لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې به د طالبانو سره ډزبندي سولې ته لار پرانیزي؟


واشنگتن - وروسته له هغه چې د افغانستان حکومت د طالبانو پر وړاندې د ډزبندۍ اعلان وکړ، او بیا وروسته طالبانو هم وویل چې د اختر درې ورځې به پر حکومتي ځواکونو برید ونه کړي، اوس نو د دواړو خواوو ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو په هکله هیلې زیاتې شوې دي.

د طالبانو یو پخواني چارواکي هم ویلي چې کیدای شي دغه موقتي ډزبندي لا پسې وغځیږي او د سولې مذاکرات پیل شي. ملا عبدالسلام ضعیف، چې پخوا په اسلام آباد کې د طالبانو د ر‏ژیم سفیر و، امریکا غږ ته وویل چې حتی دا امکان شته چې د امریکاییانو، افغان حکومت، او طالبانو ترمنځ خبرې وشي.

بل پلو د افغانستان د سولې عالي شورا هم د وروستیو پرمختگونو په اړه خوشبیني ښودلې ده. د نوموړې شورا ویاند، سید احسان طاهري، د امریکا غږ ته وویل چې دوی هیله من دي د دغه تاریخي اوربند نتیجه، مخامخ خبرې وي، داسې مذاکرات چې پخپله د افغانانو په واک کې وي او مشري یې هم د افغانانو پر غاړه وي.

بل پلو افغان حکومت، چې طالبانو ته یې د بې قید او شرط خبرو او ډزبندۍ وړاندیز کړی، هم هیله من ښکاري. د ولسمشر غني د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، امریکا غږ ته وویل: «موږ د طالبانو د ځواب هرکلی کوو، او دا تمه لرو چې دغه موقع، د تلپاتې سولې لپاره فرصتونه برابر کړي.»

طالبان، چې د حکومت وروسته یې خپل اوربند اعلان کړ، دا نه وایي چې گني دا عمل یې د حکومت د عمل په مقابل کې و. ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي، د سپوږمۍ په نامه یوې ځایي رېډیو ته ویلي دا لومړی ځل نه دی چې طالبان جگړه دروي.

ذبیح الله مجاهد، سپوږمۍ رېډیو ته وویل: «موږ پخوا هم د اختر په ورځو کې جگړه درولې ده، خو د امنیتي ملحوظاتو له کبله به مو اعلان نه کاوه.»

له دې سره سره، ځیني ماهرین وایي چې د لومړي ځل دپاره د طالبانو لخوا د اوربند اعلان "استثنایي" دی. په کابل کې د سیاسي چارو یو ماهر، خلیل رومان امریکا غږ ته وویل: "ښایي چې طالبانو مخکې هم د اختر په ورځو کې جگړه نه وي کړې، خو دا ځل خبره بیله ده. موږ ډیر هیله من یو چې د جگړې دواړه غاړې له دې موقع نه د اوربند د غځولو دپاره کار واخلي.»

په تیرو ١٧ کلونو کې، په افغانستان کې جگړه روانه ده او دا لومړی ځل دی چې افغانان د حکومت او طالبانو ترمنځ د جگړې بندیدل گوري، آن که موقتي هم وي.

د امریکې په کلیفورنیا ایالت کې میشت افغان تجزیه کار، محمد جواد رحیمي، وایي چې دا "د افغان مشرانو لخوا د یو سیسټماټیک بدلون او یو ډیر سټراټیجیک عمل" نتیجه ده. هغه راتلونکې ته خوشبینه بریښي.

په همدې حال کې، د هرات ولایت د پولیسو مشر، جنرل امین الله امرخیل پر طالبانو غږ کړی چې د اختر په شپو ورځو کې کولای شي په بیغمه زړه د هرات ښار ته ننوځي او اختر په خوشحالۍ ولمانځي، خو په دې شرط چې وسلې به ورسره نه وي.

طالبانو هم ویلي چې دوی به هغه افغان پوځیان راخوشې کړي چې د دوی سره په جنگ کې اسیر شوي، او ضمانت ورکړي چې بیا به د حکومت سره نه دریږي.

د دواړو خواوو دغو نیتونو او ویناوو ته په کتلو سره کیدای شي وویل شي چې د سولې د خبرو امکان تر بل هر وخت، اوس ډیر شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG