لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

د خړ کمر د پېښې ایف اي ار نه منو: منظور پښتين

د پښتنون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتين ويلي دي چې دوي د حکومت نه غوښتنه کړې چې په خړ کمر چیک پوسته پېښه کې شوی ایف اي ار دې ختم کړی شي او نوی ایف اي ار دې درج شي.

هغه وویل د علي وزير او محسن داوړ په گډون یې په ملگرو د دروغو ایف اي ارونه درج شوي دي او تمه لري چې دغه نیول شوي کسان به د جیلونو څخه خوشي شي.

منظور پښتين د یو تپوس په ځواب کې وویل:

" په علي او محسن چې کوم ایف اي ار درج دی هغه دروغژن دی"

منظور پښتيڼ وي او ای ډیوه ته وویل:

"دوي ته که څوک وايي چې باجو ه (جنرل قمر جاوید باجوه) او اصف غفور زورآور دي تاسو ورته ټیټ شئ هغه دې پورته وي، دا خو والله که زمونږ د ټولو سرونه لاړ شي که بیا ورسره هم و منو د انسانیت په توگه به یو بل ته انصاف ورکوو، دا کله هم نه شي کیدلی چې طاقتور ته ټیټ شو"

هغه وویل د حکومت لخوا ورته جرگې وخت په وخت ورروانې دي، منظور پښتین وویل په دليل او منطق خبرو ته تیار دی خو خبره به هاغه سمه وي چې عقل او دليل یې اومني.

منظور پښتين وویل چې دا وخت یې تر ټولو غټه غوښتنه دا ده چې د خړکمر د چیک پوستې بې پلوه پلټنې وشي.

پي ټي ایم ولی خاموشه شوی؟

دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پښتين وویل دا وخت د پښتون ژغورنې غورځنگ هلې ځلې ځکه نه کیږي چې دويي د اینده لپاره تگ لارې جوړوي:

"دا وقتي خاموشي ده، دا د تیارئ عمل دی"

هغه وویل چې څوک دې داسې نه وايي چې دوي د گرفتاریو نه ویریدلي دي:

"مونږ به ددې نه ورستو چې کله د لانگ مارچ اعلان کوو نو خلق به وگوري چې په دې خاموشۍ کې مونږ څومره کار وکړو"

په قبايلي ضلعو کې د جولايي په 20مه نیټه د ممکنه کیدونکو انتخاباتو په حقله د یو تپوس په ځواب کې هغه وویل پي ټي ایم څوک هم انتخاباتو ته نه دي ودرولي.

هغه په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو د موجودگۍ په حقله وویل چې وسله وال چې کله مړي وکړي نو بیا د پوځ ویاند وايي دا وسله وال نه دي بلکې د امن کمیټۍ دي خو د منظور پښتين تر مخه ددې خلقو نه اولس ډېر تنگ دی. هغه وویل په پخوانۍ فاټا کې ډېر ظلم روان دی خو د ظلم شپې به لنډیږي.

See all News Updates of the Day

فايز عيسا: "د کله نه چيف جسټس جوړ شوی يم  يو جج هم راته د لاسوهنې شکايت نه دی کړی"‏

د پاکستان د سپريم کورټ چیف جسټس قاضي فايز عیسا ویلي، " د کله نه چې چيف جسټس جوړ شوی يم، ماته د هايکورټ يو جج هم شکايت نه دی کړی ‏چې په کار کې یې لاسوهنه شوې ده، او که چرته لاسوهنه شوي وي، ماته یې رپورټ نه دی شوی".‏

د پاکستان چیف جسټس قاضي فايز عيسا دغه خبره د سيند هايکورټ د وکیلانو اتحادیې ته په وينا کې کړې ده.‏

‎ ‎قاضي فايز عيسا د تېر کال په ‏‎17‎م ستمبر د پاکستان د 29م چيف جسټس يا مشر قاضي په حېث سوګند پورته کړی وو.‏

د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په ‏‎26‎م مارچ جوډيشل کونسل ته په ليکلي خط کې غوښتنه کړې وه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د ‏‏لاسوهنې په سر دې جوډيشل کنونشن راوبلل شي.‏

په لومړي اپرېل چيف جسټس په دغه معامله ازخود نوټس اخستی او د قضيې د اورېدنې دپاره یې د اووه کسيزه ججانو لارجر بنچ يا ډلې جوړولو پرېکړه ‏کړې وه.‏

په ياده معامله وزيراعظم او چيف جسټس هم ليدلي او وروسته د يو کمېشن جوړولو ويل شوي، جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني ‏د کمېشن مشر جوړ کړل ‏شوی خو هغه ترې معذرت کړی وو.‏

چيف جسټس ویلي، په عدالتي چارو کې د لاسوهنې څومره پېښې چې شوي د هغه د چیف جسټس جوړېدو نه وړاندې شوي دي.‏

نوموړي زياته کړې، "لاسوهنه به ونه زغمل شي".‏

د لاهور هايکورټ د ججانو د خط وروسته د هايکورټ او سپريم کورټ ججانو ته په مرموزو لړلو پوډرو خطونو ترلاسه کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.‏

د رپورټونو ترمخه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د چارواکو د لاسوهنې د تورونو ضد از خود نوټس اورېدنې دپاره بل عدالتي بنچ جوړ کړل ‏شوی دی.‏

ويل شوي، د چيف جسټس په مشرۍ به د شپږ کسيزه ججانو بنچ په ‏‎30‎م اپرېل د قضيې اورېدنه کوي.‏

له دې نه په وړاندینۍ اورېدنه سپريم کورټ د هایکورټ عدالتونو نه علاوه د پاکستان بار کونسل او سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن څخه د استخباراتي ‏ادارو د لاسوهنې په اړه وړانديزونه غوښتي وو.‏

بېرسټر سېف: حکومت، پوليس، پوځ او ټولې ادارې د ترهګرۍ ضد جګړه کې بوخت دي

د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، "ترهګري يواځې د خېبرپښتونخوا نه، بلکې د ټول ملک مسله ده"، هغه ويلي، "د ترهګرۍ ‏ضد جګړه کې به په سياسي زمه وارۍ او ګډې تګلارې سره جنګيږو".‏

د بېرسټر سېف په خبره، "حکومت، پوليس، پوځ او ټولې ادارې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې بوخت دي، حکومت، امنيتي ادارې او عام خلک د ترهګرۍ ‏ضد جګړه کې قربانۍ ورکوي". ‏

له دې وړاندې د ګل/ دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور ويلي وو د دې ټولې خطې د مسلو حل "له وسلوالو ډلو سره" په ‏مذاکراتو کې دی، هغه ويلي وو له دې وړاندې چې حکومتونو څه کړي دي د هغې څخه څه نه دي تر لاسه شوي بلکې مونږ ته نقصان زيات شوی دی.‏

وزیراعلا په خپلو خبرو کې د کومې وسلوالې ډلې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي نوم نه وو اخستی، خو اشاره یې هغو وسلوالو ‏ډلو ته وه چې د تحریک انصاف پخواني حکومت ورسره مذاکرات کړي وو.‏

د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په غبرګون کې ټي ټي پي مطبوعاتو ته په لېږلي يو بيان کې ويلي وو، جګړه یې د پوځ او د دوی د آله کارو خلاف ده، ‏پوليس دې د دوی او پوځ ترمنځ جګړې منځ ته د راتلو څخه ډډه وکړي.‏

بېرسټر سېف ويلي، "حکومت، پولیس او ټول خلک د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي".‏

هغه ویلي، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې پوليس او پوځ يو دي، دغه جګړه يواځې د پوځ او پوليس نه ده بلکې د رياست ده، د ترهګرۍ ضد جګړه کې به په ‏سياسي زمه وارۍ او ګډې تګلارې سره جنګيږو".‏

علي امين ګنډاپور د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کړې، چې د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وړاندې څو وارې د پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو ‏نه انکار کړی دی.‏

د روانې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ‏مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ‏‏پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې، "په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ ‏او روغه جوړه وکړئ".‏

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزات وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، "پاکستان د ترهګرۍ ډلې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره ‏‏هیڅ ډول خبرې نه ‏کوي، مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو هیڅ پلان نه لرو".‏

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې بيا زياتې شوي دي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏

و د ‏‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ترمخه ‏‏د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ ‏کمپليکس، په تربت کې ‏‏د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي ‏بريد کې پينځه چينایان ‏‏او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

کرکټ: نيوزيلېنډ په څلورمه ټي ټوينټي سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې

د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې کوربه پاکستان ته د ټي ټوينټي/ شل اووريزو سياليو په څلورمه لوبه کې په څلورو رنزونو ماتې ورکړې ده. د پينځه سياليو په ‏لړۍ کې نيوزيلېنډ پرله پسې پاکستان ته دوه ځله ماتې ورکړه، پاکستان په دغه لړۍ کې یواځې يوه لوبه ګټلې ده.‏

د پاکستان د لاهور په قذافي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې سیالۍ پچه/ ټاس پاکستان ګټلی او لومړی بالينګ یې اخستی وو.‏

نيوزيلېنډ په لومړي بېټنګ کې په ټاکلو ‏‎20‎‏ اوورونو کې په اووه لوبغاړو سوځېدو ‏‎178‎‏ رنزونه جوړ کړي وو. ټم رابنس په ‏‎36‎‏ بالونو ‏‎51‎‏ رنزونه جوړ کړي ‏دي.‏

پاکستاني بالرانو کې عباس اپريدي درې اوورونه کړي، ‏‎20‎‏ رنزونه یې ورکړي او درې لوبغاړي یې اوټ کړي دي.‏

د نيوزيلېنډ د ‏‎178‎‏ رنزونو په مقابله کې پاکستاني لوبډلې په اته لوبغاړو اوټ کېدو ‏‎178‎‏ رنزونه جوړ کړي او په څلور رنزونو یې لوبه بايللې ده.‏

پاکستانۍ لوبډله کې فخر زمان تر ټولو زيات په ‏‎45‎‏ بالونو ‏‎61‎‏ رنزونه جوړ کړي او کپتان بابراعظم په پينځه رنزونو اوټ شوی دی.‏

د نيوزيلېنډ او پاکستان ترمنځه، پاکستان کې د روانو پينځو سياليو په لړۍ کې لومړۍ لوبه د باران ښکار شوې وه.‏

دویمه سيالي پاکستان په اووه وکټو ګټلې، درېمه بيا نيوزيلېنډ په اووه وکټو ګټلې او تېره شپه نيوزي لېنډ په څلورو رنزونو پاکستان ته ماتې ورکړې ده.‏

د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځه د ټي ټوينټي پينځمه سیالي په ‏‎27‎م اپرېل سبا د خالي/ شنبې په ورځ ټاکل شوې ده.‏

پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکې رپورټ رد کړی

پاکستان د امریکې هغه رپورټ په کلکه رد کړی چې په کې ویل شوي وو، تېر کال پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی. امریکې دغه رپورټ د ‏اپریل پر 22مه خپور کړی وو.‏

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه آنلاین بیان کې ويلي وو، د دغو رپوټونو په را غونډولو کې له مختلفو معتبرو او ‏پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه معلومات اخیستل شوي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي.‏

په رپوټ کې ویل شوي وو، په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي دي، خو وایي ‏حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې لاس ولري.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال ‏‎2023‎م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې دي، دغه رپورټ ‏غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت دغه رپورټ سم نه دی جوړ شوی خاميانې پکې دي، او دغه ډول رپورټونه په نورو ‏هيوادونو کې د سياسي تعصب په اساس د بشري حقونو سرغړونو ته په کتو جوړول کيږي.

‏ويل شوي دغه رپورټ د دوه مخي معيار څرګندونه کوي.‏

پاکستان ويلي، دا خبره د اندېښنې وړ ده چې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په رپورټ کې په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو په حالت کې د غزې او ‏هندوستان د ولکې لاندې کشمیر کې د بشري حقونو سرغړونې د پامه غورځول شوي دي.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، او ‏په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.‏

پاکستان ويلي، د امریکې نه تمه لری چې په دغه ډول رپورټونو جوړولو کې د بې طرفۍ او زمه وارۍ څرګندونه وکړي.‏

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په رپورټ کې، پاکستان کې له عدالت پرته وژنې، د جبري لادرکۍ پېښې، د حکومت یا د هغه د ایجنټانو له خوا ظالمانه، ‏غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند، خپلسره ګرفتارۍ، سیاسي قید، د ازادۍ او مېډیا په ازادۍ شدیدو بنديزونو يادګېرنه شوې ده.‏

له دې پرته په رپوټ کې پر خبریالانو د تشدد، له جواز پرته د هغوی د نیولو او لادرکه کولو، سنسرشپ، د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبي ‏اقلیتونو خلاف پېښې، د انټرنیټ پر ازادۍ شدیدې پابندۍ، د سوله ییزو غونډو په ازادۍ کې لاسوهنه، له ښځو سره توپیري چلند، جنسي تېري، د کم ‏عمرۍ او جبري ودونو، پر همجنس پرستانو او نرښځیانو د تشدد پېښې شاملې دي.‏

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتونو او جبري لادرکۍ پېښې شوې دي، د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځینو ‏چارواکو په ممکنه توګه خلک نیولي او د هغوی د ځای له ښکاره کولو یې انکار کړی دی.‏

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د پاکستان د بشري حقونو د تنظیمونو د رپوټونو په بنیاد ویل شوي، چارواکو له کومې وجې یا وارنټ پرته د بشري ‏حقونو پښتانه، سیندي او بلوڅ فعالان نیولي او لادرکه کړي دي.‏

د پاکستان سټاک اېکسچینج یا د ونډو بازار په ریکارډ کچه بره تللی

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې اقتصادي پر مختيا مثبت لیدل کیږي
اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې اقتصادي پر مختيا مثبت لیدل کیږي

د پاکستان سټاک ایکچینج یا د ونډو په بازار کې په ریکارډ کچه زیاتوالی شوی او اقتصاد پوهان وايي امکان دی چې نړیواله مالیاتي اداره ايي اېم اېف پاکستان ته د درې ارب ډالرو د قرض اخېری قسط یو اشاریه یو ارب ډالر هم ورکړي او سټېټ بینک د سود شرڅ هم کمه کړي.

د پاکستان سټاک ایکچینج تر مخه د زیارت، پنجنشنبې، په ورځ د ونډو بازار په 72 زره او په 51 درجی خلاص شوی وو او د سر د 100 کمپنو په انډیکس کی د 495 درجو زیاتوالي وروستو د 72 زره او 500 نه زیات شوی اقتصاوو پوهان وایی روانی میاشتی په 29 نیټه د ایی ایم ایف په غونډه کی امکان ویني پاکستان ته 1.1 اربه ډالر قسط ترلاسه شی.

اقتصاد پوه وکیل رحمان وايي د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره سرپلس شوې، ګرني د مارچ په میاشت کې کمه شوې او د غیر ملکي زرمبادله ذخیره هم مستحکم ده، د پاکستان اقتصادي ډله د ايي اېم اېف سره خبرې کوي، بلخوا د سعودي عرب او ایران سره هم خبری دوام لري. وکیل رحمان زیاته کړه دغه مثبت خبرونه دي چې له امله يې سټاک ایکچینج په بره روان دی.

د ونډو بازار د شمیرو تر مخه په سوداګری ګډ رجحان لیدل شوی د ګاډو ، سمنټو او ریفایین کمپنو په سوداګرۍ کې اضافه او د بینکونو، تیل او ګیس کمپنو تجارت منفي طرفته تلی تیره ورځ هم د ونډو بازار د 72000 درجې څخه زیات شوی وو او د سر د 100 کمپنو په انډیکس کې 600 درجې په زیاته اضافه شوې وه اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې اقتصادي پر مختيا مثبت لیدل کیږي او د سرمایه کارانو اعتماد هم بحالېږي او د ملک دننه اقتصادي هلو ځلو ته دوام میلاو شوی.

اقتصاد پوه شهریار بټ وايي په اقتصاد د مثبتو رجحاناتو په بنیاد امکان دی چې په راتلونکې وخت کې سټیټ بینک د نیم نه تر یو فیصد پورې د سود شرح کمه کړي. هغه وايي کله چی د سود شرح راکمه شي نو دا به د سټاک ایکچینج دپاره بهتره وي او په ملک کې به بیا د ودانۍ کارونه روان شي، د ګاډو او ټیکسټایل انډسټرۍ کی به بیا فعالیتونه شروع شي ځکه چې د هغه په قول په موجوده وخت کې د سود شرح زیاته ده او کاروبارونه کول مشکل دي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په وروستو کی ویلی امکان دی چې د جون پورې د پاکستان د غیر ملکي زرمبادله ذخیره 10 اربه ډالره ته زیاته شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې ګراني د 38 فیصد نه 20فیصده ته راکوزه شوې چې له امله يې د ونډو په بازار مثبت اثر شوی

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00
XS
SM
MD
LG