لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د مذهب د سپکاوي په الزام د نیول شوي عیسايي تن په ضمانت د ازادۍ امر کړی


تېر کال د پنجاب په سیالکوټ ښار کې په قهرجن احتجاج کې د سري لنکا یو شهري په دې الزام ووژل شو چې هغه په مبینه توګه د مذهب سپکاوی کړی و
تېر کال د پنجاب په سیالکوټ ښار کې په قهرجن احتجاج کې د سري لنکا یو شهري په دې الزام ووژل شو چې هغه په مبینه توګه د مذهب سپکاوی کړی و

د پاکستان سپریم کورټ د تېرو څلورو کلونو راهسې د مذهب د سپکاوى په الزام په بند کې د پروت 42 کلن عيسايي تن نديم سېمسن په ضمانت د ازادولو امر کړی دی.

د ندیم سېمسن وکېل سېف الملوک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د سپریم کورټ د فېصلې تصدیق وکړو او ویې وېل عدالت د جنورۍ په شپږمه نېټه د ندیم سېمسن ضمانت منظور کړی دی.

وکیل وویل ملزم د تېرو څلورو کلونو راهسې په زندان کې پروت و او په زېلي عدالت کې ېې د مقدمه اورونه هم په مخکې نه تلله.

سېف الملوک وویل د سپريم کورټ دې فېصلې د پاکستان په عدالتي تاريخ کې يو نوی باب پرانېستلی دی او اوس دا فېصله به د مذهب د سپکاوى په مقدمو کې د يو مثال په توګه کارول کېږي او پداسې مقدمو کې ګېر تنان به ترې نه ګټه پورته کوي.

هغه وايي په قانون کې ليکل شوي چې که يو تن پداسې تور کې ککړ وي چې په سزا یې تېزندي وي او د هغه مقدمه د دوو کلونو راهسې نه چلېږي نو هغه په ضمانت د خوشې کېدو حق لري او خپله مقدمه به د جېل د بهر نه چلوى.

د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د خبر ترمخه په سېمسن د مذهب د مبینه سپکاوى مقدمه د کال 2017 د نومبر په میاشت کې درج شوې وه خو د لاهور په ضلعي عدالت کې د څلورو کالو تېرېدو باوجود د مقدمې فيصله نه وه شوې.

د سپريم کورټ درې کسيزه بينچ چي مشري يې جسټس طارق مسعود کوله د سېمسن د خواست اورېدنه وکړه.

عدالت د شپږ پاڼو په خپله فېصله کې ويلي چې په خواست کونکي تور و چې هغه د شکاېت کونکي تن په نوم د فېسبوک يوه پاڼه خلاصه کړې وه او په هغې به يې د مذهب د سپکاوى مواد اپلوډ یا شریکوول.

عدالت په خپله فېصله کې وېل ندیم سېمسن د کال 2017 د نومبر په میاشت کې نېول شوې و او بیا د هغه پرضد د مذهب د سپکاوى قانون لاندې مقدمه د کال 2018 د اپریل په میاشت کې درج کړې شوې وه.

سپریم کورټ وویل د ندېم سېمسن پرضد د دوو ګواهانو شهادتونه په کال 2020 کې رېکارډ کړې شوې دي خو تر دغه نېټې ملزم تر دوو کلونو پورې جېل کې ساتل شوی و او د مقدمې فېصله یې لا هم نه ده شوې نو ځكه خواست کوونکی حق لري چې په ضمانت خوشې کړی شى.

عدالت خپله فېصله کې وویل چې د خواست کوونکي د ضمانت خواست په دې صورت کې ردېدی شو که چېرې د مقدمې په اورېدنه کې ځنډ د تورن تن له لوري راغلی و.

په پاکستان کې د مذهب سپکاوې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او په قانون کې د دې دپاره د تېزندۍ سزا ټاکل شوي ده.

په ورستیو وختونو کې په پاکستان کې د مذهب په سپکاوي تورن ځینې کسان راپارېدلو د قهرجنو خلکو په مظاهرو کې وژل شوي دي.

تېر کال د پنجاب په سیالکوټ ښار کې په قهرجن احتجاج کې د سري لنکا یو شهري په دې الزام ووژل شو چې هغه په مبینه توګه د مذهب سپکاوی کړی و.

د پنجاب پولیس د سیالکوټ د پېښې په تحقیقاتو کې یو شمېر کسان نیولي دي.

په کال 2011 کې د هغه وخت د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثير په اسلام اباد کې د خپل پوليس ساتونکي په ډزو ووژلو. په هغه د حملې نه وړاندې سلمان تاثیر د مذهب د سپکاوى په مقدمه کې قید د عيسايي مېرمن اسيه بي بي سره ملاتړ ښودلې و او دا خبره یې کړې وه چې د مذهب د سپکاوي په اړه د قانون نظر ثاني دي وشي.

د بشري حقونو ملکي او نړیوال غېر دولتي ادارې وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى قانون اکثريتي مسلمانان د شخصي ګټو لپاره د يو بل پرضد او یا د لږکيو په ضد په شخصي شخړو کې کاروي.

راپورونه وايي د کال 1980 راهيسې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوى په تور کې د عدالتي مقدمو پرته نېزدې 80 کسان وژل شوي.

پاکستان کي د لږکيو د حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس مشر پيټر جېکب ډيوه ته وايي که څه د اقلیتونو تر څنګ د مذهب د سپکاوي قانون ناسم استعمال د شيعه مسلک او احمديانو پرضد هم کېږي.

د شميرو ترمخه د کال 2011 او 2015 مينځ موده کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوى د قانون لاندې 1,296 مقدمې درج کړې شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG