لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرېپټوکرنسۍ په اړ کې پاکستانيانو سره د اتلس اربه روپو ټګي شوې ده


پاکستان کې ځیني خلک د کرېپټوکرنسۍ په کاروبار کې دهوکه شوي او دغه فراډ/دهوکه د يو انلاین اېپلکېشن د لارې شوی کوم چې د کرېپټو کرنسۍ نړېوال ايکسچينج سره تړلی دی.

د ډيجیټل کرنسۍ کارپوهان وايي پاکستان کې چې کوم خلک په کرېپټو کرنسۍ کې پانګونې کوي، هغوي ته په کار ده چې اول ځان ورباندې پوهه کړي.

پاکستان کې چارواکو د هغو اتلس (۱۸) اربه روپو دهوکې پلټنې شورو کړي دي کوم کې چې د کرېپټو کرنسۍ په اړه د آنلاین اپلېکېشن د لارې خلکو نه پیسې وهل شوي دي.

د ډېجيټل کرنسۍ ماهر، پروفیسر ساجد اقبال وایي، آنلاین کاروبار کې ټګي، یوازې په کرېپټوکرنسۍ کې نه کیږي بلکې د کاغذ د کرنسي د لارې هم ګڼ شمېر خلک پاکستان کې لوټ کړی شوي او ډېر مثالونه یې لیدل کیدلی شي.

پروفیسر ساجد اقبال زیاته کړه: «څوک چې په کرېپټو کرنسۍ باندې نه پوهیږي، د دې په اېکسچینج باندې هم نه پوهیږي او د آټنټک اېکسنچنج (موثقه تبادلې) پته هم ورته نشته، هغه دې په کرېپټوکرنسۍ کې لاس نه وهي. د ټولو نه ښه خبره دا ده چې اول ځان پوهه کړې چې کرېپټوکرنسۍ څه دی، دا څنګه کار کوي، ټرانزکشن یې څنګه کیږي، د دې سرمایه کاري او تبادله څنګه کیږي او موثقه پلټفارمونه یې څه دي.»

نوموړی وایي چې باینانس یوه کره کمپني ده او مثال ورکوي چې خلک لالچ کې راشي او بل چا ته د خپل اېکاونټ نه بېټ کواین واستوي او تجربه نه لري. دغه منځ کې ترې کس غېب شي. نو داسې حالاتو کې خو د دې کاروبار عمل و دخل نشته دی، او «په کار ده چې حکومت دې کاروبار ته قانوني تحفظ ورکړي چې ورسره به د فراډ (دهوکې) کچه راکمه شي.»

د مېډیا د رپوټونو ترمخه، بل طرف ته وفاقي تحقیقاتي ادارې – اېف آی اې – سایبرکرایمز څانګې په مبینه توګه فراډ کوونکې کمپنۍ باینانس پاکستان کې جنرل منېجر او امریکه کې د دې کمپنۍ مرکز ته نوټسې لېږلي دي.

رپوټونه وایي چې اېف آی اې په خپلو استول شوو نوټسو کې دریځ خپل کړی چې د کرېپټوکرنسۍ په اړه پیسه په ممکنه توګه ترهګرۍ او مني لانډرېنګ (د پیسو سپینولو) کې استعمالېدلی شي.

مېډیایي رپوټونو د اېف آی اې د سایبرکرایمز څانګې مشر عمران ریاض د خولې لیکلي چې یوولس (۱۱) موبایل اپلېکیشنز تېرکال د ډسمبر په میاشت کې ناڅاپه بندې شوي په کوم کې چې په زرګونو پاکستانیانو په اربونو روپو پانګونې کړې وې.

د ډېجیټل کاروبار ماهر سلمان سعید وایي، کله چې په وړومبیو ورځو کې یو نوی کاروبار راشي، په هغې کې ټګي ټوري کیږي، ځکه چې خلکو ته په کې کره معلومات نه وي. هغه زیاتوي چې خلک ګنګوسې خپرې کړي او خلک د زیاتو پیسو ګټلو په لالچ کې راشي او تجربه نه لري، او دغلته یې پیسه دوبه شي. سلمان سعید زیاتوي: «آسانه جمع کې به زه تاسو ته دا ووایم چې کواین مارکېټ کپ ډاټ کام نوم باندې ویب سایټ دی، په هغه باندې مختلفه قسمه کواینز لیسټ شوي دي. نو هلته کې چې څه شامل دي، هغه اصل کې کواین دی په بلاک چېن باندې، باقي دا ټول ګپ دی. دا ون کواین او ټرېډ کواین کلب و پرپال و پې سلش و دا نور څېزونه چې پېښور کې راوتي دي، دا ټول دهوکې دي، د دوی شاته څه کواین نشته.»

سلمان وایي، خلکو ته په کرېپټوکرنسۍ کې د بلاک چېن په اړه معلومات نشته دی او غلطو کمپنیو کې پانګونه/سرمایه کاري وکړي او بیا تاوان سره مخ شي.

پاکستان کې د ډېجیټل کرنسۍ کارپوهان وایي، هېواد کې د کرېپټو کرنسۍ شتمني، شل (۲۰) بلینه امریکایي ډالر ته رسېدلي دي نو باید چې اوس د بېټ کواین د کاروبار دپاره په حکومتي کچه پالیسۍ جوړې کړی شي.

نړېوال بنک وایي د کرېپټوکرنسۍ کاروبار کې د شلو هېوادونو په نوملړ کې، پاکستان په درېیم نمبر دی.


خبریال: عثمان خان

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG