لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د صحافیانو د تحفظ او آزادۍ په باب د عالمي ادارو فکرمندۍ


د پېمرا پخواني مشر ابصار عالم باندې څه موده وړاندې په سرښار اسلام آباد کې ډزې وشوې
د پېمرا پخواني مشر ابصار عالم باندې څه موده وړاندې په سرښار اسلام آباد کې ډزې وشوې

د هیومن رایټس واچ (د بشري حقونو نړېوال څار تنظیم)، اېمنسټي انټرنېشنل، او د بشري حقونو او انصاف عالمي تنظیم - انټرنیشنل کمیشن آف جیورسټ - په پاکستان کې د مطبوعاتو آزادۍ ته د خطرو او په هغه هېواد کې خبریالانو باندې د شویو حملو په اړه کلکه اندېښنه ښودلې ده.

دغو لویو عالمي ادارو، د پاکستان له حکومته غوښتي چې په دې وروستیو کې په خبریالانو باندې د بریدونو دې په فوري توګه غیرجانبدارانه او موثره تحقیقات وکړي.

دې نړېوالو تنظیمونو دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت ته په کار ده هغه تګلارې یا پالیسۍ هم بېرته واخلي د کوم له مخې چې سرکاري چارواکي او ریاستي ادارې له تنقیده ساتلی کیږي، او د هغه په ځای دې د آزادي رآی او معاشره کې د آزادو بحثونو دپاره دې ماحول پراخ کړي.

د بشري حقونو څار ادارې ېا هیومن رائټس واچ، د بخښنې نړيوال تنظیم اؤ د بشري حقونو اؤ انصاف عالمي تنظیم، انټرنېشنل کمېشن آف جیورسټ یو مشترکه بیان کې وویل پاکستان کې څوک په صحافیان کې بریدنو کې لاس لري د هغوي پرضد دې بې طرفه اؤ موثره تحقیقات دې وشي.

په بیان کې د می په پېنځویشتمه نېټه اسلام آباد کې په صحافي اسد علي طور د کور دننه برید، د اپریل په میاشت په اسلام آباد کې د پیمرا په پخواني مشر اؤ صحافي ابصار عالم برید اؤ تېر کال هم د اسلام آباد نه صحافي مطیع الله جان د تښتول کېدو د پیښو هم غندنه وشوه.

مشترکه بیان پاکستان کې په صحافیانو دغه شان بریدونه اؤ ځورول د خبریالانو د پاره یو خطرناک عمل ګرځولې دې، دغه شان دې بیان کې زنانه صحافیان آن لائن ځورولو غندنه هم په دې بیان کې شوې ده.

بل طرف ته په واشنګټن کې د پاکستان په چارو ژور نظر ساتونکی او پېژندل شوی څېړنکار مایکل کوګلمېن د پاکستاني مطبوعاتو د تازه چلېنجونو په اړه، فارېن پالیسي ویب سایټ ته یو مضمون لیکلی او په هغه کې یې ویلي چې د پاکستان حکومت دمخه لا د سایبري جرمونو ۲۰۱۶ کال قانون په بهانه، حکومتي ضد آنلاین نشریات په نښه کړي دي، او اوس دا دی د مطبوعاتو په هکله چې د کوم نوي قانون مسوده پېش کړی شوې ده، دا به هم صحافیانو ته حالات تر پخوا لاخراب کړي.

کوګلمېن همدا راز وایي چې حکومت به د دې نوي قانون په بنیاد، د پاکستان ټولې مېډیا د یوې څارونکې ادارې لاندې راولي او په دې سره به په مطبوعاتو خپل کنټرول کلک ساتي.

پاکستان کې د مطبوعاتو د فعالیت په اړه فکرمندۍ پس له هغه زیاتې شوي چې د یو صدارتي آرډینېنس یا حکم نامې له لارې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د میډیا ډیویلپمنټ اتارټي نومې اداره جوړول غواړي چې کار به یې د کال ۲۰۰۲ په ګډون تراوسه د صحافیانو حقونو د پاره ټول قوانین ختمول اؤ نوي قوانین جوړول دي اؤ دا اتهارټي به اختیار لري څوک پنځه کړوړه روپو پورې جرمانه کړي.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو په سېنټ کې د میډیا په اړه د مجوزه ارډینېنس په سختو ټکو کې غندنه کړې او وايی دغه قانون به په مطبوعاتو بندیزونه زیات کړي.

قانون پوه اؤ د بشري حقونو د پاره کارکونکې آفتاب عالم دغه آتهارټی یو ظلم بللي اؤ وایې که چېرې جوړه شوه نو پاکستان کې به بیا څوک هم د سخت سزا د وېرې ښکاره اؤ ریښتیا خبره نه شي کولی. آفتاب عالم وایې دغه اتهارټي له ذریعې پاکستان تحریک انصاف حکومت د ریاستي ادراو غلطو تګلارو باندې د آن لائن تنقید مخه هم نیول غواړي.

د نوي آرډینینس اؤ په صحافیانو زیاتیدونکي بریدونو غندنه په سېنټ کې د مخالفو ګوندونو هم کړې ده اؤ پیپلز ګوند سېنټرې شرې رحمان وئیلې دي دومره سنسرشپ د پوځي ډکټېټر ضیالحق اؤ پرویز مشرف په وخت کې هم نه و څومره چې موجوده حکومت کې روان دی.

شیرې رحمان وایې اوس عالمي مبصرین پاکستان پورې خندا کوي چې په نوم دلته جمهوري حکومت دی اؤ قانون د پوځي حکومتونو دوام لري.

جمعیت علما اسلام سېنټر مولانا عبدلغفور حیدري وایې په صحافیانو چې کله هم برید وشي حکومت وایې زر به په دې کې ککړ تنان اونیسي خوا دا نامعلومه برید کونکو نیول اختیار اؤ زور حکومت نه لري.

په سینټ کې حکومتي سینټرانو مشر ډاکټر شهزاد وسیم هم په صحافي اسد علي طور د برید غندنه کړې ده خو دا هم وایې بغیر د څه ثبوت د دغه قسمه بریدونو تور د هیواد سیکورټي ادارو باندې لګولو اجازه نه شو ورکولې.

پاکستان د صحافیانو د پاره خطرناک ګرځول شوې ېو سل اتیه هیوادنو په نوملړ کې په ېو سل پنځه څلویښتم درجه دې، دلته کال ۲۰۰۰ نه تراوسه پورې ېو سل اته دیرشت خبریالان وژل شوې دي اؤبې شمیره د تشدد ښکار شوې دي خو تراوسه د صحافیانو څوک قاتل ېا په دوي تشدد کې ککړ څوک هم نه دې نیولې شوې.

پاکستان کې اکثر له صحافیانو باندې د بریدونو تور استخباراتي ادارو لګول کیږي اؤ اسد علي طور باندې برید نه پس هم اسد علي طور اؤ صحافي حامد میر ددې تور د پاکستان طاقتوره پوځ باندې لګولې وو کوم چې استخباراتي ادارې آي اېس آي اؤ حکومت رد کړې وو، البته دې تورونو پس جیو ټيلي ویژن حامد میر د خپل پروګرام کېپيټل ټاک نه لرې کړې دې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG