لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وایي 22 زره کسان چې په مظاهرو کې نیول شوي و، د خامنه اي لخوا وبخښل شول


ایران کې تېرو څو میاشتو کې پراخې حکومت ضد مظاهرې وشوې
ایران کې تېرو څو میاشتو کې پراخې حکومت ضد مظاهرې وشوې

واشنګټن - ایران د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغه ملک ستر مشر آیت الله علي خامنه اي هغه څه باندې دوه ویشت زره کسان بخښلي دي کوم چې په وروستیو حکومت ضد مظاهرو کې ګرفتاره کړی شوي و. سمدستي کومې آزادې سرچینې د دې زرګونو کسانو د خلاصون خبر ندی تصدیق کړی.

د ایران د عدالتي نظام مشر غلام حسین محسني اژه اي د دوه ویشت زرو کسانو د بخښلو په اړه بیان جاري کړی او دا اول ځل دی چې ایران کې د حکومت ضد مظاهرو وروسته د مظاهره چیانو د پراخو ګرفتاریو داسې اندازه، په حکومتي بیان کې راښکاره کیږي. دا مظاهرې تېر کال پس د هغې پیل شوې چې د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه پیغله د بدحجابۍ په الزام ګرفتاره او بیا د پولیسو په قید کې مړه شوه.

د بیان نه دا هم څرګندیږي چې د ایران مذهبي واکمنان اوس کافي د امن احساس کوي چې د هغه وخت د ناامنۍ او ګرفتاریو اندازه ښکاره کوي. تېرې مظاهرې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب نه پس، د ایران حکومت ته یو تر ټولو سنجیده او اهم چلېنج و.

مګر د ایران په اولس کې اوس هم قهر و غوصه په ځای پاته ده، ځکه د ملک کرنسي (ریال) ډېر ارزښت بایللی، اقتصاد په بد حالت کې دی، او د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې نه پس د نړېوالو طاقتونو سره د ایران تعلقات هم د بې یقینۍ ښکار پاته شوي دي.

د ایران سرکاري ټي وي – اېرنا – د ګل/دوشنبې په ورځ د غلام حسین اژه اي بیان خپور کړ چې په کې د دوه وېشت زرو کسانو د بخښل کېدو خبره یې کړې وه. تر دې وړاندې د ایران سرکاري مېډیا ویلي و چې د ملک ستر مشر آیت الله علي خامنه اي ممکن ګڼ شمېر کسان چې مظاهرو کې ګرفتاره کړی شوي و، د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره وبخښي. روژه په آینده هفته کې پیل کیږي.

اژه اي پخپل بیان کې وویل چې ټولټال څه باندې دوه اتیا زره (۸۲،۶۵۶) بندیوانان او هغه کسان چې ورباندې الزامونه لګېدلي و، عفوه شوي دي. هغه زیاته کړه، د دوی په منځ کې څه باندې دوه ویشت زره (۲۲۰۰۰) یې هغه کسان و چې په مظاهرو کې نیول شوي و. د اژه اي وینا وه چې په عفوه شوي کسانو کې داسې خلک نشته چې غلا یې کړې وي او یا په تشددآمیزه جرمونو کې شامل وي. د ایران د عدالتي نظام د مشر دې خبرو نه معلومیږي چې په مظاهرو کې د ګرفتاره کړی شوو کسانو حقیقي شمیر تر دې هم لوړ دی.

په فرورۍ کې ایران دا ومنله چې په مظاهرو کې یې "لسهاوو زره" کسان ګرفتاره کړي دي. د اژه اي د ګل/دوشنبې ورځې بیان څرګنده کړه چې د نیول شوو کسانو شمېر د هغه څه نه چې د بشري حقونو فعالانو مخکې اندازه لګولې وه، تر هغه هم زیات دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG