لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ډي اېم د وزیراعظم د اعتماد دپاره د قومي اسمبلۍ د غونډې نه بایکاټ اعلان کړو


د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د قومي اسمبلۍ د غونډې د بایکاټ ترڅنګ د نویو عامو انتخاباتو غوښتنه هم وکړه

په داسې حال کې چې صدر وزیراعظم عمران خان ته د اعتماد ووټ ورکولو دپاره د قومي اسمبلۍ غونډه د خالي، شنبې، په ورځ رابللي ده، د حکومت مخالف سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم، د اسمبلۍ نه غونډې نه د بایکاټ اعلان وکړو.

د یولسو سياسي ګوندونو اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ماښام کې مطبوعاتو ته وویل چې د پي ډي اېم غړي به د قومي اسمبلۍ په غونډه کې شرکت نه کوي.

وزیراعظم عمران خان
وزیراعظم عمران خان

صدر عارف علوي د جمعې په ورځ د عمران خان د دې اعلان نه وروسته د قومي اسمبلۍ غوڼده راوبلله چې هغه به د قومي اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ اخلي.

د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز ویلي اپوزيشن ولې د قامي اسمبلۍ د غونډې نه تښتى او د ساينس او ټېکنالوژۍ وزیر فواد چوهدري مخالف ډلو ته په اشاره وېلي دوی سره د عمران خان د مقابلې حوصله نشته. مطبوعات وايي د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې شوې د تحريک انصاف او د حکومت د اتحادي ډلو په غونډه کې 180 غړو وزیر اعظم ته د خپل ملاتړ باور ورکړی دی.

د 342 غړو په ايوان کې وزير اعظم عمران خان له د اعتماد د تحريک د کامیابۍ لپاره 172 ووټونه پکار دي

د قانون دلاند په قومي اسمبلۍ کې د اعتماد ووټ به د څرګندې رای ورکولو په زریعه ترسره کېږي.

د قومي اسمبلۍ نه د پي ډي اېم د بایکاټ په اړه داتحاد مشر مولانا فضل الرحمان وویل د یوسف رضا ګیلاني د ګټې په صورت کې په حکومت عدم اعتماد وشوهغه د نویو عامو انتخاباتو اعلان هم وکړو.

پخوانی وزیراعظم يوسف رضا ګیلاني
پخوانی وزیراعظم يوسف رضا ګیلاني

مولانا فضل الرحمان وویل د قومي اسمبلۍ په غوڼده کې د حزب اختلاف د غېر موجودګۍ په صورت کې به اسمبلۍ هیڅ حېثیت نه وي.

د پي ډي اېم مشر وویل عمران خان ویلي چې د ګوند د قومي اسمبلۍ غړو یې ووټونه په پېسو خرڅ کړي دي او اوس هم ددغو غړو نه د اعتماد رای اخیستل غواړي.

د وي او ای اردو رپورټ وايي د دې نه وړاندې خپله حزب اختلاف د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کولو اعلان کړی و او د پېپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري د زیارت، پنجشنبې، په ورخ مطبوعاتو ته ویلي وو چې عمران خان اعلان کړی و چې که د اسلاباد د سېنټ انتخاب بې و بېلو نه اسمبلۍ به تحلیل کړي نو ځکه د اعتماد د ووټ په ځای دې نوی انتخابات وکړي شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG