لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېنتني بلېنکن: د امریکې او چین تعلقات دنیا د سیاسي چارو تر ټولو لوی امتحان دی


صدر بایډن
صدر بایډن

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن ویلي د امریکې او چین تعلقات د دینا ذد موجوده پېړۍ د "جیو پولېټېکل" یا د سیاسي چارو تر ټولو لوی امتحان دی.

اېنتني بلېنکن د خارجه چارو په موضوع په سټېټ ډپارټمنټ یا په خارجه وزارت کې یو اهم تقریر کوونکی دی.

د شور، چهارشنبې، په ورځ د هغه د وېنا ځینې مهم ټکي شایع کړی شول چې وايي د صدر جوبایډن حکومت په د چین سره د امریکې په تعلقاتو کې طاقتور دریځ خپلوي.

اېنتني بلېکن وویل د دغه طاقت ور دریځ دپاره به امریکا د سفارتکارۍ نه کار اخلي او په نړیوالو تنظیمونو کې به بیا شاملېږي ځکه چې امریکا کوم ځای خالي کړي چین یې ډک کړي.

اېنتني بلېنکن وویل امریکا به د چین سره همکاري، مرسته او که ضروري وه نو د سیال رویه به هم کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د بېلنکن تقریر به د نړیوالو تعلقاتو په اړه د صدر بایډن تګلاره هم واضحه کړي چې په نړیوال کچه د امریکې مضبوطیا او د سفارتکارۍ د لارې د رهنمايي هدف لري.

د وي او ای رپورټ وايي د خپل صدرات په مهال د جوبایډن پېش رو، پخواني صدر ډانلډ ټرمپ، د بېجنګ سره د تجارت په مسله جنګ شروع کړی و، کرونا وایرس به یې چاینا وایرس به نامه بللو او په ساوت چاینا سي یا جنوبي چین په سمندر یې د چین د ملکیت مخالفت کولو.

د چین نه علاوه پخواني صدر د کرونا وایرس په سر د ملګرو ملتونو د صحت اداره ورلډ هېلت ارګناېزېشن کې د امریکې غړېتوب ختم کړی و، د چاپیریال د تحفظ نړیوالې لوظنامې پېرې اېګریمڼت نه امریکا وېستلي وه او هم دغه رنګ د نېټو سره هم د ډانلډ ټرمپ د صدارت په وخت د امریکې تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو.

صدر بایډن د پېرس په معاهده کې امریکا بیا شامله کړې او حکومت يې وايي د اتحادیانو سره د پخواني صدر په وخت کې د کړکېچ ښکار شوي تعلقات به بیا سموي.

پخواني صدر د ایران سر د اېټمي معاهدې نه هم امریکې وېستلي وه خو اېنتني بلېنکن تېره میاشت وویل د صدر بایدن حکومت غواړی چې د ایران اېټمي معاهده نور قوي او پراخه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG