لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ د بليک سي یا بحیره اسود د غلې معامله ولې د خوراک د نړيوال تحفظ د پاره مهمه ده؟ 


د زرعي توکو نرخونه د جنګ نه وړاندې د کوېډ د لاسه بره ختلي وو خو دې جګړې په خصوصي توګه د غنمو او جوارو بيې نورې وخېژولې چې اخستل يې د مصر، لبنان او د تيونس په رنګ هېوادونو ته د وسه بهر خبره شوه
د زرعي توکو نرخونه د جنګ نه وړاندې د کوېډ د لاسه بره ختلي وو خو دې جګړې په خصوصي توګه د غنمو او جوارو بيې نورې وخېژولې چې اخستل يې د مصر، لبنان او د تيونس په رنګ هېوادونو ته د وسه بهر خبره شوه

د اوکرين بهر نړۍ ته د غلې لېږل تېره ورځ بيا پيل شوي. د بليک سي لوظنامه د خوراک په نړيواله کچه په ضرورت پوره کولو کې ډېر مهم لاس لري د کوم ترسيل چې د څه وخته پورې په اوکرين د روسي يرغل وروستو معطل کړل شوی و.

دا لوظنامه د ملګرو ملتونو او ترکي په کوښښونو وشوه چې روس او اوکرين په دويشتمه جولاي لاسليک کړه. د لوظنامې تر مخه په بليک سي کې د غلې د جازونو د پاره خوندي لاره لا کورېډور ځانګړی کړل شوی. روس په فبرورۍ کې په اوکرين پوځي يرغل کړی.

د روسي پوځي حملې سره سم روس د اوکرين د بليک سي بندرونه وتړل او د بهر نړۍ سره يې ورله ټول زرعي تجارت ودرولو. اوکرين د نړۍ په کچه په خوراک پيدا کونکو غټو هېوادنو کې يو دی.

د روس دې عمل نزدې شل ميلين ميټرېک ټن غله د اوکرين په بندرونو کې بنده پاتې کړه چې له سوبه يې په نړيواله کچه د خوراکي توکو په بيو کې زياتوالی راغی.

د جنګ نه مخکې د اوکرين نزدې 90% غنم، جوار او د نورپرستو تجارت د سمندر د لارې و او زيات تره د اوډيسا نه کېدلو چې د نړۍ ډېر ترقي کونکي هېوادونه ورته اړتيا لري.

د زرعي توکو نرخونه د جنګ نه وړاندې د کوېډ د لاسه بره ختلي وو خو دې جګړې په خصوصي توګه د غنمو او جوارو بيې نورې وخېژولې چې اخستل يې د مصر، لبنان او د تيونس په رنګ هېوادونو ته د وسه بهر خبره شوه.

د لوظنامې تر مخه دانې او د خوراک نور توکي او سره/خاوره چې پکې ايمونيا هم شامل ده به د بليک سي د لارې د اوکرين د دريو بندرونو اوډيسا، کارنومورسک او پيوډينيي نه خوندي تېرول کيږي.

د ملګرو ملتونو د شمارو تر مخه د نومبر د وړومبۍ نېټې پورې 9.7 ميلين ميټېک ټن دانې او نور زرعي توکي د لوظنامې لاندې په تېرو دريو مياشتو کې لېږل شوي چې ډېر پکې غنم او جوار دي.

د څلورو مياشتو د پاره د لاسليک شوې لوظنامې معياد په 19 نومبر ختميږي خو دا لوظنامه به خپل پخپله بيا نوې شي او نورو خبرو اترو کولو ته به پکې حاجت پېښ نه شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای په وېب پاڼه چاپ شوی دی


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG