لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشید: د افغان سفیر لور تښتول شوې نه وه، د هند استخباراتو هسي شورماشور جوړ کړی


د پاکستان داخله وزیر شیخ رشید چې د وزیراعظم عمران خان له اړخه په اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو او ځورېدلو د پېښې څېړنه ورسپارل شوې ده، وایي چې د افغان سفیر لور تښتول شوې نه ده بلکې دې خبرې ته د هند استخباراتي ادارې په نړۍ کې زور ورکړی دی.

شیخ رشید د اتوار/یکشنبې په ماښام د یو شخصي ټلویژن – جیونیوز – سره په مرکه کې وویل، تر اوسه چې پلټنې شوي دي، هېڅ داسې څه ندي څرګند شوي چې ګني د سفیر لور دې اغوا کړی شوې وي. شیخ رشید زیاته کړه: «ټول قام ته دا ویل غواړم چې دا نړېوال سازش دی، د هند استخباراتي اېجنسۍ (را) په ټوله نړۍ کې دا خبره خوره کړې ده.»

د پاکستان داخله وزیر دا هم وویل چې د هند استخبارات غواړي په نړۍ کې د پاکستان نوم بد کړي. د هغه وینا وه چې حکومت هغه درې ټیکسي ګاډي موندلي کوم کې چې د افغان سفیر لور په هغې ورځې باندې تګ راتګ کړی و. شیخ رشید وویل چې دوی اوس په راولپنډۍ کې د سفیر د لور د تګ راتګ ویډیو پسې ګرځي او که هغه پیدا شوه، نو د دوي په وینا، هرڅه به روښانه شي.

د افغان سفیر د لور د تښتولو او ځورولو پېښه د روانې میاشتې په شپاړسمې نېټه مخې ته راغلې وه. په ټولنیزه رسنیو کې داسې دعوې شوې وې چې د سفیر شپږویشت کلنه لور، اغواګرانو تښتولې او پر هغه یې زیات تشدد کړی دی.

په اسلام آباد کې افغان سفیر نجیب الله علي خېل د خالي/شنبې په ورځ پخپل ټویټر دا خبر تصدیق کړ چې لور یې تښتول شوي او شکنجه شوې وه:

افغان حکومت اسلام آباد کې د خپل سفیر د لور د تښتول کېدو او ورسره د تشدد پېښه کې پاکستان ته سخت احتجاج کړی او د اتوار په ورځ کابل کې افغانانو د پاکستان د سفارتخانې مخې ته د پېښې په ضد احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

د افغانستان حکومت همدا راز د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو لوړپوړو ډپلومېټانو د وېستلو اعلان کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې لیکلي چې افغان سفیر او ډپلومیټان یې د اسلام اباد نه رابللي دي.

بل اړخ ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک، بغیر د دې چې د افغانستان د سفیر یادونه وکړي، ویلي چې په پاکستان کې د «یوې افغانې نجلۍ اختطاف، یو اسلام او بشر ضد عمل او ظلم دی.» هغه ويلي چې طالبان دا پېښه په کلکه غندي.

بل اړخ ته ملا عبدالسلام ضعیف، چې یو وخت په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت سفیر پاته شوی و او بیا د پاکستان له خوا د نیول کېدو او امریکا ته د سپارل کېدو نه پس ګوانتانامو جېل ته ولېږدول شو، هغه هم په پاکستان کې د افغانستان اوسني سفیر د لور اغوا کېدل او ځورونه په کلکه غندلې او هغه یې د هر افغان د عزت موضوع بللې ده:

تر دې وړاندې، د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دې ناوړه پېښې نوټس اخیستی او د کورنیو چارو وزیر ته یې هدایت جاري کړی و چې باید پېښه کې ککړ کسان د ۴۸ساعتو دننه د قانون منګولو ته وسپاري. په دغې پېښې په سوشل مېډیا، د پاکستان د حکومت مخالفو ګوندونو د مشرانو، او د بشري حقونو د تنظیمونو له اړخه هم سخت عکس العمل راروان دی او د حکومت څخه په پېښه کې د ککړو کسانو د فوري معلومولو غوښتنې کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG