لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې مخنیوی ناممکنه نده – وایټ هاوس


د وایټ هاوس او صدر بایډن ترجمانه، جېن ساکي

که څه هم په افغانستان کې حالات ورځ تر بلې په تېزۍ سره په خرابېدو دي او طالبان هره ورځ په نویو سیمو قبضه لګوي، وایټ هاوس په افغانستان کې د امریکا د جګړې ختمولو او له هغه ځایه د امریکایي عسکرو د راویستلو د پرېکړې دفاع کوي.

د صدر جو بایډن ویاندې جېن ساکي د نهې/سې شنبې په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا صدر دپاره د خپلو خلکو په استازیتوب پرېکړې کول، سخت کار دی او "صدر بایډن ډېر واضحه وغږېد... دا چې اوس وخت رارسېدلی چې امریکایي عسکر بېرته خپل ملک ته راستانه شي."

مېرمن ساکي دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د ګل/دوشنبې په ورځ طالبانو د دوو نورو ولایتونو مرکزونه او د نهې/سې شنبې په ورځ یې هم د دوو ولایتونو (بغلان او فراه) سرښارونه ونیول. د ښارونو نه علاوه، طالبانو په دې وروستیو هفتو کې زیات شمېر ولسوالۍ هم قبضه کړي دي.

کله چې د وایټ هاوس له ویاندې وپوښتل شول چې آیا امریکا د طالبانو د مقابلې دپاره د افغان ځواکونو د وړتیا او پیاوړتیا په ارزولو کې اشتباه کړې وه، نو هغې د دې پوښتنې ځواب بلې خوا ته یووړ او ټینګار یې وکړ چې د امریکا د حکومت له نظره، "د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د [طالبانو] د مقابلې دپاره وسلې، پوره عسکر، او پوځي تعلیمات لري."

د صدر بایډن ترجمانې جېن ساکي دا هم وویل چې وایټ هاوس د حالاتو په وړاندې د مایوسئ د احساسولو فرصت نه لري. هغې زیاته کړه: "اوس د هغو (افغان عسکرو) دپاره دا وخت رارسېدلی چې د هغو تعلیماتو، امداد او امنیتي هدایاتو نه چې په تېرو دوو لسیزو کې یې اخیستي دي، کار واخلي."

د امریکا د صدر جو بایډن ویاندې پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی، ممکنه ده. هغې زیاته کړه: "صدر [بایډن] اوس هم په دې باور دی چې د طالبانو له خوا د کابل یا د هېواد د نیولو مخنیوی ناممکن کار ندی، او اوس مهال هغو (افغان مشرانو) ته په کار ده چې د طالبانو د بېرته ځپلو دپاره سیاسي اراده وښيي."

په همدې حال کې د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر غوښتنه کړې ده چې په طالب مشرانو دې بېرته نړېوالې پابندۍ ولګولی شي.

د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر

د والسټریټ جرنل اخبار په حواله، ښاغلي اتمر په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو وروستۍ حملې او د ښارونو قبضه کول د طالبانو د هغو وعدو خلاف ورزي ده کوم چې د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په معاهده کې یې له امریکا سره کړې وې. د اتمر په وینا، د طالبانو دا خلاف ورزي باید د نړېوالو له سخت غبرګون سره مخ شي.

خبر زیاتوي چې د افغانستان خارجه وزیر له امریکا او نورو ملکونو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو هغه لګول شوي بندیزونه چې له طالبانو لېرې کړی شوي و، هغه دې بېرته په دې ډلې ولګول شي او په مشرانو دې یې سفري پابندۍ ولګیږي.

د خلیلزاد خبرداری

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د نهې/سې شنبې په ورځ طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که په زور سره واک اختیار ته ورسیږي، نو نتیجه به یې دا وي چې طالبان په نړۍ کې منزوي شي.

زلمي خلیلزاد دا خبرداری هم ورکړی چې په افغانستان کې د وسلې په زور راغلی حکومت به په نړېواله کچه په رسمیت ونه پېژندل شي.

خلیلزاد چې یو ځل بیا د قطر سرښار دوحې ته یې سفر کړی دی، په دې هیله دی چې د طالبانو مشران تشویق او راضي کړي چې بېرته د مذاکراتو بهیر ته ستانه شي.

هغه دا کوشش هم کوي چې په طالبانو فشار راوړي او هغوی دې ته اړ باسي چې خپلې حملې په افغانستان کې ودروي او د سیاسي روغې جوړې لاره خپله کړي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو ورځو کې امریکا حکومت د طالبانو د ځپلو او افغان ځواکونو سره د مرستې کولو دپاره، سیمې ته یو شمېر جنګي جهازونه لېږلي او په هلمند و جوزجان کې یې په طالبانو سختې بمبارۍ هم کړي دي.

په دې رپوټ کې د اسوشیټدپرس د خبر معلومات هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG