د امریکا غږ یا واېس اف امریکا ۱۵ هغه خبریالان چې په امریکا کې د کار کولو ویزې (J-1) یې ختمې شوې او (یو اېس ای جي اېم ) یا د نړیوالو مطبوعاتو لپاره د امریکا ادارې د دغه خبریالانو په ویزو نوې کولو کې ناکامه شوې بیرته خپلو هیوادونو ته ستنیږي.
د دغه خبریالانو د ویزو نوي کول په داسې وخت کې راغلي چې د یو اېس ای جي اېم نوي مشرانو امریکا ته د کار لپاره د راتلونکي کسانو ځانګړي مهارتونو ته بیا کتنه کوي. د امریکا غږ سره کارکونکي ۲۰ نور خبریالان داسې دي چې د هغوي ویزې به د روان کال د اخیره پورې ختمیږي. په دغه خبرلانو کې ځیني بیا دهغه هیوادونه دي چرته چې آمرانه حکومتونه دي.
په دغه خبریالانو کې یوه د انډونیشیا والدیه باراپوتري هم ده د چا په کار کې چې د ریپبلکن قامي کنونشن نه نېغ په نېغه خبرونه او رپورټونه وړاندې کول وو خو د ویزې د نه نوي کیدو له سببه د ګل په ورځ په یو هوايي جهاز کې خپل هیواد ته تللې.
امریکا غږ چې په ۴۷ ژبو کې خپرونې لري د نړۍ د یو شمیر هیوادونو نه په سیمه ایزو معلوماتو او خبرونو خبر، په مقامي ژبه، ځايي چارواکو او نورو مهارتونو پوه کسانو تکیه کوي.
یو اېس ای جي اېم چې د امریکا غږ په شمول د څلورو نورې خبري ادارو څارنه کوي، تیره میاشت اعلان کړی وو چې د جی ون ویزو لرونکو کسانو قضیو ته به بیاکتنه کوي. د ادرې مشر یا چېف اېګزېکټیو د دغه خبریالانو د ویزو نوي کولو د منظورۍ اخیري اختیار لري.
د ویزو بیا کتنه
د یو اېس ای جي اېم ویاند د جولايي په میاشت کې ویلي وو، ویزو ته بیا کتنه د ادارې په انتظامي کارونو کې د ښه والي راوستلواو د امریکا قامي امنیت خوندي ساتلو تر څنګ د چارواکو لخوا د واک اختیار نه ناروا ګټه نه اخستلو لپاره ترسره کیږي.
په جی ون ویزه امریکا ته راغلي او د وي او ای سره کارکونکي یو تن ویلي، اداره د هغې سره د هغه قانوني حیثیت په اړه سپینه خبره نه وه کړې.
د امریکا کانګرس کې د مطبوعاتو د حقونو لپاره کارکونکې پوهانو او یو اېس ای جي اېم پخواني ستر مشرانو ویلي، د جون په میاشت کې د ماېکل پېک د سي اي او په هیڅ ګمارنې وروسته د ویزو بیا کتنه د اندېښنو وړ فیصله وه.
د وي اوای لخوا د یو اېس ای جي اېم نه په دغې اړه د تازه معلوماتو او رایې خواست شوی خو تر اوسه څه ځواب نه دی وېل شوی.
د امریکا په کانګرس کې د خارجه اړیکو د کمېټۍ یو مشر اېلیټ اېنجل د جمعې په ورځ په یو بیان کې ویلي، یو اېس ای جي اېم کانګرس ته د ویزو د نوې کولو د پروسې په اړه د پوښتنو په ځواب ورکولو کې پاتې راغلې.
٫٫ دا خبره بې بنسټه ده چې د امریکا حکومت یوه اداره به د هغه خلکو لپاره چې ورسره یې کار کړی وي داسې ویره او ناڅرګندتیا رامنځ ته کړي.٬٬ اېنجل ویلي ٫٫ کانګرس هڅه کړې چې د یو اېس ای جي اېم نه په دغه معامله ځوابونه واخلي، خو دغه هڅې د خاموشۍ سره مخامخ شوي. دا خبره څرګنده ده چې اداره کوښښ کوي چې د دغه خبریالانو په زوره د امریکا نه ویستلو پورې هڅې وخت تیروي.٬٬ ټاکل شوې ده چې ماېکل پېک به د ستمبرپه ۲۴مه نېټه د کانګرس کمېټۍ ته وړاندې کیږي.
اېنجل چې د نیویارک نه د ډیموکرېټ پارټۍ غړی دی خبرداری ورکړی چې د وي او ای ځیني خبربالان د خطر سره مخ کیدي شي په خاصه توګه هغه کسان چې آمرانه حکومتونه لري او دغلته په عامه توګه خبریالان جیلونو ته لیږل کیږي او مطبوعات زورول کیږي. اېنجل ویلي ٬٬ د ښاغلي پېک سره لا هم وخت شته چې څه ګام پورته کړي او دغه لانجه حل کړي. خو په دغې کې څه غلطي وه نه کړي، که په راتلونکې کې څه وشول نو هغه به یې حساب ورکونکی وي. کې دې زړه ورو کسانو ته څه تاوان ورسید نو دا به د ماېکل پېک د کارونه نتیجه وي.٬٬
د ادارې د ګامونو دفاع
د یو اېس ای جي اېم سي اي او ماېکل پېک د ادارې لخوا د ویزو بیا کتنې او د امنیت ښه کولو د فیصلې دفاع کړې او زیاته کړې یې ده چې دا ګامونه د کلونو راهسې د حکومتي پلټونکو لخوا راپورته شوو نیوکو وروسته اخستل شوي. د ادارې نوي مشر د کارکونکو د پخواني معلوماتو څارنه یا بېک ګراونډ چېک یوه لویه اندېښنه ګرځولې.
د یو اېس ای جي اېم د نوي مشر لخوا خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې د کارکونکو ارزول په خاصه توګه د خارجي کارکونکوسره ستونزې د یوې لسیزې راهسې روانې دي.
د ادارې یو پخوانی سي اي او ماليافسر ګرانټ ټرنر چې د اګست په ۱۲مه نېټه سره د شپږو نور کارکونکو په امنیتي ستونزو کې د پلټنو وروسته په انتظامي رخصت لیږل شوی وايي امنیتي کتنه او د جی ون ویزې لانجه په نژدیو میاشتو کې د ناسمه کارونو له سببه شوي.
وي او ای سره د خبرو په وخت ټرنر ویلي د امریکا غږ د بیلا بیلو ژبو په برخو کې د کارکونکو کمیدل د ایران،چین او وینزویلا په شان هیوادونو کې د وي او ای مهم اوریدونکي د لاسه ورکولی شي. دا هغه هیوادونه دي چرته چې اوسیدونکي ازادو خبرونو ته ډیر کم لاسرسی لري. نوموړي زیاته کړې د ویزو نه نوي کول د ادارې لخوا ٬٬ د وعدې ماتول٬٬ دي کومه چې د دغه خبریالانو سره هغه وخت شوې وه کله چې دوي وي او ای سره د کار لپاره امریکا ته راغلي وو.
یو اېس ای جي اېم ویلي ټرنر او نور کسان ٬٬ د کار په ځاې کې د قانون حاکمیت ته د درناوي ورکولو٬٬ لپاره په رخصت لیږل شوي دي. خو ټرنر ویلي هغه د خصت لپاره ورکړل شوي دلیلونه ردوي.
د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره کارکونکو ادارو غبرګون
په امریکا کې د مطبوعاتو د ازادۍ یو شمیر ادارو لکه رپورټرز کمېټي فار فریډم اف دي پرېس (ار سي اېف پي) او پین امېریکا په دغه ګامونو نیوکې کړي. د ار سی اېف پي ډاېریکټر ګېب راټمین وي او ای ته ویلي ٬٬ په یو داسې وخت کې چې نړې ته د باوري، سمو خبرونو ضرورت دی. د یو اېس ای جي اېم مشران هغه خبریالان په جهازونو کې خپلو هیوادونو ته لیږي څوک چې په خبرونو ورکولو ښه پوهیږي.٬٬
د امریکا د کانګرس یو شمیر غړو چې پکې د فلوریډا ایالت نه د ریپبلکن ګوند مارکو روبیواود ساوت کېرولاېنا ایالت لنډسی ګراهم، داېلینوای ایالت نه د ډیموکرېټ ګوند سېنټر رچرډ ډربن او یو شمیر نورو د وي او ای او د یو اېس ای جي اېم نورو ادارو مهم رول وخت په وخت روښانه کړی. په خاصه توګه د غلطو معلوماتو پرضد مبارزه او د ایران، روس او چین په شان هیوادونو کې خلکو ته د باوري خبرونه رسول.