لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډیورنډ په "لانجمنې" کرښې د ازغن تار معامله – قریشي وایي په سفارتکارۍ به مسئله حل شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښې باندې د ازغن تار د لګولو مسئله به په سفارتکارۍ حل کړي.

شاه محمود قریشي نن د ګل/دوشنبې په ورځ اسلام آباد کې یو خبري کنفرنس ته وویل چې پاکستان په دې معاملې خاموشه ندی پاته بلکې په دې حقله افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره په رابطه کې دی.

د ښاغلي قریشي دا بیان پس له هغه راغلی چې تېرو څو ورځو کې په سوشل مېډیا باندې داسې ویډیوګانې خورې شوې چې په کې افغان طالبان په ډیورنډ کرښه باندې د پاکستان له اړخه لګېدلي ازغن تارونه او پایې بېرته لېرې کوي. د شاه محمود قریشي د تازه خبرو سره، دا اول ځل دی چې د پاکستان له طرفه په دې موضوع باندې په سرکاري کچه غبرګون راڅرګند شوی دی.

د پاکستان خارجه وزیر پخپلو خبرو کې وویل چې ځیني کسان غواړي دا مسئله لویه کړي، خو د هغه په قول، د دې خبرې غټول د پاکستان په مفاد نده.

شاه محمود قریشي زیاته کړه: "مونږ خاموشه نه یو، ازغن تارونه مونږ لګولي دي او زمونږ دا کوشش به جاري وي. افغانستان زمونږ دوست ګاونډی ملک دی. هغو سره زمونږ رابطې شته، او مونږ به د سفارتکارۍ د طریقه په دې معاملې باندې پیدا شوې غلط فهمۍ لېرې کړو."

په سوشل مېډیا باندې د ازغن تارونو په اړه د مخ ته راغلو ویډیوګانو متعلق طالبانو تر اوسه څه رسمي بیان ندی جاري کړی او نه هم تر اوسه د طالبانو کوم مشر د شاه محمود قریشي په خبرو غبرګون ښودلی دی.

یاده دې وي چې افغانستان همیش پاکستان سره سرحد متنازع ګڼلی، او ډیورنډ کرښه یې د رسمي سرحد په توګه نده پېژندلې. د افغانستان تېر حکومت هم په دې کرښه باندې د ازغن تار لګولو په معامله معترض پاته شوی و. خو پاکستان د کابل دا دریځ رد کړی او ویلي یې دي چې په سرحد باندې د ازغنو تارونو لګول د امن ټینګولو دپاره ضروري دي.

په "لانجمنې کرښې" باندې د لګول شوي ازغن تار د لېرې کولو دا واقعات په داسې حال کې مخې ته راځي چې اسلام آباد په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د معاشي مشکلاتو د کمولو هلې ځلې کوي. په دې سلسله کې، پاکستان تېره میاشت افغانستان سره د بشري مرستو د پیدا کولو په خاطر د اسلامي تعاون تنظیم (او آئی سي) د خارجه وزیرانو یوه غېرمعمولي ناسته هم رابللې وه، خو هغې ناستې هم کومه اهمه نتیجه نه درلوده.

ځیني څېړونکي وایي چې دا جاري صورتحال، د اسلام آباد دپاره د شرم باعث کیږي، ځکه چې پاکستان د طالبانو ملاتړی پاته شوی او په عالمي کچه هلې ځلې کوي چې نور ملکونه د طالبانو حکومت تسلیم کړي او افغانستان سره مرسته وکړي.

بل اړخ ته پاکستان کې ځینو ډلو سره دا تاثر موجود و چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره به په سرحدي لانجو باندې د اسلام آباد او کابل ترمنځ کشیدګۍ کمې شي، خو اوس مهال مخ ته راغلي واقعات هغه تاثر نفي کوي.

د افغانستان د چارو یو پاکستانی څېړونکی احمد رشید وایي، داسې ورته ښکاري چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ لانجه لویه کیږي، ځکه تر اوسه افغان طالبانو په افغانستان کې د پټو پاکستاني طالبانو خلاف څه ګټوره کاروایي نده کړې.

د هغه وینا ده چې اوس مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد باندې د پاکستاني طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې، د پاکستان امنیتي عسکر هم وژل شوي دي.

احمد رشید وایي چې پخوانیو افغان حکومتونو هم د ډیورنډ کرښې په حواله سخت موقفونه نیولي دي، او د کرښې نه د اغزن تارونو په لېرې کولو سره اوس طالبان هم دا ښيي چې هغوی د پاکستان زیر اثر ندي. خو دغه پاکستانی څېړنکار زیاتوي چې که څه هم کوم لوی بحران به راپیدا نشي، مګر په سرحد باندې د کشیدګیو دا صورتحال به جاري وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG