لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د200ؤ څخه دزياتو غبرگ شهريت لرونکو غړو پريکړه به دگل په ورځ کيږي


اليکشن کميشن به دگل په ورځ د223ؤ قومي او صوبائي اسمبلو دغړو دراتلونکي فيصله کوي
اليکشن کميشن به دگل په ورځ د223ؤ قومي او صوبائي اسمبلو دغړو دراتلونکي فيصله کوي
دغبرگ شهريت نۀ لرلو په اړه دپارليمان دغړو اليکشن کميشن کې دحلف نامو جمع کولو نيټه نن ختمه شوې ده او دپاکستان اليکشن کميشن به اوس دگل په ورځ د223ؤ قومي او صوبائي اسمبلو دغړو دراتلونکي فيصله کوي.
سرچينې وائي دپاکستان دوزيراعظم راجه پرويز اشرف، مولانا فضل الرحمان، خورشيده شاه، منظور وټو، مخدوم شهاب الدين ، ارباب عالمگير، جهانگير بدر، اعتزاز احسن او رضا رباني حلف نامې هم تر دې مهاله اليکشن کميشن ته نۀ دي ترلاسه شوي.
ايډيشنل سيکرټري محمد افضل خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي دجمعې تر ورځې پورې چې کومو قانون سازانو دغبرگ شهريت دنۀ لرلو په اړه حلف نامې نۀ دي جمع کړي دهغوي په اړه اليکشن کميشن اف پاکستان په 12م نومبر يوه غونډه راغوښتې.
چيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم وائي دسپريم کورټ دواضحه احکاماتو وروستو به دپاکستان اليکشن کميشن دغبرگ شهريت لرونکو قانون سازانو په ضد کارروائي کوي.
دغبرگ شهريت لرلو پسر دپاکستان سترې محکمې دستمبر په 20مه نيټه 11 قانون سازان نااهله گرځولي وؤ او اليکشن کميشن ته يې امر کړى ؤ چې دټولو قانون سازانو څخه دې دغبرگ شهريت په اړه بيا سوگند واخلي.
داليکشن کميشن اف پاکستان يو چارواکى وائي کميشن دا خبره واضحه کړې ده چې داسمبلو کوم غړي په نوؤ حلف نامو وړاندې کولو کې ناکامه شول نو هغوي به دغبرگ شهريت لرونکي گرځولي شي او په نتيجه کې به يې بالاخره هغوي نااهله گرځولى شي.
دغه چارواکي له دې وړاندې وئيلي وؤ چې دپاکستان دوزيراعظم او دهغه په کابينه کې د شاملو ځينو کسانو پشمول دشورو دورځې پورې خواؤشا 331ؤ قانون سازانو خپلې حلف نامې نۀ دي جمع کړي.
هغه دا هم وئيلي وؤ چې کوم قانون سازان دحج دفريضې ادا کولو لپاره تللي وؤ هغوي ته به دتازه حلف نامو جمع کولو لپاره يو څه نور وخت ورکولى شي.
داليکشن کميشن يوې بلې سرچينې دجمعې په ورځ وئيلي دي چې خواؤشا 223ؤ قانون سازانو تر دې مهاله حلف نامې نۀ دي جمع کړي.
ددغه سرچينې ترمخه په دغو قانون سازانو کې 81 دقومي اسمبلۍ،31 دسينيټ،76 دسندهـ اسمبلۍ،27 دپنجاب اسمبلۍ،7 دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ او يو دبلوچستان اسمبلۍ سره تعلق لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG