لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند او اسټرېلیا په خپلو کې د امنیتي او اقتصادي تعلقاتو مظبوطه کول غواړي


واشنګټن - د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزې د هندوستان په دوره تللی او توقع دا ده چې په دې سفر کې به د دوو ملکونو ترمنځ تعلقات مضبوطه کړی شي، ځکه د هند او اسټرېلیا ترمنځ جیوپولېټیک او تجارتي مفادات دوی هڅوي چې خپله ملګرتیا پیاوړې کړي.

څېړونکي وايي چې تر دا څو کاله وړاندې هم د کانبېرا او نوې ډیلي تعلقات د بې حسۍ ښکار پاته شوي و، مګر اوس چې په انډوپسفیک خطه کې د چین جارحانه رویه باندې دواړو ته فکرمندۍ پیدا شوي دي، اوس یې ترمنځه تعلقات په ډېرې تیزۍ سره د مضبوطه کېدو په حال کې دي.

د جڼدال په نوم د نړېوالو چارو د پوهنتون مشر سري رام چاولیا وایي: "د کرونا عالمي وبا راهیسي، اسټرېلیا په فیصله کن طور د چین نه ځان لېرې کړی، خو مخکې تر دې هغوی به په زیاترو مسئلو باندې د چین په چلېنج کولو زړه نه ښه کولو. اوس هند او اسټرېلیا دواړه یو واضحه اسټراټیجیکه نقطه نظر لري، او هغه د چین سره انسداد توازن دی. دا هماهنګي یو لامل دی چې دغه دوه ملکونه سره نږدې کوي."

د رسمي مذاکراتو نه یوه ورځ وړاندې، د زیارت/پنجشنبې په ورځ، د اسټرېلیا او هند وزیراعظمانو په احمدآباد ښار کې د دوو ملکونو د ټیمونو ترمنځ د کرکټ لوبه ننداره کړله او په دې طریقې، یو څه کرکټ ډیپلوماسي یې هم مخ ته یووړه. د لوبې لیدو ته زرګونه خلک راغلي و.

د اسټرېلیا او هند د ټیمونو ترمنځ د کرکټ لوبې د شورو کېدو نه وړاندې، دواړه وزیراعظمانو ننداره چیانو ته لاسونه وخوځول
د اسټرېلیا او هند د ټیمونو ترمنځ د کرکټ لوبې د شورو کېدو نه وړاندې، دواړه وزیراعظمانو ننداره چیانو ته لاسونه وخوځول

د اسټرېلیا وزیراعظم انټني البنیزې هندوستان ته د رسېدو نه پس، پخپل ټویټر کې ولیکل: "د هند احمدآباد ښار ته د راتګ یو عالیشانه هرکلی. د اسټرېلیا-هند تعلقاتو دپاره د یو اهم سفر آغاز."

ټاکل شوې ده چې ښاغلی البنیزې د ممبئی دوره هم وکړي، چېرته چې هغه به د یو ړومبي بهرني لیډر په توګه، د هند پخپل لاس جوړ شوي طیاره بردار جهاز – آی اېن اېس وېکرانټ – ته ولاړ شي. هندوستان خپل دغه طیاره بردار جهاز په تېر ډسمبر میاشت کې اوبو ته واچولو او په دې جهاز سره به د هند د سمندري ځواک صلاحیتونه لوړ شي.

د اسټرېلیا او هند اسټراټیجیک شراکت د ۲۰۲۰ کال راهیسي په پیاوړي کېدو دی. هغه وخت هند د اسټرېلیا سره د نږدې اسټراټیجیکو تعلقاتو د جوړولو په سر خپل زړه نازړه توب یوې خوا ته پرېښود او هغه ملک ته یې بلنه ورکړه چې د مالابار په نوم د سمندري ځواکونو په کلني مشقونو کې دې برخه واخلي. دا مشقونه هند د امریکا او جاپان سره یوځای ترسره کوي. په تېر ډسمبر میاشت کې، د هند او اسټرېلیا پوځونو هم په هند کې دننه خپل ړومبي مشترک مشقونه ترسره کړل.

د دې نه علاوه، هند او اسټرېلیا دواړه د کواډ ډلې غړي هم دي، کوم کې چې امریکا او جاپان هم شامل دي او غواړي د انډوپسفیک خطه کې د چین د جارحانه رویې مقابله وکړي.

ښاغلی انټني البنیزې به د جمعې په ورځ نوې ډیلي کې د ښاغلي نرېندرا مودي سره خبرو ته کیني. تېر کال اسټرېلیا او هند فیصله وکړه چې هر کال به دواړه ملکونه خپل منځ کې غونډې جوړوي، او دا به د هغو قسمونو غونډو، اولنۍ ناسته وي.

د البنیزې سره هندوستان ته په سفر کې د هغه د کابینې څو تنه وزیران او ګڼ شمېر سرمایه کاران هم شامل دي، ځکه د تجارتي اړیکو پراخه کول هم د اېجنډا اهمه برخه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG