپاره چې د طالبانو شک رانشي، نو جېنکو ته ویل کیږي چې ډله ډله دې تګ راتګ نه کوي، جوړه جوړه دې ځي او راځي، او کتابونه دې هم د ځانه سره نه لېږدوي.
کامله وایي: "مونږ خپل کتابونه په کورونو کې پرېږدو او خپلې کتابچې په جماعتونو کې پرېږدو. که چېرته هوم ورک ولرو، نو هغه په یو کاغذ لیکو، او د یو قلم سره یې پخپل جوب کې ږدو."
که څه هم افغانستان کې د جینکو د خفیه سکولونو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، خو دا معلومه نده چې د کامله غوندې جینکۍ به د هائي سکول ډګري څنګه واخلي او د تعلیم آینده به یې څنګه شي.
د څرک تنظیم یوې مشرې – پرستو – وویل چې افغانستان کې یو وخت جینکو دا خوبونه لیدل چې دوی به ډاکټرانې شي، ساینس پوهانې به شي، یا اینجنیرانې به شي، مګر اوس د هائي سکول ډیپلوما اخېستل هم ورته ګرانه ده. پرستو زیاتوي: "وګورۍ چې زمونږ خوبونه او ارمانونه څنګه زمونږ په زړونو او مازغو کې ووژل شول."