واشنګټن - وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغې پېش کړی شوې قانوني مسودې ملاتړ وکړ کوم چې امریکا کې د ټیک ټاک اېپلېکیشن سمدستي پابندي غواړي. اوس مهال شاوخوا سل (۱۰۰) میلینه امریکاییان ټیک ټاک استعمالوي، خو حکومت سره دا فکرمندۍ شته چې دې سره د دغو امریکاییانو د ذاتي ډېټا خوندیتوب په خطره کې لویږي. داسې ښکاري چې په امریکا کې د ټیک ټاک عمر په ختمېدو دی.
د وایټ هاوس ترجمانې کارین ژان-پیر وویل: "آخري خبره دا ده چې کله زمونږ قامي سلامتیا ته د ممکنه خطراتو مسئله مخې ته شي، کله چې د امریکاییانو د تحفظ خبره مخې ته راشي، کله چې د پرائیوسي/محرمیت خبره شي، نو مونږ خپل آواز اوچتوو، او مونږ به په دې باب ډېر واضحه وغږېږو، او صدر هم په تېرو دوو کلونو کې واضحه خبرې کړي دي."
ميرمن کارېن د رېپبلېکنانو او ډېموکراټانو، دواړو څخه وغوښتل چې پېش کړی شوې مسودې ته رایه ورکړي. هغې وویل: "نو مونږ د کانګرس نه د عمل غوښتنه کوو، د کانګرس نه غواړو چې د دغه دوه ګوندیزه قانون (مسوده) – ریسټرېکټ اېکټ – پاس کړي."
کله چې د هغې نه وپوښتل شول چې آیا د انتظامیې سره داسې مظبوط شواهد شته چې ګني ټېک ټاک د خلکو ډېټا غلطه استعمال کړې وي، نو مېرمن کارېن یوې جاري مطالعې ته اشاره وکړه چې په امریکا کې د خارجي سرمایه کارۍ کمیټه (سي اېف آئي یو اېس) یې مخې ته وړي، او ویې ویل چې وایټ هاوس نه غواړي د هغه کمیټې د کاري پروسې نه پېشقدمه شي.
سي اېف آئي یو اېس د امریکا د مختلفو ادارو نه جوړ یو پېنل دی چې د خارجي سرمایه کارۍ او د قامي سلامتیا د فکرمندیو په اړه ځانګړي لېن دېنونه څاري.
بل اړخ ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ برطانیې پخپلو حکومتي سامان آلاتو باندې د ټیک ټاک په استعمال بندیز ولګولو. تر دې وړاندې امریکا، یورپي اتحاد، کېنېډا، او هندوستان همداسې اقدام کړی و. په امریکا کې ځینو نورو ادارو، لکه پوهنتونونو هم پخپلو نېټورکونو کې د ټیک ټاک اېپ منعه ګرځولی دی.
د تېرې هفتې په سر کې د ټیک ټاک مشرتابه د امریکا رسنیو ته وویل، د بایډن انتظامیې مطالبه کړې چې د ټیک ټاک چینایي سرمایه کاران دې امریکا کې د دې پلېټفارم نه خپلې ونډې وباسي یا به د پابندۍ سره مخ شي. څه موده وړاندې د امریکا حکومت ویلي و چې که ټیک ټاک په امریکا کې فعاله پاته کیږي، نو په کار ده چې د امریکا د برخې سرمایه کاران یې پخپله امریکاییان وي.
د یو تازه خبر ترمخه، نیو زي لېنډ هم اعلان کړی چې په ټولو هغو آلاتو باندې کوم چې د هغه ملک د پارلېمان نېټورک سره رابطه کې دي، د ټیک ټاک اېپ به بند کړی شي. نیوزي لېنډ د دې ګام وجه، سایبرسېکوریټي یا انټرنېټي تحفظ ښودلی دی.