لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ : عملیاتو کې یي نور اووه جنگيالي وژلي دي


د پاکستان دصوبه سرحد ايالت په ملاکنډ سيمه کې دتندلارو په ضد روانو پوځي عملياتو کې پوځ دنورو ٧ؤ جنگيالو دوژلو او د١٦ؤ دنيولو ادعا کړې ده.
دپاکستان دپوځ لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي ملاکنډ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې ٥ عسکر هم ژوبل شوي دي.
پوځ وايي دصوبه سرحد دسوات په لنگر او خوازه خيله سيمو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې ١ جنگيالى وژل شوى او ٦ نور ژوندي نيول شوي دي.
دپوځ له مخې ددغو سيمو څخه يې ١٥ مشين گنونه،١ ټوپک او لاسي بمونه هم لاسته راوړي دي.
دپوځ دبيان له مخې داخون کلي او ډډهران ترمينځ په غځيدلې لويه لوره يې امنيتي پوسته جوړه کړې ده.
همدغه راز جنگيالو په ډکورک ، اله اباد روډ دامنيتي ځواکونو په گاډي ډزې وکړې چې له امله يې ٥ عسکر ژوبل شول.
پوځ وايي امنيتي ځواکونو دپيوچار،خرکۍ، خرکرۍ او بيها شاوخوا سيمې له تندلارو څخه په بشپړ ډول پاکې کړي دي دچپريال جنوب لوري ته په بيها سيمه کې دامنيتي ځواکونو او وسله والو جنگيالو ترمينځ خونړۍ نښته شوې ده.
دپوځ وينا ده په بيها کې يې دتندلارو دروزنيزو مرکزونو څخه يو شمير بهرنۍ پيسې هم لاس ته راوړي دي
دافغانستان پولې ته دنزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان دوضعيت په هکله دپوځ وينا ده ترهه گرو دتنايي څخه سروکۍ ته غځيدلې لويه لاره تر دې مهاله تړلې او ددغه روډ دپرانستلو لپاره دامنيتي ځواکونو عمليات تر دې مهاله دوام لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG