لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې بم چاؤدنې، ٣٢ کسان وژل شوې


د عراق په مختلفو ښارونو کې د اتوار په ورځ په شیعه مسلمانانو، امنیتي ځواکونو او نورو هدفونو باندې شوې د بمي حملو په نتیجه کې ٣٢ کسان وژل شوې او گڼ شمیر نور زخمیان شوې دي.
تشدد د هیواد اته ښارونه ووهلې دي.
ترټولو زیاته خونړۍ پیښه د سرښار بغداد په شمال کې په تاجي ښار کې رامنځته شوې وه. هلته په پرله پسې په دریو موټرو کې د بمونو خلاصیدو له امله ١١ کسان وژل شول او تر ٢۴ پورې نور کسان پکې زخمیان شول چې پکې پولیس هم شامل دي.
تاجي د القاعده پخوانی مرکز گڼلی کیږي.
او په جنوبي ښار کوت کې د درې پولیس په ځانمرگي برید کې وژل شول. بلاد روز کې د موټر بم چاؤدنې په نتیجه کې دوه پولیس وژل شول.
او د بغداد په کراده سیمه کې په موټرو کې ایښودی شوې یو شمیر بمونه ووچاؤدیدل، په نتیجه کې يي لږ تر لږه ۴ کسان ووژل شول.
په سمدستي توگه د اتوار په ورځ شوې د حملو ذمه واري له چا په غاړه نه ده اخستې خو د القاعده سره تړلې د عراق اسلامې امارت نومې تنظیم په عامه توگه د بریدو دغه لار استعمالوي. ډلې وئیلې عراق کې د شیعه مسلمانانو خلاف د حملو نوي لړۍ يي پیل کړې ده.
درې هفتې وړاندې په یو شوا روز کې د تشدد په لړۍ کې ٩٠ کسان وژل شوې وو. دغه تشدد په داسې مهال رامنځته شوی وو چې یو عراقي عدالت د هیواد مفرور سني نائب صدر ته د قتل په جرم د مرگ سزا اورولې وه.
عراق کې فرقه ییز تشدد د کال ٢٠٠٦ او ٢٠٠٧ په منځ کې تر ټولو زیات شوی وو. په دغه موده کې په زرگونو خلک وژل شوې وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG