لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوئټې سرینا هوټل ته نږدې چاودنه - دوه پولیس مړه او له شلو زیات زخمیان دي


د بلوچستان په سرښار کوئټه کې چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې دوه پولیس مړه او یوویشت (۲۱) کسان نور زخمیان شوي چې په کې لس تنه یې پولیس اهلکار دي.

ځایي پولیسو ویلي چې دا چاودنه د اتوار/یکشنبې په ماښام، سرینا هوټل ته نږدې یونیورسېټي چوک باندې د پولیسو یو ګاډي ته نږدې شوې ده. د کوئټې ښار اسېسټنټ کمېشنر محمد ذهیب وي او اې ډیوه ته وویل چې بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و. هغه زیاته کړه چې په زخمي شویو کسانو کې شپږ راهګیران هم شامل دي.

ویل کیږي چاودنه زوروره وه او پېښې ته د نږدې ودانیو ښيښې او کړکۍ ماتې شوي دي. د کوئټې ډېپټي انسپکټر جنرل اظهر اکرام ویلي چې د ابتدایي تحقیقاتو له مخې، دا چاودنه په یوه ګړۍ داره آلې یا ټایم بم سره عیاره شوې وه.

بل اړخ ته د کوئټې مرستیال کمېشنر عرفان نواز مېمن رسنیو ته وویل چې په چاودنه کې دوه پولیس ځای پر ځای مړه شوي، او نور کسان چې په دې پېښه کې زخمیان شوي، هغوی د کوئټې په سېول هسپتال کې د علاج لاندې دي.

وروسته بیا د بلوچستان صحت محکمې د پېښې ښکار شویو کسانو یو لېست خپور کړ چې په کې د ټولو زخمیانو شمېر یوویشت (۲۱) او د وژل شویو کسانو شمېر دوه (۲) ښودل شوی دی.

د داخله چارو وفاقي وزیر شیخ رشید د کوئټې د بېګانۍ پېښې مذمت کړی او پولیسو ته یې امر کړی چې د پېښې څېړنه دې وکړي او بیا دې هغه ته رپوټ وړاندې کړي. شیخ رشید زیاته کړې ده: «د ترهګرۍ بزدلانه فعالیتونه زمونږ ځواکونه نشي یرولای. مرکزي حکومت به د قانون او دستور جاري ساتلو دپاره د بلوچستان حکومت سره پوره امداد وکړي.»

کوئټه کې د بېګا ماښام چاودنې د زخمیانو او وژل شویو کسانو لیست
کوئټه کې د بېګا ماښام چاودنې د زخمیانو او وژل شویو کسانو لیست

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان هم په کوئټه ښار کې سرینا هوټل ته څېرمه د اتوار په ماښام شوې چاودنه غندلې او د پولیسو په وژل کېدو یې افسوس ښکاره کړی دی. هغه همدا راز امر کړی چې د زخمیانو د علاج دپاره دې «بهترین طبی سهولیات» فراهم کړی شي.

د بلوچستان داخله وزیر میرضیآ لانګو هم د سرینا چوک د پولیسو په ګاډي حمله په کلکه غندلې او متعلقه چارواکو ته یې هدایت ورکړی چې د پېښې هراړخیزه جایزه دې واخلي.

تر دې وړاندې د اپریل میاشتې په یوویشتمه هم د کوئټې ښار سرینا هوټل کې بمي چاودنه شوې وه چې په هغې کې کم از کم پنځه تنه مړه او د لسو نه زیات کسان زخمیان شوي و. د هغه برید ذمه واري، پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستې وه.

بل پلو سرینا هوټل ته نږدې د بیګا شپې د پېښې نه علاوه، د بلوچستان په سرښار کوئټه کې د اتوار/یکشنبې په ماښام د یو لاسي بم (هېنډ ګرېنېډ) برید هم وشو. دا حمله د کوئټې په سریاب روډ باندې وشوه چې په کې یو کس زخمي شو. وروسته بیا د زخمي کس پېژندګلوي وشوه او ذرائعو وویل چې حمله په یو کس چې د پاکستان جنډې یې خرڅولې، وشوه او جنډې خرڅوونکی په کې زخمي شو. دا هم ویل شوي چې یاد زخمي کس، کرشین کمار نومیږي او د هندو اقلیت سره تعلق لري.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په کوئټه کې د شوې چاودنې مذمت کړی او ترڅنګ یې په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې: «په کار ده چې د ترهگرو خوشحالول بند شي، او په نېشنل اېکشن پلان باندې عمل درامد وشي.»

د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاو پخپل ټویټر پاڼې لیکلي: «کوئټه، زرغون روډ او سریاب روډ باندې ترهګرو حملو کې د پولیس اهلکار شهادت او د لسګونو کسانو زخمي کېدل په کلکه غندم. د کوئټې سانحې په پنځمه کلیزه باندې دې واقعې چې پخوانی زخم راتازه کړ، ترڅنګ یې د حکومت د هغې ناقصې کارکردګي او د امن ګډوډ صورتحال نه یې هم پرده اوچته کړه.»

یاده دې وي چې پنځه کاله مخکې د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په اتمه، کوئټه کې یوه خونړۍ حمله شوې وه چې په کې شاوخوا اویا تنه مړه او له سلو نه زیات نور زخمیان شوي و. په وژل شویو کسانو کې، اکثره یې قانوني وکیلان و.

XS
SM
MD
LG