لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د کابل نه قریب اوه نیم زره نور کسان هم بهر ملکونو ته ولېږدول شول


امریکا د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې په یوه شپه و ورځ کې يې اوه زره و څلور سوه (۷۴۰۰) تنه نور کسان هم د کابل هوایي ډګر نه په پروازونو کې بهر ملکونو ته انتقال کړي دي.

بل اړخ ته د امریکا دفاع وزیر لایډ آسټن امر کړی چې د شپږو هوایي کمپنیو نه، اتلس (۱۸) مسافروړونکي امریکایي جېټ جهازونه دې د افغانستان نه د خلکو ایستلو دپاره استعمال شي. په دې عملیاتو کې د امریکا شهریان او هغه افغانان چې له امریکاییانو سره یې کار کړی او ژوند یې په خطر کې دی، له کابل نه بهر ته انتقالیږي. د امریکا پوځ ډېر کم د ملکي جهازونو د استعمال اجازت ترلاسه کوي، او دا په تېرو قریب دېرشو کلونو کې صرف درېیم ځل دی چې امریکا د خپل پوځ د یو مېشن دپاره مرستې ته، د غیرپوځي جهازونو اجازه اخلي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن «فاکس نیوز سنډې» پروګرام ته په مرکه کې وویل چې د کابل ائیرپورټ نه د امریکاییانو او د هغو افغانانو چې امریکاییانو سره یې امداد کړی، تازه ډله یې په شپېتو (۶۰) پروازونو کې له افغانستانه واېستل شول او اکثره یې د منځني ختیځ ملکونو ته رسول شوي دي.

د وایټ هاوس چارواکو ویلي چې امریکا په دا تېره یوه هفته کې ټولټال پنځه ویشت زره و سل (۲۵۱۰۰) کسان او د جولائی د آخر راهیسي ټولټال دېرش زره (۳۰۰۰۰) کسان له افغانستانه راایستلي دي.

دا څو ورځې کیږي چې د نړۍ په رسنیو کې د کابل هوایي ډګر د شاوخوا د صورتحال په اړه زړه بوږنوونکي رپوټونه او تصویرونه ښودل کیږي. کابل باندې د طالبانو د قبضې وروسته، زرګونه کسان د ائیرپورټ په دروازو کې دي او غواړي له ملکه ووځي. همدا راز تېره هفته داسې تصویرونه هم مخې ته راغلل چې په ائیرپورټ کې دننه یې حالات ډېر ګډوډ ښودل او خلک د تلونکو جهازونو په ټایرونو ځانونه نیولي و. صدر ټرمپ ویلي چې دا د تېرو ورځو حال و او اوس نظم ښه شوی دی.

د وایټ هاوس د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان سي اېن اېن سره خبرو کې وویل چې د امریکا عسکرو اوس دا وړتیا یقیني کړې چې په لویه شمېره کې امریکاییانو دپاره هوایي ډګر او طیارې پورې رسېدو امکانات برابر کړي.

جېک سولېوان همدا راز د اېن بي سي ټلوېژن «میټ د پرېس» پروګرام ته په یوه بله مرکه کې ویلي، «اوس شېبه، په دې باور یو چې مونږ هلته په محل کې دومره کافي شمېره عسکر لرو» چې د خلکو ګڼه ګوڼه قابو کړي.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار دا هم وویل چې صدر جو بایډن «هره ورځ د خپل پوځ له کمانډرانو، په شمول د هغو چې په ائیرپورټ او یا په پنټاګان کې دي، پوښتنه کوي چې هغو څه اضافي وسایلو او اضافي عسکرو ته ضرورت لري او که نه. د هغو جواب "نه" پاته دی، خو نن به بیا هم ورنه دا پوښتنه وکړي.»

جېک سولېوان زیاته کړه: «که په پای کې ائیرپورټ ته د امریکایي شهریانو د تګ او یا له هغه ملکه د وتلو مخه یې ونیول شي، او یا زمونږ دې عملیاتو ته څه خنډ رامخته کړل شي، یا په یو ډول زمونږ د دې انخلا مېشن کې مداخلت وشي، نو مونږ طالبانو ته دا واضحه کړې چې بیا به زموږ لخوا یو فوري او زورور جواب ورکړی شي.»

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار دا هم وویل چې ملک یې د نړۍ له شپږویشتو نورو هېوادونو سره دا لوظنامې لري چې افغانان، امریکاییان، او د درېیمګړي ملک شهریان له افغانستانه وباسي او د خطې هوایي اډو او نورو ملکونو هوایي اډو ته یې ورسوي.

کله چې د جېک سولېوان نه په دې اړه پوښتنه وشوه چې څنګه طالبانو دومره فوري د افغانستان په حکومت قبضه ولګوله، او امریکا څنګه غلطې ارزونې کړې وې، نو هغه جواب کې وویل، «د دې دپاره به ډېر وخت بیا پاته وي چې معلوم شي څه کارونه بل قسم کیدلی شول او څه سبقونه زده کېدلی شول.»

په جولائی میاشت کې صدر بایډن ویلي و چې د طالبانو له اړخه د افغانستان واک اختیار باندې فوري قبضه به ډېره له امکانه لېرې خبره وي. خو یوه هفته مخکې دا کار دومره ژر وشو چې نړۍ ورته حېرانه شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG