لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي ترکي سره مال به د مال ګاډی تګ راتک نهه کاله پس بیا شروع شي

د پاکستان نه ترکي ته تلونکی رېل به ایران ته د داخلېدو نه وړاندې د بلوچستان صوبې نه تېرېږي چېرته چې د وي او ای رپورټ وايي حکومتي مامورین په بېلتون خوښو بلوڅ وسلوالو د حکومت په ضد او په حکومتي اسانتیاو د حملو الزام پورې کوي. داعش وسلوالې ډلې هم په بلوچستان کې د حملو مسولېت منلی دی
د پاکستان نه ترکي ته تلونکی رېل به ایران ته د داخلېدو نه وړاندې د بلوچستان صوبې نه تېرېږي چېرته چې د وي او ای رپورټ وايي حکومتي مامورین په بېلتون خوښو بلوڅ وسلوالو د حکومت په ضد او په حکومتي اسانتیاو د حملو الزام پورې کوي. داعش وسلوالې ډلې هم په بلوچستان کې د حملو مسولېت منلی دی

پاکستان ویلي د ترکي او پاکستان د ترمنځ د ایران د لارې د مالبردار رېل ګاډي تګ راتګ به نهه کاله پس دا هفته بیا شروع شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان او ترکي ترمنځ لومړی ازماېښي رېل په کال ۲۰۰۹ کې چلېدلی و چې هدف یې د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت او مواصلاتو ته وده ور کول وو.

د لاجسټېک، د بنیادي اسانتیاو پرمختګ او د امنیت په اړه د تشویش په سبب د ترکي او پاکستان دغه رېل په کال ۲۰۱۱ کې وځنډول شو خو د ځنډیدو نه مخکې د دواړو ملکونو ترمنځ د ۱۴ مال ګاډو تبادله شوي وه.

د پاکسان وزیراعظم عمران خان د تجارت او سرمایه کارۍ مشیر عبدالرزاق داود د ترکي او پاکستان د رېل ګاډۍ د بحالېدو د اعلان په لړ کې وویل د استنبول-تهران-اسلام اباد رېل به د یوې مخې سفر په ۱۲ ورځو کې پوره کوي او ۷۵۰ مېټرک ټن تجارتي سامان به وړي.

داود په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د ترکي، ایران او پاکستان ترمنځ دغه رېل د دریو واړو ملکونو د ملګرتیا ثبوت دی او د دریو واړو ملکونو ترمنځ د تجارتي سامان په انتقال کې به اسانتیا پېدا کوي.

د وي او ای رپورټ وايي تاجران او ماهرین د ترکي او پاکستان د رېل رابطې د بحالېدو هرکلی کوي او وايي ۶۵۰۰ کلومېټر اوږدې د رېل کرښې د لارې به په تجارت کې د وخت او پېسې بچت کېږي او تجارتي سامان به په لږ وخت کې انتقالېزي.

په موجوده وخت د سمندر لارې یورپ نه پاکستان ته تجارتي شیان په ۴۵ ورځو کې ورسېږي.

د وي او ای رپورټ وايي په بلوچستان کې د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ سي پېک لوی منصوبې هم شته او چین د بلوچستان د ګوادر په ساحل د ژورو اوبو بندر هم جوړ کړی او د کار دپاره پرانیستل شوی دی
د وي او ای رپورټ وايي په بلوچستان کې د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ سي پېک لوی منصوبې هم شته او چین د بلوچستان د ګوادر په ساحل د ژورو اوبو بندر هم جوړ کړی او د کار دپاره پرانیستل شوی دی

د پاکستان نه ترکي ته تلونکی رېل به ایران ته د داخلېدو نه وړاندې د بلوچستان صوبې نه تېرېږي چېرته چې د وي او ای رپورټ وايي حکومتي مامورین په بېلتون خوښو بلوڅ وسلوالو د حکومت په ضد او په حکومتي اسانتیاو د حملو الزام پورې کوي. داعش وسلوالې ډلې هم په بلوچستان کې د حملو مسولېت منلی دی.

د وي او ای رپورټ وايي په بلوچستان کې د وسلوالو خلاف د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتېجه کې د امنیت صورتحال بهتر شوی دی. چارواکي دا هم وايي د ایران سره په ۹۰۰ کلومېټره پوله په ازغن تار د شروع کېدو وروسته هم حالات ښه شوي دي، وړاندې به په سرحد غیر قانون تګ راتګ په اسان کېدلو.

د پاکستان پوځ ویلي د ایران سره د پولې په ۴۵ برخه ازغن تار لګول شوی او باقي پاتې کار به د سږ کال تر اخېره پورې مکمل کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي پاکستاني مامورین ګڼي چې د ایران سره په پوله د ازغن تار د لګېدو سره به د دواړو ملکونو ترمنځ د غېرقانوني تجارتي توکو د سمګلنګ او د خلکو د غېر قانونو حرکت مخه ونیول شي.

د وي او ای رپورټ وايي په بلوچستان کې د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ سي پېک لوی منصوبې هم شته او چین د بلوچستان د ګوادر په ساحل د ژورو اوبو بندر هم جوړ کړی او د کار دپاره پرانیستل شوی دی.

د پاکستان د رېل مرکزي کرښه چې د انګریزانو په وخت کې جوړه شوي وه د بحالۍ دپاره به چین او پاکستان کار شروع کوي. اندازه ده چې په دغه منصوبه به شپږ اشاریه اته ارب ډالر خرچه کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG