لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ :مالم جبه تندلارو څخه پاکه کړل شوې ده


دپاکستان پوځ وايي په سوات کې دتندلارو سره له سختې جگړې څخه وروستو دهغوي ستره ځاله مالم جبه له دغو تندلارو څخه پاکه کړل شوې ده.
مالم جبه سيمه به تندلارو دخپل روزنيز مرکز په توگه کاروله.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگه يا ايي ايس پي ار وايي په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې يې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې څلور تندلاري وژلي دي.
پوځ ادعا کوي چې ٨ تندلاري يې ژوندي هم نيولي اؤ وسله والو جنگيالو سره په نښته کې ٦ عسکر ژوبل شوي دي.
له کانجو څخه عمليات پيل شوي ترڅو کبل سيمه له طالبانو څخه پاکه کړل شي، په دغه سيمه کې تندلاري د تربيې اسانتياوې لري اؤ دمينگورې څخه په تيښته جنگيالي هم دغلته راټوليږي.
دتندلارو دوه مهمې ځالې علي گرامه اؤ گل جبه هم امنيتي ځواکونو پاکې کړي دي.
پوځ په دغو سيمو کې دتندلارو لخوا دسخت مقاومت سره مخ دى.
فضاء گټ څخه وټاکۍ پورې سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته کې دوه جنگيالي وژل شوي اؤ شپږ عسکر ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې امنيتي ځواکونو په پيوچار سيه کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي دي چې پکې دوه تندلاري تندلاري ووژل شول اؤ ٥ نور ژوندي نيول شوي دي.
اخوا دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دبرټانوي خبري شبکې سره په مرکه کې هيله څرگنده کړې ده چې دسوات سرښار مينگوره به د٧ؤ ورځو څخه نيولې تر ١٠ؤ ورځو دتندلارو څخه پاکه کړي.
ښاغلي عباس ادعا کړې ده چې پوځي عمليات پرمخ روان دي او پوځ په دغه عملياتو کې مهمې لاس ته راوړنې کړي دي.
پاکستاني پوځ په سوات کې دعملياتو پيل کيدو سره سم په سيمه کې دپوځي پرمختگونو اؤ دتندلارو دوژل کيدو يا هم دسيمې څخه دتښتيدلو ادعاوې کوي خو دسيمې څخه ازادې سرچينې دغه ادعاوې نۀ تصديقوي او وايي اوس هم دمينگورې په گډون دسوات په زياتره برخو عملاً طالبان قابض دي.


Keywords: Paksitan, army, militants, swat, isrps, taliban

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG