لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي او جنوبي وزیرستان مشران په خپلو سیمو کې د سکولونو غوښتنه کوي


د خېبر پښتونخوا شمالي وزيرستان زده کوونکو او ځايې مشرانو په پېښور پريس کلب کې د خبري غونډې او د بېلې احتجاجي مظاهرې په مهال غوښتنه وکړه چې حکومت دې په سیمه کې سکولونه جوړ کړي او د ځمکو لانجې دې هوارې کړي.

د دوئ وېنا وه چې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې زياتره جنيکۍ د پينځم او هلکان د اتم پورې سبق ووايي خو د تعليمي ادارو د نيشوالي له کبله خپل تعليم نيمګړی پرېږدي۔

د احتجاجي مظاهرې په مهال د شمالي وزيرستان ملک حسام الدين وي او ای ډيوه ته وويل چې د دوی په سيمه کې هغه سکولونه اوس هم نه دي اپګرېډ کړل شوي د چې د کال 2019-20 د پاره په سالانه ترقياتي پروګرام کې منظوري ورکړل شوې وه. د نوموړي وېنا وه چې د تعليمي ادارو د نيشتوالي له امله نه يوازې د جينکو تعليم نيمۍ کې پاتې شي بلکې هلکان هم په تعليم پرېخدو مجبوره دي۔

" زمونږه د پاره د تعليم سهولتونه زيات کړي چې خلکو کې تعليم زيات شي، او د اتم پورې سبق ووايي او بيا تعليم پرېږدي ځکه چې مونږه سره د هايي سېکشن څه طريقه نيشته دې، دا اوس چې مونږه راغلي يو نو اته سکولونه دي چې مونږه ته يې په ای ډي پي يا سالانه ترقياتي پروګرام کې منظوري راکړې وه او مونږه سره يې ټول کاغذونه هم شته دې خو اوس مونږه ته دا پته نه لګي چې ولې مونږه ته دا اجازت نه رکوي چې په دغه اته سکولونو کار شروع کړل شي"

بلخواته په خبري کانفرنس کې د شمالي وزيرستان د زده کوونکو ټولنې غړو او مشرانو د حکومت نه غوښتنه وکړه چې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د قامونو ترمنځه په سلګونو جيرابه زمکه د لانجو په سرراپورته شوې تاؤ تريخوالي د ختمولو د پاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي۔

په دې اړه وي او ای ډيوه ته د شمالي وزيرستان سراج وزير وويل چې د زمکو په شخړه د قامونو لخوا درنې وسلې کارول کېږي او خبره مرګ ژوبلې ته رسېدلې ده۔

" شمالي وزيرستان کې ماميت خېل وزير او دا حکيم خېل، مبارک شاهي چې داوړ قومونه دي د دوئ په منځ کې د زمکې په سر جګړه ده او اوس هم مورچه زن دي او فلحال يې څه حل نه دې راوتلې، په جنوبي وزيرستان کې دوتاني او زلي خېل وزيرو په منځ کې مسله ده او په حل يې نه دې راوتلې او درنه وسله پکې استعمالېږي او په مورچو کې ناست دي"

دوئ په خبري کانفرنس کې دا غوښتنه هم وکړه چې د شمالي او جنوبي وزيرستان سرکاري دفترونه دې د بنو او ټانک علاقو پرځاۍ خپلو سيمو ته واپس منتقل کړل شي چې ځايي خلکو ته په دفتري معاملوتو کې ستونزې مخې ته نه راځي۔

د خلکو د غوښتنو په اړه مو په خېبر پښتونخوا کې د واکمن تحريک انصاف ګوند د شمالي وزيرستان نه منتخب شوي غړي اقبال وزير او د تعليم صوبايي وزير شهرام خان ترکۍ سره د تماس نيولو کوشش وکړو خو بريالي نه شو۔

خو د راپورونو ترمخه تر دې وړاندې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان د ضلعو چارواکو په يادو سيمو کې د زمکو د لانجو او د تعليمي ستونزو د حل کولو وخت په وخت ډاډګېرنه ورکړې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG