لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انتخابونو کې د ښځو ګډون پوره که نیمګړی پکاردی؟


سراج الحق وايې د زنانوؤ ووټ اچول پکار دي ځکه پیغمبر اسلام هم وخت په وخت د ښځو نه صلاح غوښتې ده
سراج الحق وايې د زنانوؤ ووټ اچول پکار دي ځکه پیغمبر اسلام هم وخت په وخت د ښځو نه صلاح غوښتې ده

پاکستان کې د اتلس کالو د عمر ښځې او سړي په انتخابونو کې ووټ اچولې شي. خو د ځینو زاړه پالو روایتونو له امله سیاسي ګوندونه او ځایې مشران اکثره د ښځو په رایې اچولو د خپله ځانه بندیزونه لګوي

د پاکستان انتخابي کمیشن یا الیکشن کمیشن آف پاکستان په راروانو انتخابونو کې د ښځو برخه لس فیصدو پورې د یقیني کولو تجویز وړاندی کړی دی. د دغی وړاندیز تر مخه که د ښځو برخه په کومه انتخابي حوضه یا پولنګ سټیشن کې د ۱۰ فیصده نه کمه وي نو هغه ځایې کې به بیا انتخابونه کیږي.
د ډیوه ریډیو پریس کانفرنس پروګرام کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو غړو برخه اغستي او هم پدغه موضوع یې د خپل سیاسي ګوندونو غبرګون وړاندي کړې.
د جماعت اسلامي ګوند سراج الحق وايې د زنانوؤ ووټ اچول پکار دي ځکه پیغمبر اسلام هم وخت په وخت د ښځو نه صلاح غوښتې ده. خو وایې دا فیصله په ښځو ورتپل امتیازی ښکاري.
که څه هم د پاکستان مسلم لیګ ق ډلي هم ددغي وړانیزمخالفت کړې خو په خیبر پښتونخوا کې د ډلی غړی نګهت اورکزۍ وایې دفیصلي حمایت کوي
د پاکستان پیپلز پارټۍ شیر پاؤ ګوندمشر آفتاب شیر پاؤ بیا وایې څه خو روایات داسی دي او څه ښځې هم ووټ اچولو ته نه راځي. بله دا چې د صوبې حالات هم نن صبا خراب دي. شیر پاؤ وایې دا تجویز قابل عمل نه ښکاري.
د عوامي نیشنل ګوند غړې بشری ګوهر بیا وایې د بده مرغه په پاکستان کې سیاسي پارټیانی په نورو مسلو نه یو کیږی ، خو چې کله هم د ښځو د حقونو غصب کولو موقع راشي نو بیا ټولې سیاسي ډلې په اتفاق د ښځو د پرمخ تګ لاره نیسي. مېرمن ګوهر وایي دا تجویز بایید قانون اوګرځي چې ښځی د خپل ووټ اچولو حق اولري.
د کمیشن تجویز لا پارلیمان ته نه دی وړاندي شوې خو ددغه تجویز سره د انتخابي کمیشن او سیاسي ګوندونو تر مینځه خبری روانی دی.
پاکستان کې د اتلس کالو د عمر ښځې او سړي په انتخابونو کې ووټ اچولې شي. خو د ځینو زاړه پالو روایتونو له امله سیاسي ګوندونه او ځایې مشران اکثره د ښځو په رایې اچولو د خپله ځانه بندیزونه لګوي.
هم په دی موضوع د ډیوه ریډیو پریس کانفرنس پروګرام تاسو دلته اوریدې شۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:45 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG