لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين په امريکا تور لګولی چې يو چيني پوهنتون يې د سايبر جاسوسۍ د پاره په نخښه کړی


نارتوېسټرن پوليټېنيکل يونيورسټي رپورټ کړې چې په جون کې يې کمپيوټرو ته څوک ننوتلي چې اعلان يې وروسته  نيشنل کمپيوټر وايرس ايمرجېنسي رېسپانس سنټر خور کړ
نارتوېسټرن پوليټېنيکل يونيورسټي رپورټ کړې چې په جون کې يې کمپيوټرو ته څوک ننوتلي چې اعلان يې وروسته  نيشنل کمپيوټر وايرس ايمرجېنسي رېسپانس سنټر خور کړ

‎​چين تور لکولی چې واشنګټن د جاسوۍ په نيت د پوهنتون کمپيوټرو ته ننوتلی خو امريکايي چارواکي وايي ياد پوهنتون د پوځي چارو د تحقيق مرکز دی.

چین په امریکې د جاسوسۍ تور د ګل، دوشنبې، په ورځ ولګولو.

دواړه خواوې د څه مودې راهسې د انلاين جاسوسۍ تورونه په يوبل لګوي او دواړه حکومتونه يو بل ته په دې اړه شکايتونه هم کوي.

نارتوېسټرن پوليټېنيکل يونيورسټي رپورټ کړې چې په جون کې يې کمپيوټرو ته څوک ننوتلي چې اعلان يې وروسته نيشنل کمپيوټر وايرس ايمرجېنسي رېسپانس سنټر خور کړ.

بيان کې ويلي شوي ياد پوهنتون چې د کمرشل سيکيورټي پروايډر قيهو 360 ټېکنالوجي کو سره ګډ کار کوي دا د سايبر جاسوسۍ هڅې يې درک کړي او د امنيت ملي ادارې ته يې رپورټ کړي. البته په دې اړه نور تفصيل نه دی شريک کړل شوی.

چين، امريکا او روس د سايبروارفير په ميدان کې د نړۍ په کچه وتلي هېوادونه شمېرل کيږي. چين په امريکا تور لګوي چې د پوهنتونو، توانايۍ او انټرنېټ کمپنيانو او نورو داسې ځايونو جاسوسي کوي.

واشنګټن په بيجېنګ تور لګوي چې چين کاروباري خفيه معلومات غلا کوي او امريکا د ځينې چينايي پوځي افسرانو خلاف د جنايتکارۍ تورونه هم لګولي دي.

د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نېنګ ويلي “د امريکا عمل چين د غټ امنيتي خطر سره مخ کړی”.
اغلې نېنګ دا تور هم لګولی چې واشنګټن په پټه چيني موبايل ټيليفونونه اوري او ټېکسټ پيغامونه غلا کوي.

هغه وايي “چين په سختۍ سره دې ته بد وايي. امريکا دې ژر تر ژره دا کار بند کړي چې د خپل حيثيت نه ګټه پورته کوي او د نورو رازونه غلا کوي او په هېوادونو سايبر حملې کوي”.

په بيجېنګ کې د امريکا سفارت په سمدستي توګه دې بيان ته غبرګون نه دی ښودلی. د امنيتي چارو کارپوهان وايي د حکمران کميونېسټ ګوند پوځي څانګه پيپلز لېبريشن ارمي او د ملک د امنيت وزارت د حکومتي سرپرستۍ نه بهر هم داسې هيکرز روزي چې په دې کار کې يې مرستيال وي.

نارتوېسټرن پوليټېکنيکل يونيورسټي چې د ژيان په ښار کې ده د امريکا حکومت لخوا په داسې نوملړ يعنې اينټيټي لېسټ کې اچول شوې ده چې امريکايي ټېکنالوجي ته ډېر کم لاس رسی لري.

امريکا وايي ياد پوهنتون د پيپلز لېبريشن ارمي د پاره فضايي او د سمندر دننه استعمالېدونکي ډرونز او ميزايل ټېکنالوجي جوړوي.

د چين دا اعلان امريکا په دې هم تورنوي چې د پوهنتون د انتظام د نېټ ورک او نورو مهمو ټېکنالوجيز معلومات يې اخستلي او نزدې 41 حملې يې کړي چې د پلټونو سر يې ناسا ته رسي.

تېر کال د امريکا په باسټن ښار کې يو چينايي وګړی شورېن قېن د فيډرل عدالت لخوا دوه کاله جېل کړل شو ځکه هغه اعتراف کړی و چې ياد چينايي پوهنتون ته يې د سمندر دننه کارېدونکې او د مرين ټېکنالوجي ورلېږلې وه چې د دې د پاره اړين لاېسنسونه يې نه لرل.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG