لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن پوسټ : پاکستان اؤ امريکا دجاسوسي الوتکو دبريدونو پټ تړون کړى دى


واشنگټن پوسټ : پاکستان اؤ امريکا دجاسوسي الوتکو دبريدونو پټ تړون کړى دى
امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ ادعا کړې ده چې دجاسوسي الوتکو له لارې دکيدونکو بريدونو په هکله دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ پټه لوظنامه شوې ده.
ورځپاڼه وايي ددغه تړون دلاندې به امريکا ته دبريدونو داجازې ورکولو ترڅنگ پاکستان دبريدونو په ضد احتجاجونه کوي ، خو واشنگټن به په دغه احتجاجونو غوږنۀ گروي.
ورځپاڼې ددواړو هيوادونو دلوړپوړو چارواکو له خلې پخپل راپور کې ليکلي دنۀ پوښتلواؤ نۀ وئيلو ددغه تگلارې لاندې اوسطاً په هر پينځوؤ ورځو کې امريکايي جاسوسي الوتکو دپاکستان په خاوره کې دميزائيلو يو بريد کړى دى.
دراپور له مخې دغه تړون دامريکا دځانگړو ځواکونو لخوا دځمکنو بريدونو دځنډولو په مهال شوى ؤ.
دواشنگټن پوسټ ترمخه دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري په يوه مرکه کې ويلي وؤ دهغه حکومت دجاسوسي الوتکو له خوا دکيدونکو بريدونو په سختو ټکو کې غندنه کوي.
راپور وايي ديو لوړپوړي پاکستاني چارواکي وينا ده دامريکا اؤ پاکستان ترمينځه دبريدونو په هکله ترسره شوى تړون په موجوده وضعيت کې مناسبه مينځومانه لار ده.
دچارواکي له مخې پخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دامريکا تش په خلۀ خدمت کړى دى ، ځکه هغه ته زړۀ پورې مرسته نۀ ورکړل کيده.
ورځپاڼې دچارواکو له خلې ليکلي دي دپاکستان موجوده حکومت په عمل کې ځينې کارونه کړي دي ، ولې دهغې شاباشى نۀ اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG