افغان صدر محمد اشرف غني له افغانستان نه د وتلو وروسته، په اول ځل پخپل فېسبوک پاڼې یو لیکلی پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې که په وطن کې پاتی وای «هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده.»
ښاغلي غني زیاته کړې د دې دپاره چې د «وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي،» دا یې غوره ګڼلې چې له وطنه بهر ووځي.
غني د استعفآ کولو یادونه نده کړې، مګر ویلي یې دي چې طالبانو «د تورې او ټوپک» قضاوت گټلی، خو د «زړونو مشروعیت» یې ندی ګټلی. هغه زیاته کړې: «هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نده ورکړی او نه یې ورکوي.»
د ښاغلي غني په وینا، طالبان اوس د خلکو د ناموس، مال، او ځان د ساتلو ذمه وار دي.
اشرف غني ډېر نورې خبرې به په آینده کې وکړي. هغه دا ندي ویلي چې اوس مهال چېرته او په کوم ملک دی.
مخکې تر دې ویل شوي و چې صدر محمد اشرف غني، د خپل نایب، د قامي سلامتیا سلاکار، او نورو نږدې همکارانو سره د اتوار/یکشنبې په ورځ له هېواده په طیاره کې بهر تللی دی.
د ښاغلي غني د لومړي مرستیال، امرالله صالح د ځایځایګي په اړه څه معلومات نشته.
صالح په خپل یو وروستي ټویټ کې وویل چې هغه به طالبانو ته سرټیټ نه کړي او ورسره به یوځای نشي. صالح دا نده واضحه کړې چې اوس چېرته دی. ځیني شنونکي وایي چې هغه پنجشیر ته تللی دی.
بل اړخ ته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر یو ویډیویي پیغام خپور کړی او هغه کې یې د طالبانو د کامیابۍ مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، د طالبانو سره هم دا تصور نه و چې دومره ژر دې کامیابي ترلاسه کړي.
ملا برادر وویل، خلکو ته یقین ورکول غواړي چې طالبان به دوی ته امن ژوند برابر کړي.
د افغانستان دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي هم یو ټویټ خپور کړی او د دې ترڅنګ چې اشرف غني ته یې سپکې ویلي، دعوه یې کړې چې "زمونږ لاسونه ترشا راوتړل او وطن یې خرڅ کړ."
د اتوار/یکشنبې په ورځ چې د طالبانو د چټکو پرمختګونو په وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو وروستۍ مورچې هم تشې شولې، د طالبانو په وړاندې د سرښار کابل دروازې پرانېستې پاته شوې.
که څه هم طالبانو دعوه کړې ده چې د دوی جنګیالیو د کابل ښار ځیني سیمې لاندې کړي دي، خو یو امریکایي چارواکي وي او اې ته ویلي چې د امریکا سفارت ودانۍ، او د حامد کرزي انټرنېشنل ائیرپورټ لا هم خوندي پاته دي.
دغه چارواکي د خپل نوم پټ ساتلو په شرط، وي او اې ته وویل: "زمونږ ځواکونه کابل ته د جهازونو پروازو ته دوام ورکوي او د حامدکرزي ائیرپورټ او سفارت یې په کلکه ولقه کې دي."
د نېټو یو چارواکي وي او اې ته وویل: "مونږ مرسته کوو چې د کابل ائیرپورټ فعال پاته شي او افغانستان د نړۍ سره په رابطه کې وساتو."
بل اړخ ته امریکايي چارواکي وايي طالبانو د بګرام د پوځي مرکز زندان هم مات کړی چې شاوخوا ۵۰۰۰ بندیان په کې وو او ازاد شوي دي. وايي دې بندیانو کې د طالبانو، القاعده او داعش لوړ پوړي غړي وو.
طالبانو د کابل ښار په اوسېدونکو غږ کړی چې تر څو امن او استحکام راځي، نن شپه دې پخپلو کورونو کې پاته شي او بهر دې نه راوځي.
پخواني صدر حامد کرزي اعلان کړی چې د سولې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره یې یوه شورا جوړه کړې چې حالات قابو کړي او واک اختیار طالبانو ته وسپارل شي.
ښاغلي کرزي په دې اړه چې صدر غني اوس چېرته دی، بې خبري ښودلې ده.