لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "کواډ" یا څلوراړخیزې ډلې د هېوادونو مشران آنلاین غونډه کوي


پخوانی تصویر - د امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان خارجه وزیران د کواډ ډلې په یوه غونډه کې
پخوانی تصویر - د امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان خارجه وزیران د کواډ ډلې په یوه غونډه کې

د امریکا، جاپان، اسټرالیا، او هند مشران به د دې هفتې په پای کې د خپل غیرسفارتي فرېم ورک (چوکاټ) لاندې یوه آنلاین غونډه جوړه کړي.

په جاپان کې ځینو ذرائعو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، رسنیو ته ویلي چې د امریکا صدر جو بایډن، د جاپان وزیراعظم یوشي هایدې سوګا، د اسټرالیا وزیراعظم سکاټ مورېسن او د هند وزیراعظم نرېندرا مودي ممکن د همدې راتلونکې جمعې ورځې پورې سره خبرې وکړي.

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي به هم د کواډ مشرانو په غونډه کې برخه ولري
د هند وزیراعظم نرېندرا مودي به هم د کواډ مشرانو په غونډه کې برخه ولري

له هغه وخته چې په کال ۲۰۰۷ کې د څلوراړخیز امن ډائیلاګ یا کواډ ډله جوړه شوه، دا به د دې ډلې هېوادونو د مشرانو اولنۍ غونډه وي.

داسې ګڼل کیږي چې کواډ ډله د ایشیا-پسېفیک خطه کې د چین د مخ په تېزېدونکي جارحانه رویې په مقابله کې جوړه شوې ده. بجینګ د کواډ ډلې جوړېدل غندلي او هغه یې د خپلې ترقۍ د مخنیوي هڅه ګڼلې ده.

د امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان مشرانو څلور اړخیزه غونډه به په داسې حال کې وشي چې د هغه نه څو ورځې پس به د امریکا خارجه وزیر انټوني بلېنکن او دفاع وزیر لوېډ آسټېن د جاپان او جنوبي کوریا په دوره ولاړ شي.

د امریکا د د خارجه او دفاع وزیرانو دا سفر به د صدر جو بایډن انتظامیې د چارواکو اولنی خارجي سفر وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG