لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيرستان او مومندو په عملياتو کې ٥٣ طالبان وژل شوي


د پاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې طالبانو پر ضد پوځي عمليات دوام لري اؤ پوځ ادعا کړې ده چې ديوشواروزپه عملياتو کې يې نور ٤٢ ترهگر وژلي.
دنهې په ورځ دپوځ لخوا مطبوعاتو ته دورکړل شوي يو بيان له مخې امنيتي ځواکونو زيري وام کلى دتندلارو څخه پاک کړى دى او په پاکو کړل شوؤ سيمو کې دلټونې او پاکونې عمليات دوام لري
. پوځ وايي دغلته دنښتو په مهال ٥ تندلاري او يو عسکر وژل شوي دي.
پوځ وايي نوازکوټ سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده او دغلته پرمخ مهمې سيمې تر خپل واک لاندې راولي.
پوځ ادعا کوي چې په نوازکوټ کې يې دمليشه ځواکونو دپخوانۍ پوستې کنټرول بيا ترلاسه کړى دى او دسيمې څخه يې په لويې مقدار کې وسله لاسته راوړې ده.
دپوځ وينا ده په منزه سروپکاليتسر،لغرنيرايي، زري سير،چينه او مکين سيمو کې دوسله والو جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي دي.
دپوځ له مخې ترهه گرو په رزمک کيمپ دوه راکټونه داغلي چې پکې ٢ عسکر ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته ويلي دي په رزمک کې په پوځيانولخوادترسره شوي بريدڅخه وروستوپوځيانودتندلاروپه ضد په پراخه کچ عمليات کړي دي چې په کې ١١تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دامهال امنيتي ځواکونه دجنوبي وزيرستان په کاني گرم، لدها او مکين سيمو کې دتندلارو په ضد ځمکني عمليات ترسره کوي او دهغوي په ضد دگن شپ هيلي کاپټرو له لارې گوله باري هم کيږي.
اخوادافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه مهمندايجنسۍ کې دبيدمنۍ په امنيتي پوسته د٣٠ؤ څخه زياتوطالبانوبريدترسره کړى چې ورکې دوه عسکروژل شوي دي.
له دې وروسته امنيتي ځواکونو ددغو جنگيالو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او ١١ تندلاري يې ووژل او درې يې نور ژوندي ونيول.
دمهمندايجنسۍپه لکړو سيمه کې هم تندلارو دامنيتي ځواکونو په يو گاډي بمي بريد کړى دى چې پکې ٣ عسکر ژوبل شوي دي

keywords: operation, waziristan, taliban, paksitan, military, alqaida

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG