لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : عملياتو کې 15 جنگيالي وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد دپاکستاني پوځيانو عمليات دوام لري او په تازه نښتو کې نور 15 جنگيالي او درې امنیتي عسکر وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دجنوبي وزيرستان په لدها، مکين او پيوست سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځائيونو دامنيتي ځواکونه لخوا دگوله بارۍ لړۍ روانه ده.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو په کوټکۍ سيمه کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود او دځانمرگي بريد کوونکو دډلې دمشر قاري حسين کورونه ړنگ کړي دي او دغلته اوس هم سخته نښته روانه ده.
په کوټکۍ سيمه کې پوځ دپرمختگ په حال کې دى او ويل کيږي يو شمير سيمې يې دطالبانو څخه پاکې کړي دي.
سرچينې وايي په سراروغا سيمه کې ٦ غيرملکي او په مکين او لدها کې ٧ ځايې جنگيالي وژل شوي دي.
په سيمه کې دپاکستان ځمکنى پوځ پرله پسې مخ په وړاندې روان دى او يو شمير سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي خو په په يو شمير سيمو کې پوځ دتندلارو لخوا دسخت مقاومت سره هم مخ دى.
اخوا په شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٣ جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وايي وسله والو جنگيالو درزمک په امنيتي پوسته بريد وکړو خو پوځ ته يې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اړولې.
له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو تندلارو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او ٣ جنگيالي يې ووژل.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دتيرو ٥ؤ ورځو راهسې روانو عملياتو کې تر ١٠٠ؤ زيات جنگيالي وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG