لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وېسټرن یونین وايي افغانستان ته یې د پېسو انتقال بیا شروع کړو


په کابل کې خلک د بېنکونونه د پېسو وېستلو دپاره په قطارونو کې ولاړ دي
په کابل کې خلک د بېنکونونه د پېسو وېستلو دپاره په قطارونو کې ولاړ دي

په نړیواله کچه د پېسو د انتقال امریکايي کمپنۍ وېسټرن یونین ویلي افغانستان کې خپل فعالیت بیا شروع کوي.

په کابل د طالبانو د واک وروسته وېسټرن یونین او بلې کمپنۍ مني ګرام افغانستان ته د پېسو انتقال ځنډولی و.

د اېشیا، یورپ، منځني ختیځ او افریقي دپاره د وېسټرن یونین صدر جین ګلاډ فرا رویټرز خبري ادارې ته وویل افغان ولس سره د مرستې دپاره د امریکې کوښښونو او په افغانستان کې د بېنکونو بیا پرانېستل کېدلو وېسټرن یونین ته اعتماد ورکړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په افغانستان کې فعالیت بیا شروع کړي.

فرا وویل په افغانستان کې د وېسټرن یونین زیاتره کاروبار د کورنیو د ملاتړ او د خارج نه افغانستان ته لېږل شویو پېسو سره تړلی دی چې د خلکو بنیادي ضرورتونه پوره کوي نو په دې سبب یې غوښتل چې په افغانستان کې خبل فعالیت بیا بحال کړي.

هغه وویل په دې لړ کې وېسټرن یونین د امریکې سره هم رابطه کړې وه او د امریکې حکومت وویل چې بشري امداد او په خارج کې مېشته د افغانانو خپل هېواد ته د پېسو انتقال د امریکې د تګلارې سره سمون خوري.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د ملک نه بهر افغانان چې کومې پېسې خپل وطن ته لېږي دغه پېسې د ډیرو افغانانو دپاره د "ژوند کرښه" ده چې د افغانستان په شان په اقتصادي توګه د دنیا په غریب ترین ملکونو کې یو ملک کې یې د بې ثباتۍ او تشدد په مهال د خلکو پالنه کړې ده.

د ورلډ بېنک د اندازې ترمخه په ۲۰۲۰ کې په خارج کې مېشته افغانانو خپل ته 789 مېلین ډالر لېږلې وې چې د مجموعي قومي پېداوار یا جي ډي پي څلورفیصد برخه وه. په ۲۰۱۹ کې د دغو پېسو مالیت 829 مېلین و.

ملګرو ملتونو ویلي د افغانستان نیمايي ابادي امداد ته اړتیا لري.

د وېسټرن یونین چارواکي رویټرز ته وویل په افغانستان کې د دوی همکارو بېنکونو ورته تسلي ورکړي ده چې دومره پېسې ورسره شته چې په افغانستان کې خلکو ته د وېسټرن یونین د پېسو ادایګي کولی شي.

د وېسټرن یونین نه علاوه د پېسو د انتقال بلې کمپنشۍ مني ګرام هم په کابل د طالبانو د واک وروسته افغانستان ته د پېسو انتقال ځنډولی دی خو رویټرز وویل کمپنۍ سره یې رابطه وکړه چې کله به افغانستان کې بیا خپل فعالیت شروع کړي خو ځواب یې ترلاسه نه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG