لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کونړ کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته شوې


د افغانستان ختیځ ولایت، کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په نوا پاس سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

د کونړ یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوې ته ویلي، دا جګړه نن د گل/دوشنبې ورځې د ماسپښین په یوه بجه پیله شوه او د مازدیګر تر څلورو بجو یې دوام درلود.

خبري سرچینې ویلي دواړو د یو بل پر امنیتي پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي او مرګ ژوبله هم د دواړو خواوو امنیتي کسانو ته اووښتې ده.

د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار هم وايي، دا نښته نن د تیارې په خوریدو سره پای ته رسیدلې ده.

نوموړي له ډيوې سره په خبرو کې وویل، د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په نتیجه کې دوه تنه افغان سرحدي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.

جمال الدین سیار زیاته کړه: "پاکستاني پوځیانو د افغان سرحدي ځواکونو پر امنیتي پوستو انداختونه کړي او جنگ یې پیل کړ، خو افغان سرحدي قواوو یې ځواب ورکړ او د نښتې په نتیجه کې، دوه تنه افغان سرحدي سرتیري سرسري ټپیان شول او له ۴ بجو وروسته جګړه بېرته ودرېده."

د ولایتي شورا غړي جمال الدین سیار همدا شان وویل چې د پاکستاني پوځ لخوا یو شمیر ویشتل شوې درنې مرمۍ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نوا پاس سیمې د ولسي خلکو کورونو ته نږدې لګیدلي خو مرګ ژوبله نه لري.

نوموړی د جګړې د رامنځته کیدو په اړه وايي: "دا [ډیورنډ] خو فرضي کرښه ده او یو له بل سره په لس مترۍ کې پراته دي. زما د معلوماتو له مخې لفظي مسایل دي او د نواپاس سیمه چې لس کاله بنده وه او اوس چې زمونږ دامنیتي ځواکونو لخوا آزاد شوې، د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه به خلک د چکر او سیل د پاره راتلل او د هغې غاړې [پاکستاني] پوځیانو دا حالت نه شو برداشت کولی، نو همدا د جګړې د پیل لامل و."

دا نه ده معلومه چې د افغان پوځ په ځوابي برید کې د پاکستان پوځ ته تلفات رسیدلي او کنه، او د پاکستان حکومت تر اوسه د دې پیښې په تړاو هم څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG