لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ولې د ایغوریانو او تبتیانو په سر په چین باندې فشار سېوا کوي؟


په لاس انجلس ښار کې د چین قونسلګرۍ مخې ته راغونډ شوي مظاهره کوونکو د چین ژمني اولمپیک لوبو د سیاسي بایکاټ ملاتړ وکړ
په لاس انجلس ښار کې د چین قونسلګرۍ مخې ته راغونډ شوي مظاهره کوونکو د چین ژمني اولمپیک لوبو د سیاسي بایکاټ ملاتړ وکړ

د بشري حقونو کارکنانو په تبت او سینکیانګ سیمو کې د چین رویې او چلند ته د امریکا زیاتېدونکې توجه ستایلې او وایي چې شاید دې کې د بشري حقونو د ډلو د کوششونو نتیجه هم وي چې په بجینګ باندې فشار زیات شوی دی.

دغه کارکنان وایي، د ۲۰۲۱ کال په وروستو کې د یو قانون منظورېدل، چې په کې یو ډول بایکاټ او د یو حکومتي عهدې اضافه کېدل شامل و، دا وښوده چې د چین د نارامو سیمو (تبت او سینکیانګ) د حالاتو په وړاندې د امریکا عزم لا کلک شوی دی.

په تېرو شاوخو پنځوسو کلونو کې د سینکیانګ مسلمانان، چې په خټه ایغوریان دي او د چین په شمال ختیځ کې اوسیږي، او د تبت بودائیان چې د هېمالیا د غرونو په لمنو کې پراته دي، په دې وجه د چین د کمونېست حکومت سره په جنجال کې دي چې دوی خپلو مذهبي رواجونو او ثقافتي دستورو ته نه پرېږدي.

په بهر ملکونو کې مېشت د ایغوریانو د عالمي کانګرس ویاند دلشاد راشد وایي: "په شرقي ترکستان (سینکیانګ) کې بشري بحران ته خاصه توجه کول، د امریکا قامي مفاد دی، او همدا راز د امریکا د ارزښتونو او روایاتو سره اړخ لګوي چې هرچېرته نسلي قتل عام او د بشریت په وړاندې جنایت وشي، لکه د اویغوریانو په کېس کې، امریکا دې غږ اوچت کړي."

د جلا وطنه اویغور ډلو د دې تنظیم ویاند زیاتوي: "د آزادو جمهوریتونو د اکثرو نورو ملکونو په شان، امریکاییانو دا وعده کړې ده چې بیا به هېڅ کله کمزوره مذهبي او نسلي ډلو باندې د هغسې ظلمونو او جنایاتو اجازه ورنکړي لکه څنګه چې په یهودانو شوي و (هالوکاسټ) او یا اوس په ایغوریانو روان دي."

بل اړخ ته امریکایي چارواکي دا قریب څلور کاله کیږي چې د چین سره په تجارتي مسایلو باندې لانجې کې دي او بل دا چې چین خپل جنوبي سرحداتو سره په دریابونو باندې دعوه لري او د دې وسعت طلبۍ په خاطر یې هم امریکا ورسره اختلاف پیدا کړی دی. د پرمختللې ټېکنالوجۍ په برخه کې هم د چین او امریکا ترمنځ مخالفتونه لیدل کیږي.

ګڼ شمېر بهرنیو ملکونه او د بشري حقونو ډلې وایي چې چین څه باندې یو میلین ایغور مسلمانان په کېمپونو کې قید کړي دي. بجینګ وایي دا کېمپونه، قیدخانې ندي بلکې "د کسب زده کولو مرکزونه" دي چې مقصد یې د مذهبي سختدریځۍ او ترهګریزو حملو مخنیوی دی.

په اورومچي سیمه کې د ایغور مسلمانانو د قید کولو یو کېمپ
په اورومچي سیمه کې د ایغور مسلمانانو د قید کولو یو کېمپ

په تبت کې، چې هم د مذهب او هم د نسلي اړخه د چین نه جدا ده مګر ۱۹۵۱ کې چین ورباندې قبضه ولګوله، د چین حکومت اوس هلته د بدهـ مذهب په خانقاه ګانو باندې کنټرول اضافه کوي او په تعلیم کې هم د تبتي ژبې په ځای، چینایي ژبه کارول غواړي. هغه کسان چې په دې تګلارو باندې تنقید کوي، هغوی هره ورځ ګرفتاره کیږي، جېل ته اچول کیږي، او د اوږدې مودې قید سزا ورته اورول کیږي.

په تېرو پنځو کلونو کې، امریکا د چین په دې تګلارو هم تنقید کړی چې په هانګ کانګ کې یې د بجینګ-ضد فعالیتونه محدود کړي او د چین پوځ د ټایوان په فضا باندې خپل جهازونه الوزولي دي.

سېوا کېدونکی فشار

د امریکا صدر جو بایډن چې کله په ډسمبر میاشت کې د بجېنګ د ژمني اولمپیک لوبو نه سیاسي بایکاټ اعلان کړ، نو د ایغور مسلمانانو سره یې د چین د رویې یادونه وکړه.

د ډسمبر په ۲۳مه، صدر بایډن د ایغوریانو د جبري کار پرضد قانون منظور کړ کوم چې د امریکا دواړو لویو ګوندونو – رېپلېکن او ډېمکراټ – هغه پاس کړی و. د دې قانون مقصد دا و چې په سینکیانګ کې د جبري کار په نتیجه کې جوړ شوي مصنوعات دې امریکا ته داخل نکړی شي.

په چین کې کېدونکې د ژمي موسم المپیک لوبې، د امریکا ترڅنګ یو شمېر نورو ملکونو هم بایکاټ کړي، خو دا بایکاټ سیاسي بڼه لري او د سپورټ لوبغاړي به ورځي
په چین کې کېدونکې د ژمي موسم المپیک لوبې، د امریکا ترڅنګ یو شمېر نورو ملکونو هم بایکاټ کړي، خو دا بایکاټ سیاسي بڼه لري او د سپورټ لوبغاړي به ورځي

همدا راز د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د ډسمبر په ۲۰مه د بشري حقونو په برخه کې خپله یوه مرستیاله عزرا ضیآ د تبت په چارو کې د امریکا د خاصې کوارډېنېټرې په توګه وټاکله.

د امریکا د خارجه وزارت د ویب سایټ ترمخه، د امریکا دا ځانګړې کوارډینېټره به تر ډېره د بشري حقونو موضوعات راپورته کوي، د تبتیانو د بشري حقونو ننګه او ملاتړ به کوي، او دا کوشش به کوي چې د هغوی کمزوره شوی مذهبي، ژبنیز او ثقافتي شناخت وساتل شي.

د امریکا د کانګرس غړو د ډسمبر په اوایلو کې د صدر بایډن نه وغوښتل چې د تبت له مذهبي مشر ډلای لاما سره وګوري او دا یقیني کړي چې د تبت خلکو د بشري حقونو مسئلې ته توجه یې په کاري اېجنډا کې شامل دي.

د چین عکس العمل

د چین چارواکي اوس هم لکه پخوا، د خپلو لویدیځو سیمو د حالاتو په اړه د امریکا تګلاره ردوي او هغه مداخلت ګڼي. په ټایپي کې د نېشنل چېنګجای یونیورسېټۍ د ډېپلوماسۍ د څانګې یو استاذ هوانګ کویبو وایي: زما په خیال د چین دا وروستۍ تازه لهجه ډېره جارحانه ده، لکه دا چې «زمونږ په داخلي چارو کې مداخلت مه کوئ».

د چین سرکاري خبري اداره سینهوا، د سینکیانګ په اړه د امریکا دا وروستی منظور شوی قانون "د شیطاني دروغو ډک" ګڼي او ورباندې تنقید کوي. سینهوا وایي، دا قانون "د چین په داخلي چارو کې د مداخلې دپاره د یو بل بېتابه کوشش نه بغیر بل څه ندی."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG