لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوش : دپاکستان د خپلواکۍ احترام به کوو


د امریکا جمهوررئیس بوش د پاکستان جمهورئیس اصف علي زرداري سره په نیویارک کې لیدل کتل کړي دي.
ښاغلي بوش پاکستان د امریکا یو نزدې او مهم ملگرې بللی دی.
نوموړی وویل امریکا غواړي د پاکستان سره د دغه هیواد خلکو ته امنیت او څوکالی ورکولو کې مرسته وکړي.
جمهوررئیس بوش زیاته کړه ښاغلي زرداري د پاکستان دخپل واکی په اړه ډیرې قوي خبرې وکړی.
نوموړي د خالي په ورځ اسلام اباد کې شوي په بمي برید د پاکستان جمهوررئیس سره د خفگان څرگندونه وکړه. ښاغلي زرداری د امریکا جمهوررئیس بوش ته پاکستان کې د جمهوریت په لړ کې د په مرستو نه مننه وکړه . نوموړي د خپل هیواد نه ترهگرۍ له پاکولو ژمنه هم وکړه.
یو ځانمرگي برید کونکی د پاکستان پایه تخت اسلام اباد کې د خالي په ورځ ٦٠ کسان وژلي وؤ. دپاکستان نوي جمهوررئیس اصف زرداري چې د وژل شوي پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو خاوند دی ویلي هیواد به یې خپلې ستونزې ختمولو هڅې کوي.
ددې وړاندې امريکايي تيليويزيون سره مرکه کې جمهوررئيس زرداري وويل داسلام اباد ځانمرگي بريد په پاکستان کې دجمهوريت لپاره چيلنج دى اؤ حکومت دترهه گرۍ دمقابلې لپاره اوچت مورال لري.
دهيواد دپولو څخه دامريکايي الوتکو لخوا دکيدونکيو سرغړونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې اصف علي زرداري وويل امريکايي پوځ دپاکستان دخوښې څخه بغير اؤ دملگرو ملتونودتړون څخه په سرغړونې کولو دپاکستان پولو ته راتير شوى ؤ اؤ اوس دپاکستان پوځ ته دسرحدونو د خوندي کولو وينا شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG