لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ټېنېسي ریاست کې بې ساري سیلابونو لسګونه تنه مړه او لادرکه کړل


د امریکا د ټېنېسي ریاست په منځنۍ سیمو کې د خالي/شنبې په ورځ بې ساري او زښته زیات بارانونه شوي چې له امله یې زورور سیلابونه بهېدلي، ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي، کم تر کمه دوه ویشت (۲۲) تنان مړه شوي او لسګونه نور لادرکه شوي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د دغو سیلابونو وروسته، د نجات عملې د ویجاړو شویو کورونو او نړېدلو ودانیو لاندې ګېر لویدلي کسان لټول.

د خالي په ورځ چې د ټېنېسي ایالت په کلیوالي سیمو کې سېلابونه راووتل، لارې کوڅې یې بندې کړې، د ټلیفون لاینونه او ستنې یې راوغورځولې، او له دې امله د خلکو له یو بل سره رابطه نیول هم سخت شول او څوک نه پوهېدل چې عزیزانو باندې یې څه تېر شوي دي.

د یوې سیمه ییزې ادارې چارواکې کریسټي براون خبریالانو ته ویلي چې د بېړنیو چارو یا اېمرجنسي کارکنان کور په کور ګرځي چې ګېر پاته شوي خلک پیدا کړي. د ټېنېسي ریاست د همفریز ضلعې د امن ساتنې برخې مشر کرېس ډیوېس ویلي، ډېر کسان په هغو محلو کې لادرکه دي کوم چې اوبه په تېزۍ سره هلته راپورته شوې. انتظامیې د لادرکه شویو تنانو نومونه هم خپاره کړي دي.

په هغو کسانو کې چې د دې سېلابونو له امله مړه شوي دي، دوه غبرګولي ماشومان هم شامل دي. د هغوی کورنۍ وایي چې دا ماشومان یې د پلار له غېږې په اوبو کې ښووېدلي دي.

د هوا پېژندنې اداره وایي چې د ټېنېسي ریاست په همفریز ضلعې کې د شنبې/خالي په ورځ، د څلرویشتو ګېنټو نه په کم وخت کې تر ۴۳ سنټي مټره باران واورېد چې په ټېنېسي کې دا تر ټولو جګ ریکورډ ګڼل کیږي.

د سیلابونو نه یوه ورځ پس، په اتوار/یکشنبې، د سیلابونو اوبه ورکې شوې او په ځای یې چپه شوي ګاډي، د نړېدلو کورونو برخې، سامانونه او یا ماتې شوې ونې پاته شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG